Homeداسې هم شتهساینساپل کمپنۍ بې چلوونکي موټر جوړوي

اپل کمپنۍ بې چلوونکي موټر جوړوي

تاند- اپل کمپنۍ د لویو اتومات یا بې چلوونکي موټرو د جوړلو هڅه پیل کړې څو د دغه شرکت د ودانیو ترمنځ خپل کارکوونکي له یو ځایه بل ته ورسوي.

اپل پخوا غوښتل چې اتومات موټر جوړ کړي خو وروسته یې وویل چې له دې فکره لاس په سر شوی دی.

د اپل شرکت دې تازه اعلان وښوده چې دا کمپنۍ لا هم د اتومات موټرو فکر پرې ایښی نه دی.

خبري سرچینې وايي، اپل د متوسطو یا شټل اتومات موټرو په لټه کې دی چې خپل کارکوونکي پکې له یو ځایه بل ته یوسي.

د اپل دا موټرونه به پیل (PAIL) نومېږي. پیل د (Palo Alto) د کلمې لنډه بڼه ده.

د اپل کمپنۍ مرکزي دفتر په (Palo Alto) کې دی.

اپل کمپنۍ د دغو موټرو په جوړولو کې له یوې بلې کمپنۍ سره، چې نوم یې نه دی اعلان شوی، همکاري کوي.

اپل شرکت څه موده وړاندې د اتومات یا بې چلوونکي موټرو د جوړولو جواز ترلاسه کړ.

دې شرکت مخکې لا د اتومات موټرو ځینې پُرزې جوړې کړي چې د لکسیس په شمول ځینې موټرونه ورڅخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...