چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد قیمتي موټرو مشهوره کمپنۍ اندروید ځیرک ټېلفون جوړوي

د قیمتي موټرو مشهوره کمپنۍ اندروید ځیرک ټېلفون جوړوي

تاند- لامبورګیني شرکت، چې قیمتي موټرونه جوړوي، وايي چې دا قیمتي ملفون به یې ۲۴۵۰ ډالره بیه ولري.

لامبورګیني موبایل ټېلفون الفا ون (Alfa1) نومېږي، پوښ یې په ایټالیا کې له څرمن څخه په لاس ګنډل شوی او سکرین یا شیشه یې ۵ اعشاریه ۵ اینچه ده.

شاتنۍ کمره یې ۲۰ میګاپیکسله او مخکینۍ ۸ میګا پیکسله ده.

لامبورګیني وايي چې د دغه ټېلفون روزلوشن ۲۵۶۰ دی او ۱۴۴۰ پیکسله دی.

پروسیسر یې ۸۲۰، رم یې ۴ ګېګابایټه او داخلي حافظه یا میموري یې ۶۴ ګیګابایټه او ۱۲۸ ګیګابایټه حافظه ورزیاتېدای شي.

د الفا ون بېټرۍ ۳۲۵۰ میلي امپایره ده او دوه سیمکارتونه پکې اچول کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب