چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نباتي افتونو ضد اتومات الوتکه

د نباتي افتونو ضد اتومات الوتکه

تاند- په امریکا کې پر کرنیزو مځکو د کیمیايي موادو یا د حشرو د له منځه وړلو د درملو د شیندلو لپاره اتومات الوتکه جوړه شوه.

دا الوتکه، چې پیکا (Pyka) نومېږي، په سیلکان ویلي کې جوړه شوې ده.

پیکا پېلوټ ته اړتیا نه لري او پخپله پر کروندو او باغونو کیمیايي مواد شیندلی یا سپرې کولی شي.

د دې الوتکې جوړېدا کروندګر او د کیمیايي موادو شیندونکي د دغو موادو له منفي اغېزو ژغوري.

سره له دې چې دا الوتکه بې پېلوټه ده خو یو تن پکې سپرېدای شي.

پیکا الوتکه په یو ساعت کې پر څه باندې ۱۱۲ کیلو متر مځکه کیمیايي مواد شیندلی شي.

دا الوتکه په ټیټه ارتفاع کې الوت کوي چې کیمیايي مواد پر مځکه ښه وشیندل شي.

دا الوتکه، چې وزن یې ۱۸۱ کیلو دی، د باد او توپان په مهال کیمیايي مواد نه شي شیندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب