یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو کلک خوندي قولف

د نړۍ تر ټولو کلک خوندي قولف

تاند- د اپل او ګوګل کمپنیو پخوانیو انجینرانو د ۴ کاله کار او څېړنې په پایله کې د اټو په نوم ځیرک یا سمارټ قولف جوړ کړ.

دا قولف هغو ځایونو ته، چې خلک ورته ډېر تګ راتګ کوي، زیات پکارېږي.

په دې قولف کې نه له کیلي یا کونجي کار اخیستل کېږي او نه نومرې لري.

اټو قولف ډېر خوندي دی او د زیات فشار په وړاندې مقاومت لري.

په دغه قولف کې له داسې کلک پولاده کار اخیستل شوی چې زنګ یې نه وهي او حتي که تر زر ځلې زیات سخت او غیرعادي فشار پرې راوړل شي او تر دوه نیم لکه وارې زیات بند او پرانیستل شي، له کاره نه لوېږي.

دا قولف یوازې د موبایل ټېلفون د وای فای له لارې د یوه تنظیم شوي کود په وسیله خلاصېږي.

د دغه قولف یوه بله ښېګڼه دا ده چې د دنیا له هر ګوټه چې وغواړئ بندېدای یا پرانیستل کېدای شي.

د اټو قولف جوړوونکي وايي، په دې قولف کې د کودونو له یوه پرمختللي سیستمه کار اخیستل شوی چې په منظم ډول اپ ډېټ کېږي څو د هکرانو د حملو مخه ونیسي.

دا قولفونه به د سږ کال په مني کې بازار ته راووځي او لومړنۍ بیه به یې ۶۹۹ ډالره وي.

د دې لپاره چې د دغه قولف سیستم پېچلی دی باید د متخصصانو له لوري نصب او فعاله شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب