پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمفتي منیر شاکر ووژل شو

مفتي منیر شاکر ووژل شو

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۲۵مه】مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په یوه چاودنه کې ووژل شو.

لومړیو کې د پولیسو په وینا مفتي شاکر او درې نور کسان د لاسي بم په چاودنه کې ټپیان شوي وو.

خو وروسته د LRH روغتون ویاند په یوه ویډیویي پیغام کې دا ومنله چې مفتي شاکر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

نن ماښام مهال د خیبر پښتونخوا په اورمړو سیمه کې د نوموړي پر مدرسې لاسي بم غورځول شوی دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې یا شخص نه دی منلی.
نور جزیات وروسته له تاند سره وڅارئ…

4 COMMENTS

  1. سپینې سپینې ویونکی حقیقي او په دین صحیح پوه عالم هیڅکله د بې دینه او دین فروشو په مینځ کې ځای نلري. مفتي منیر شاکر د پاکستان جاهلو او بې دینه تش پنوم سیاسي ملایانو او د پاکستان حکومت په شریکه وواژه. یو خو موفتي صاحب ددین حقایق بیانول او دوهم جرم یې دا و چې کلک پښتون ؤ او د منظور پښتین ملاتړ یې په نره کاوه. انا لله وانا الیه راجعون، جنت فردس یې ځای شه.

  2. کافرستان ای ایس ای خنزیر وزلی ، بل دا د هیچا کار هم نه ده. غوړسري دوه خانان به همداسي وژني ځکه دوی په دې برسیره هم نارې وهي زنداباد پاکستان. که نن دوۍ له بلوچو سره وسله واخلي کافرستان ملیشې له دوی نه کډه کوي او دوی به پریږي. دریغه سي دوی هیڅکله هم دومره همت ونکړ او تل د عدم تشدد که (ادم تشدد) رمباړې وهي. دوی داسي نیکبخته نه دي لکه د منځنۍ اسیا جمهوریتونه سي ګرباچف او یا ایلڅین هغوی پریښودل او خوشې خیراتي ازادي یې تر لاسه کړه. دوی له موږ غواړي سي دوی ته ازادي واخلو. دوی لکه یهودو سي موسی ع ته وویل ولاړ سه ته او خدای د امالیکوو سره وجنګیږۍ موږ به دلته درته ناست یو. دوی هیڅکله هم د خپلې ازادی لپاره وسله نه اخلي. بس دغسي به یې تور لنګوهلی پنجابی وزني. 😌

  3. شاکر تور پنجابي کافرستاني ای ایس ای وزلی.بل هیچا دا کار نه ده کړی همداسي به غوړسري دوه سره خانان تل تور پنجابی وزني دوی خو دومره همت نه لری سي وسله واخلي او د ازادۍ لپاره لکه بلوچ اتلان وجنګیږي. دوی د خیراتي ازادي لکه د منځنۍ اسیا جمهوریتونه سي خدایی ازادي یې د ګرباچوف او ایلڅین له برکته تر لاسه کړه. مګر دوۍ دومره نیکبخته نه دي سي تور پنجابی ددوۍ پریږدي.دوۍ په دې تمه ول سي افغانستان به ددوۍ لپاره ازادي واخلي او وبه جنګیږي. دوی لکه یهودانو سي موسی ع ته وویل ! ولاړ سه ته او خدای د امالیکوو سره وجنګیږۍ د الیا ښار ازاد کړۍ بیا به وروسته موږ ښار ته ننوزو. دوی به تر قیامته دا همت ونکړي.تل نارې وهي زنداباد پاکستان ، پاکستان یې وزني دوۍ سره وته ټیټ نیولي. دوی تل بغارې وهي عدم تشدد( ادم تشدد) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...