تاند【شنبه د کب ـ حوت ۲۵مه】افغانستان کې د کډوالو نړېوال سازمان مرستیالې موتیا مسکون د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو په اېستنې اندېښنه ښودلې.
یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې موتیا مسکون روان کال کې د یاد سازمان کاري پلان له طالبانو سره شریک او په جبري ډول یې د کډوالو په اېستل کېدو اندېښنه وښوده.
سرچینې زیاته کړې، هوډ لري کډوالو ته د اړینو نغدي او غیرنغدي مرستو رسولو سربېره له پاکستانه د کډوالو د نوې لړۍ له پیل وړاندې د اغېزمنو مرستو په موخه طالبانو سره همغږي زیاته کړي.
بل لورته د کډوالو چارو وزیر هم د کډوالو او داخلي بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې بللې دي.
مولوي عبدالکبیر بیا ویلي چې، په دایمي ډول د کډوالۍ ستونزې د حل هڅه کې دي او کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو یې د اړوند مرستندویه بنسټونو پر مرستو ټینګار وکړ.
د کډوالو نړېوال سازمان داسې مهال په جبر د کډوالو اېستلو ته اندېښنه ښودلې، چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د روانې مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ورکړې ده.
هلته مېشت افغان کډوال د پولیسو له لوري وهل کېږي، او په یوه او بله بهانه زنداني کېږي.
تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د راولپنډۍ پولیسو ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي.
د دې راپورونو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۱۱۴ تنه افغانستان ته استول شوي او ۱۴۰ نور د تورخم د بندیدو له امله په یوه کمپ کې ساتل کیږي.