پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهله فضايي تمځي د ۲ ستورمزلو د راوستلو لپاره د ناسا او...

له فضايي تمځي د ۲ ستورمزلو د راوستلو لپاره د ناسا او سپېس‌ایکس ګډ ماموریت پیل شو

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) ناسا او سپېس‌ایکس په ګډه د جمعې په شپه فالکون ۹ راکټ په بریالیتوب د فلوریډا له کینیډي فضایي مرکز څخه فضا ته وتوغاوه چې له فضا څخه څلور ستورمزلي مځکې ته راولي.

د دې ماموریت موخه دا ده چې دوه امریکايي ستورمزلي بوچ ویلمور او سوني ویلیامز، چې نژدې نهه میاشتې یې په نړیوال فضایي تمځي (سټېشن) کې تېرې کړې دي، راستنېدو ته زمینه برابره کړي. ​

ویلمور او ویلیامز د ۲۰۲۴ کال په جون کې د بوینګ شرکت په سټارلاینر کپسول کې نړیوال فضایي تمځي ته لاړل خو د سټارلاینر په سیستم کې د تخنیکي ستونزو له امله، د دوی لومړنی اته ورځنی ماموریت وځنډېد. ناسا د لوړ خطر له امله پرېکړه وکړه چې سټارلاینر کپسول پرته له عملې ځمکې ته ستون کړي، او ویلمور او ویلیامز په تمځي کې پاتې شول. ​

د نوي عملې له رسېدو سره، ویلمور او ویلیامز به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې خپل سفر ځمکې ته پیل کړي، او که هر څه سم پرمخ ولاړ شي، په فلوریډا کې به په اوبو کې راکښته شي.

د دې ماموریت په ترڅ کې به څلور نوي فضانوردان شپږ میاشتې په نړیوال فضایي تمځي کې پاتې شي، چې دا د فضایي ماموریتونو معیاري موده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...