تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۵مه) د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل غندلي، او هغه يې د متحدوایالتونو په تاريخ کې “تر ټولو سپکوونکې پېښه” وبلله.
په عدليې وزارت کې د وينا پر مهال، ټرمپ وويل چې امريکا بايد د بګرام هوايي اډه ساتلې وای، ځکه چې دا د چين اتومي تاسيساتو ته نژدې موقعيت لري. هغه بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، ادعا وکړه چې اوس چين په دې اډه کنټرول لري.
ټرمپ زياته کړه:، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅاوه چې پر اوکراین برید وکړي، «ځکه کله چې هغه وليدل چې موږ څومره بد ښکاره شو… زه فکر کوم دا تر ټولو سپکوونکې ورځ وه—نه دا چې موږ ووتلو. زه به تر دوی ژر وتلی وای. خو موږ به بګرام ساتلی وای.»
ده همداراز وویل: «د دې اډې د ساتلو دليل دا و چې هغوی د چين د اتومي وسلو د جوړولو له ځای څخه يو ساعت ليرې وو، او هغوی پرېښوده.»
ټرمپ وړاندې وويل، هغه کسان چې د وتلو مسوول دي بايد قانوني سزا وويني.
له طالبانو سره د دوحې تړون د ټرمپ د حکومت په مهال لاسلیک شو. د ځینو راپورونو له مخې، ټرمپ خلیلزاد مجبوره کړ چې بې قید و شرطه تړون لاسلیک کړي.
خو ټرمپ وويل: «نه دا چې موږ باید والي نه وای، خو موږ به په وقار او ځواک سره وتلي وای. کله چې تاسو په دې اړه فکر کوئ، هغه کسان چې دا کار يې زموږ سره کړی دی بايد زندان ته ولاړ شي. هغوی بايد زندان ته ولاړ شي.»
متحدو ايالتونو او ناټو د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه له خپلو ځواکونو ایستل بشپړ کړل، چې ورسره یې په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورساوه. دا ګډوډ وتل د افغان حکومت د چټک سقوط او د طالبانو د واک ته راستنېدو سبب شو.
دغه سوډر په ککرۍ کې د مغزو په ځای پروړه ده. ایا دغه سوډر نه وه سي ویل یې ما له عبدل سره ( ملابرادر) یې عبدل بلل . زما په عسکرو د تلو په وخت کې حمله ونه کړۍ. خو دغسي جاهل بې مغزو امریکایان هم دي سي دغسي سوډران په دوۍ حکومت کوي. 😭😡