Homeخبرونهګوترېش، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې د تعصب پر زیاتوالي اندېښنه...

ګوترېش، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې د تعصب پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۲۵مه】د ملګرو متلونو سرمنشي انتوني ګوترېش وايي، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب په بې ساري ډول زیات شوی دی.

نوموړي، اسلام څخه د کرکې یا اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبرې کړې دي.

ګوترېش پر ایکسپاڼه په یوه پيغام کې له نړۍ غوښتي، چې د برابرۍ، بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې لپاره سره ګډ کار وکړي.

دغه راز اسلاموفوبیا سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت د اسټرالیا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د مسلمانانو پر ضد هر ډول کرکې او دښمنۍ سره مبارزه کوي.

له دې وړاندې کاناډا هم له اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه استازې ټاکلې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې هېڅ هېواد په رسمي ډول د اسلاموفوبیا ملاتړ نه کوي، خو فرانسه، امریکا، هند، چین او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي، چې ویل کېږي د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې او تعصب ملاتړ کوي.

د اسلاموفوبیا ضد نړیواله ورځ هر کال د مارچ ۱۵مه نېټه نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...