Homeخبرونهطالبانو د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولې ټاکلو هرکلی وکړ

طالبانو د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولې ټاکلو هرکلی وکړ

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۲۵مه】د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي نښو ټاکلو او لاسلیک شوي تړون هرکلی وکړ.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دوی د اوږدمهاله سرحدي اختلاف د تفاهم له لارې حل کول، د سیمې د ثبات، اقتصادي پرمختګ او متقابل باور د پیاوړتیا برخه کې یو مثبت ګام بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي: « افغانستان تل د سولې، تفاهم او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دا تړون به د مرکزي آسیا لپاره د پایدارې سولې او همکاریو یو نوی فصل پرانیزي.»

سرچینه زیاتوي چې تاجکستان او قرغیزستان د دوو کلونو خبرو اترو او مذاکرو وروسته، د خپلو سرحدي کرښو د تثبیت او نښه‌ کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.

تاجکستان او قرغیزستان د مرکزي آسیا دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې دواړه د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړې.

د دې دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې تل د سرحدي شخړو او اوبو د ویش پر سر له ستونزو سره ملې وې، خو په وروستیو کلونو کې یې د سولې او تفاهم هڅې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...