تاند (شنبه، د کی/ حوت ۲۵ مه) ځینې رسنۍ وايي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کې داسې پلانونه څېړل کېږي چې پر اساس یې د افغانستان، ایران او روسیې په ګډون د لسګونو هېوادونو د وګړو لپاره متحدو ایالتونو ته د سفر په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول کېږي.
دا خبر لومړی ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړ. دې ورځپاڼې د خپلو نامعلومو سرچینو له قوله لیکلي چې دا محدودیتونه به د ۴۳ هېوادونو پر وګړو تطبیق شي.
وروسته، رویټرز خبري اژانس ورته راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې دا پلان به د ۴۱ هېوادونو پر وګړو د ویزې په برخه کې محدودیتونه ولګوي.
د رویټرز د راپور له مخې، چې د جمعې په ورځ، د حوت په ۲۴ مه خپور شو، دغه لیست په درې جلا ډلو وېشل شوی دی:
لومړۍ ډله: ۱۰ هېوادونه، چې افغانستان، ایران، بوتان، کیوبا، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریه، وینزویلا او یمن پکې شامل دي. د دې هېوادونو لپاره به د ویزې صدور په بشپړ ډول منع شي.
دوهمه ډله: پینځه هېوادونه، چې بیلاروس، اریتریا، هایټي، لاؤس، میانمار، پاکستان، روسیه، سیرا لیون، جنوبي سوډان او ترکمنستان پکې شامل دي. د دې هېوادونو وګړي به د ویزې په برخه کې له جزوي محدودیتونو سره مخامخ شي، چې دا به پر سیاحتي او تحصیلي ویزو او نورو مهاجرتي ویزو باندې اغېز ولري. متحدو ایالتونو ته به د دې هېوادونو د وګړو سفر بشپړ منع نه وي، او شتمن سوداګر ممکن د سفر اجازه ترلاسه کړي. همدارنګه، د ویزې ترلاسه کولو لپاره به د دې هېوادونو د اتباعو لپاره حضوري مرکه لازمي وي.
درېیمه ډله: ټولټال ۲۶ هېوادونه، چې بیلاروس، پاکستان او ترکمنستان پکې شامل دي. د دې هېوادونو لپاره به د متحدو ایالتونو د ویزې صدور به جزوي وځنډول شي، پرته له دې چې د دوی حکومتونه په ۶۰ ورځو کې دننه د نیمګړتیاوو د رفع کولو لپاره هڅې وکړي، که نه نو دوی به له پورته دوو ډلو سره یوځای شي.
په دې لیست کې انګولا، انټيګوا او باربودا، بینین، بورکینافاسو، کمبودیا، کامرون، کیپ ورد، چاد، کانګو جمهوریت، دموکراتیک کانګو، دومینیکا، استوایي ګینه، ګامبیا، لایبریا، ملاوي، مالي، موریتانیا، سینټ کیټس او نیویس، سینټ لوسیا، ساؤ ټوم او پرنسیپ، وانواتو او زیمبابوې شامل دي.
یو امریکایي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کړې، ویلي چې په دې لېست کې بدلونونه راتلای شي او دا لیست لا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په شمول د حکومت له خوا تصویب شوی نه دی.
ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه یو اجرايي فرمان صادر کړ، چې له مخې یې ټولو بهرنیانو ته چې متحدو ایالتونو ته د داخلېدو اراده لري، د امنیتي څېړنو سختولو امر شوی ترڅو “د ملي امنیت ګواښونه” وپېژندل شي.
د دې امر له مخې باید دمارچ تر ۲۱ پورې د هغو هېوادونو لیست وړاندې شي چې له هغو څخه سفرونه په جزوي یا بشپړ ډول متحدو ایالتونو ته تعلیق شي، ځکه چې “د هغوی د څېړنې او څارنې اړوند معلومات په کافي اندازه بشپړ نه دي”.
تر اوسه د هغو کسانو وضعیت چې ګرینکارډ لري (چې په متحدو ایالتونو کې د قانوني دایمي استوګنې اجازه لري) او هغو کسانو چې مخکې یې د متحدو ایالتونو د سفر ویزه ترلاسه کړې، نه دی روښانه شوی.