Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد واخان - چین سړک د دوهم فاز قرارداد لاسلیک شو

د واخان – چین سړک د دوهم فاز قرارداد لاسلیک شو

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له یوې کورنۍ کمپنښ سره د واخان – چین سړک د دوهم فاز د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

دا پروژه، چې د افغانستان د ترانسپورټي زیربناوو په پراختیا کې مهم رول لري، د سیمه ییز اتصال او تګ راتګ په اسانولو کې به مهمه ونډه ولري.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، محمد یونس اخوندزاده، د دې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري او له ۷ تر ۱۰ مترو پورې سور به ولري، چې ټول لګښت یې ۱۳۴ میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د سیمې اقلیمي او جغرافیایي شرایطو ته په کتو د دې پروژې بشپړیدو ته شاوخوا یو کال وخت په کار دی.

د واخان سړک، چې افغانستان له چین سره نښلوي، د افغانستان د ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې له مهمو پروژو څخه ګڼل کیږي. تمه ده چې د دې پروژې بشپړیدا به، سربیره پر دې چې ترانسپورټ اسانه کوي، په بدخشان ولایت او شاوخوا سیمو کې د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...