Homeخبرونهپاکستان د افغانستان او هند خلاف په م.م. کې شکایت کوي

پاکستان د افغانستان او هند خلاف په م.م. کې شکایت کوي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وايي چې هېواد یې غواړي له تروریزمه د هند او طالبانو د ملاتړ پر ضد ملګروملتو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي.

 اکرم زیاته کړې چې په دې شکایت کې به هند او طالبان د افغانستان له خاورې څخه د تروریزم په صادرولو کې په رول لرلو تورن کړي

هغه ټینګار کړی چې راتلونکی ګام به په ملګروملتو کې له تروریزم څخه د هند د ملاتړ افشا کول وي.​

ده دا حرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه کمساري اقدام کې له کوټې څخه پېښور ته د یوه تلونکي ریلګاڼډي مخه ونیوله، په هغه کې سپاره پوځیان او نور امنیتي ځواکونه یې له ساعتونو برمته نیولو وروسته ووژل.

دې پېښې په پاکستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د حکومت او امنیتي ادارو پر پاتې راتلو ډېرې نیوکې وشوې.

د پاکستان پوځ او د باندنیو چارو وزارت د دغو نیوکو په منځ کې سمدستي وویل چې حمله کوونکو په افغانستان کې له خپلو طراحانو سره د مخابرې له لارې تماس درلود.

د طالبانو حکومت او هند د بلوچستان په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...