Homeخبرونهد مخابراتو وزارت وايي، تراوسه یې ۱۸ میلیونه سیمکارتونه ثبت کړي

د مخابراتو وزارت وايي، تراوسه یې ۱۸ میلیونه سیمکارتونه ثبت کړي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۸ میلیونه سیم‌کارتونه ثبت شوي دي.

دباختر خبري اژانس نن (شنبې) د دغه وزارت د ویندوی عنایت‌الله الکوزي، له قوله وویل چې په افغانستان کې د ټولو مخابراتي شرکتونو ټول سیمکارتونه ۲۶ میلیونو ته رسیږي چې د هغو له منځه ۱۸ میلیونه تراوسه ثبت شوي او د پاته سیمکارتونو د ثبت بهیر دوام لری.

عنایت‌الله الکوزي همداراز ویلي چې په افغانستان کې د سیمکارتونو د ثبت بهیر د مخابراتو وزارت له‌خوا څارل او مدیریت کېږي.​

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکې له ټولو مخابراتي شرکتونو غوښتي وو چې د مخابراتي سیم‌کارتونو د ثبت د کړنلارې له مخې، د خپلو مشتریانو سیم‌کارتونه ثبت کړي.​

د افغانستان پخواني حکومت هم د امنیت د تامین او د سیم‌کارتونو د ثبت هڅه کړې وه، خو دا بهیر بریالی نه شو.​

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...