شنبه, اپریل 26, 2025
Home+ولې مو ځینې خبرې، شیان نه هیریږي او ځینې مو هیریږي؟

ولې مو ځینې خبرې، شیان نه هیریږي او ځینې مو هیریږي؟

تاند – ښايي تراوسه مو په دې کله فکر کړی وي چې مهمې پېښې، لکه د ماشوم زېږون یا د کوم عزیز مړینه، کلونه په حافظه کې پاته کېږي. خو برعکس، ځینې نور شیان لکه دا چې تېره شپه مو څه خوړلي و یا څه مو ویلي و، عموماً په څو ورځو کې له ذهنه وځي.

په حقیقت کې، ټول شیان زموږ په ذهن کې یو ډول اهمیت نه لري؛ ځینې یې د ټول عمر لپاره په ذهن کې پاتې کېږي، په داسې حال کې چې نور ژر هېریږي. ساینسپوهانو دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې داسي کېږي او څنګه مغز دا انتخاب کوي چې څه هیر او څه په یاد وساتي؟

څېړنې ښيي، هغه پېښې چې احساسي اغېز لري، د مغز هغه عصبي اړیکې پیاوړې کوي چې زموږ خاطرې ذخیره کوي.

دا مهمې پېښې د یو ډول “سریښ” په توګه عمل کوي او هغه تجربې چې معمولاً به هېرېدلې، د حافظې برخه ګرځوي.

د بېلګې په توګه، که یو ماښام ډوډۍ یا خبرې اترې د داسې مهمې پېښې ترڅنګ شوې وي لکه د ماشوم زېږون یا د چا مړینه، نو دا خاطره به د اوږدې مودې لپاره په حافظه کې پاته شي.

د ډنمارک د آرهوس پوهنتون څېړونکو د دې پدیدې د لا ښې مطالعې لپاره د موږکانو په ماډلونو تجربه وکړه، ځکه چې د دوی د مغز فعالیت د انسان له مغز سره ډېر ورته والی لري.

د مغز حجرې “نیورونونه” (۱) نومېږي، چې د “سیناپس” (۲) په نوم د جوړښتونو له لارې سره نښلول شوي دي. دا سیناپسونه (۳) د ارتباطي چاینلونو په توګه عمل کوي او معلومات له یو نیورون څخه بل ته لېږدوي. هر نیورون تر سلګونو زرو پورې سیناپسونه لرلی شي.

ساینسپوهان باور لري چې خاطرې د سیناپسونو د پیاوړتیا او کمزورتیا له لارې رامنځته کېږي او له منځه ځي. د دې نظریې د ازمویلو لپاره، څېړونکو موږکانو ته دوې بېلابېلې تجربې ډیزاین کړې. په لومړۍ تجربه کې، دوی د “پاولوفي د شرطې کولو” طریقه وکاروله. دا طریقه، چې د ایوان پاولف له لوري رامنځته شوې، ښيي چې مغز څنګه د غیرمرتبطو پېښو ترمنځ اړیکې زده کوي.

په دې آزموینه کې، موږکان له یوه بې‌طرفه محرک سره مخامخ شول، چې وروسته ورته یو کمزوری برقي شاک ورکړل شو. دا شاک دومره کمزوری و چې خاصه اغېزه یې نه لرله، او موږکانو نه‌شوای کولی چې سبا دا پېښه په یاد ولري. خو کله چې څېړونکو په مصنوعي ډول د دې کمزورې خاطرې نیورونونه فعال کړل، حیرانوونکې پایله ترلاسه شوه – دا ځل موږکانو ته خاطره په واضح ډول ورپه یاد شوه.

په ورته وخت کې، څېړونکو ولیدل چې د دې خاطرې اړوند سیناپسونه هم پیاوړي شوي دي.

په دوهمه آزموینه کې، څېړونکو غوښتل معلومه کړي چې آیا یوه عادي تجربه د سیناپسونو د مصنوعي پیاوړتیا له لارې په یوې دوامدارې خاطرې بدلېدلی شي که نه؟

تصور وکړئ چې تاسو د ماښام ډوډۍ خوړلې او په عین حال کې مو په یوه لاټرۍ کې جایزه ګټلې. که دا دواړه پېښې یوځای رامنځته شي، امکان لري چې تاسو د همدې ماښام ډوډۍ د تل لپاره په یاد وساتئ.

په دې آزموینه کې، ساینسپوهانو مشخص سیناپسونه، چې له تجربې سره مستقیمه اړیکه نه لري، په مصنوعي ډول پیاوړي کړل او پایله یې حیرانوونکې وه.

د آرهوس پوهنتون د حافظې څېړونکی، ډاکټر صادق نبوي، وايي: «موږکانو وکولی شول چې کمزورې خاطره د بلې ورځې لپاره هم په یاد وساتي. تر دې هم جالب دا و چې د عادي تجربې اړوند سیناپسونه هم پیاوړي شول.»

 هغه زیاته کړه: «خو که موږ دا مصنوعي پیاوړتیا یوه ورځ وروسته تطبیق کړې وای، موږکانو دا په یاد نه شوای ساتلی. دا داسې ده لکه تاسو چې د همدې شپې ډوډۍ په یاد وساتئ، خو د بلې شپې ډوډۍ هېره کړئ.»

خو دا څېړنه ولې مهمه ده؟ په تېرو زمانو کې، حافظه د بقا لپاره یوه مهم وسیله وه، چې زموږ نیکونو ته یې دا اسانتیا ورکوله چې د خوراکي توکو سرچینې او چاپېریالي خطرونه په یاد وساتي.

تصور وکړئ چې تاسو څو ورځې وږي او تږي یاست، او ناڅاپه یو داسې ځای ته ورسېږئ چې هلته کافي خواړه او اوبه موجودې وي. آیا دا ځای به مو هېر شي؟ احتمال لري چې د دې ځای غیرمهم جزئیات هم در په زړه شي، ځکه چې د خوښۍ احساس، چې د خوړو موندلو له امله وي، پر مغز ژور اغېز لري.

دا مسئله د خطرونو په اړه هم صدق کوي. که تاسو په عادي ځای کې له یوه زمري، لېوه یا مار سره مخامخ شئ، هغه ویره چې تجربه کوئ، سبب کېږي چې دا ځای هېڅکله هېر نه کړئ.

په نننۍ نړۍ کې هم حافظه د ټولنیزو تعاملاتو او مسلکي موقعیتونو لپاره حیاتي رول لري. په حقیقت کې، حافظې خپل رول ساتلی، خو دا چې موږ څه په یاد ساتو او ولې مو په یاد پاته کېږي، بدل شوي دي.

——————————-

۱-  نیورون (neuron) عصبي حجرې ته وايي، نیورون د بدن د نورو اجزاوو په شان هسته، سیټوپلازم او غشا لري.

۲- سیناپس له یوناني کلمې (Syn) څخه اخیستل شوې او معنا یې (له یو بل سره) یا (جوړه کېدل) او یا (د دوو عصبي حجرو د ارتباط ځای) دی چې له یوه نورون څخه بل نورون ته د پیغام د لېږدېدو سبب کېږي.

۳- زموږ مازغه زموږ د فکر، احساساتو او فعالیتونو مسوولیت لري. د دې لپاره چې دا فعالیتونه په مازغو کې ترسره شي، د نورونونو (عصبي حجرو) ترمنځ د عصبي انتقال په نوم عملیه پېښېږي. نورونونه له هغې لارې چې سیناپس نومېږي، له یو بل سره ارتباط ټینګوي او عصبي انتقال ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...