شپږمه برخه
له اسلام څخه مخکې قبیلويت
په هغه سیمه کې چې د اسلام پلوشې خپرې شوې، ډېری قبیلوي پرګنې میشت وې. دوی به ویل: د خپل ورور مرسته وکړه، که تر ستم لاندې وي یا په بل ستم کوي. عربو د خپلو قبایلو له غړو سره په همدې قانون چلند کاوه؛ خو کله به چې قبیله ګڼه او لویه شوه، د یوې کورنۍ خلک به د بلې کورنۍ په ضد ودرېدل او د قبیلې د مشرتابه له پاره به یې، یو د بل وینې تویولې.
د (اوس) او (خزرج) او (عبس) او (ذبیان) او (عبد شمس) او (ربیعه) او (هاشم) او (مضر) او (قحطانیان) او (نزاریان) تر منځ ستونزې او جګړې د عربو د قبیلوي جاهلیت د وخت له نامتو جګړو څخه دي. هغه وخت قبایلو د اوږدې مودې د پاره، یو له بل سره په سوله کې ژوند نه شوای کولای او د کوچنیو ستونزو په وخت کې به یې تورې او ډالونه پورته کړل او په کلونو – کلونو یو د بل دښنه پاته کېدل!
استاد محمد بشیر انصاري د ابن خلدون په حواله لیکي: (دا قوم د خپل طبیعت له مخې وحشي او په چپاول لګیا و. دا وحشیتوب د دوی د جوړښت یو برخه و. له وحشیتوبه یې خوند اخست؛ ځکه د دې په مرسته یې د حکامو له فرامینو او قوانینو څخه سرغړاوه، د هېواد سیاستونه یې نه منل او ښکاره خبره ده چې داسې خوی او فکري جوړښت، له تمدن او پرمختګ سره په ټکر کې دی).
ابن خلدون په خپل نامتو کتاب (مقدمه) کې وړاندې لیکي: (دوی په چپاول مین وو او هر هغه څه به یې لوټل چې نورو خلکو به درلودل. دوی خپله روزي په غشو موندله او د خلکو د شتمنیو او وسایلو په لوټلو کې هېڅ وروستی کرښه نه درلوده)[1].
د عربو په جاهلي قبیلوي نظام کې د (اخلاق) تفسیر بېل و. دوی به (غیرت) او (شجاعت) او (مروت) ستایل؛ خو معناوې یې جلا وې. دوی (شجاعت) یا زړورتیا په جګړو کې ډېرو وژنو او سفاکئ ته ویل. (غیرت) لکه د ژوندیو لورانو خښولو ته ویل کېده او هغه ملاتړ (وفا) او (مروت) بلل کېده، چې د قبیلې غړو به یو له بل څخه کاوه. که څه هم چې هغه به په غلطه روان و. لنډه دا چې د عربو ټولنیز ژوند، د اسلام له راتګه مخکې په زړو او ورستو قبیلوي دودونو کې ایسار و او ان دیني عقیده/عقیدې یې هم قبیلوي بڼه درلوده.
د استاد محمد بشیر انصاري په وینا، سره له دې چې په حجاز کې د قران عظیم الشان او نبوي احادیثو، پلوشو ټوله سیمه رڼا کړه او د اسلامي امت د ټوکېدو د پاره درانه کارونه وشول؛ خو بیا هم پخواني قبیلوي ذهنیتونه دومره پیاوړي وو؛ چې کله نا کله په یې حتی ستونزې هم جوړولئ.
امویانو له ناعرب مسلمانانو سره تبعیضي چلند درلود او په ځینو یې جزیې لګولې وي. د واک په سر شخړي، په واک کې د برخې او ونډې ستونزې، د ځمکو او اوبو وېش، په خپلو تاریخي ویاړونو ژور باور، د خان زوی او د بزګر زوی، عرب او عجم، اموي او موالي او داسې نور د هغه قبیلوي ګروهې او ذهنیت زېږنده وو، چې واکمنۍ یې له پښو غورځولی ([2]).
امویان نسکور شول او عباسیان په کوفه کې واک ته ورسېدل، چې د عراق او خراسان ناخوښه قبایلو یې ملاتړ کاوه. عباسیانو هم ژر قبیلوي ډوله نظام ته مخه کړه، له قبایلو سره یې د مصالحې او معاملې تګلاره غوره وبلله او د خلکو د مسلمان کېدو په ځای یې، د عربي هڅوب (فرهنګ) د تحمیل کړنلاره لومړی کړه. لنډه دا چې عباسیانو هم د قبیلوي ستونزو او شخړو په حل کې بریالي نه شول او ځکه وسله وال او فکري مخالفتونه پیاوړي شول. لکه برمکیان، زنج (عراق)، بویهي او سلجوقي خوځښتونه (ختیځ)، فاطمیان (د افریقا شمال) او د حمداني قبیلوي دولت. دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د عباسیانو د وخت علمي پرمختګونه هم د ډېرې یادونې وړ دي چې د مسلمانانو په برخه شول او په ټوله نړۍ یې ژور اغېز وکړ.
عباسیان هم د یو قبیلوي لشکر د تورې په خرپ له پښو ولویدل. د منګولیا له ډاګونو څخه د چنګیز یرغل داسې یوه ټکه وه چې ډېره اسلامي سیمه کې په کلکه وځپله او وروستني عباسي خلیفه، المستعضم بالله د چنګیز د لمسي هلاکو خان د سپرو په لاس ووژل شو. په دې لړ کې د اوسني افغانستان ډېر داسې ښارونه چې د تیر 1500 کلونو کار او زیار له امله ودان شوي وو، له خاورو سره خاورې شول او ډېر پوهان د هند په لور وتښتېدل([3]).
له منګولیا څخه منځني آسیا، عراق او د اوسني افغانستان سیمو ته د چنګیز خان د خوځېدو په وخت کې، د قراقروم د ډاګونو په جنوب کې، هغه ترکي کوچیان چې په کېږدیو کې اوسېدل، ژر خطر ته ځیر شول. ځینې دا خلک د ایران په لور، ځینې د عراق شمال ته او ځینې قفقاز ته وخوځېدل؛ خو د (اغوزی) قبایلو (قایی) څانګې تورو ته لاس کړ. دوی په لسو کلونو کې د (کوندوز الپ) په مشري ان تر انقرې پوری خواره شول. د الپ زوی (ارطغرل) نومید. دا وخت د اوسني ترکیې په شمال ختیځ کې، د قونیې د سلجوقي سلطان او جلال الدین خوارزمشاه تر مینځ لویه جګړه روانه وه. (ارطغرل) د سلجوقي واکمن ننګه وکړه، خوارزمشاه ماته وخوړه او سلجوقي واکمن د خپلې واکمنئ او بیرانس سترواکی په سرحدي سیمه کې، د قایي قبیلې خلکو ته د استوګنې ځمکه ورکړه.
هغه وخت چې هلاکو خان د عباسي خلافت د ړنګولو له پاره په بغداد برید کاوه، د ارطغرل په کور کې عثمان وزېږید چې په 23 کلنۍ کې د قوینې د سلطان په امر، د ارطغرل رسمي ځایناستی وبلل شو. دا همغه عثمان دی چې وروسته یې عثماني سترواکي جوړه کړه.
په بغداد او نورو اسلامي سیمو باندې د چنګیز د اولادې له برلاسي وروسته، په زرګونو شیوخ، دراویش، غازیان، پوهان او جنګیالي د ځوان عثمان خوا ته وتښتیدل. هغه وخت چې په بغداد کې د عثماني خلافت جنډه په ځمکه وغورځېده، عثمانیانو دا جنډه بیرته ورپوله. په کال 923 هـ کې په قاهره کې وروستنی عباسي خلیفه المتوکل علی الله، استعفی وکړه؛ خو لومړنی عثماني خلیفه، سلیم، ځان په قسطنطینه کې خلیفه اعلان کړ. هغه لړۍ چې 600 کاله یې واکمني وکوله([4]).
عثمانیان په لومړي سر کې قبایلي کوچیان جنګیالي وو چې د ترکستان له جنوبي ډاګونو څخه داسې ترکیې ته لاړل چې ډېر خلک یې استوګن وو، ودان ښارونه او د پام وړ تمدن یې درلود؛ خو دوی د ډېر بدلون ځانګړتیا نه درلوده؛ ځکه یې هڅه وکړه چې د ډاګونو د ژوند اندودو/ طرز تفکر او دودونه، په ښاري ټولنو تحمیل کاندي. دوی فکر وکاوه چې دا نوی بشري ټولنه لکه یوه رمه غوندې اداره کړي. دوی د (یني چري) ډله جوړه کړه چې ډېر مسیحیان وو اوباید مجرد پاته وای. دوی دنده درلوده چې انسانې رمې وساتي او وپیايي. عثماني واکمنو په دویم ګام کې هغه کسان خسي کول چې د سلاطینو او د هغوي په کورني چاپیریال کې په خدمت لګیا کېدل. عثماني لومړی سلطان سلیم د کال 1517 د جون په 24 کې فرمان ورکړ چې ترکان له پردیو ښځو سره واده نه شي کولای او که څوک مصري ښځه لري، یا دې هغه طلاقه کړي او یا به په دار وځړول شي!
عثمانیانو په لومړیو دوو پیړیو کې د علومو او صنایعو پرمختګ ته هېڅ پاملرنه نه درلوده او ټول وخت یې په یرغلونو او فتوحاتو کې تېراوه. درېیم سلطان سلیم د کال 1774 له ماتې وروسته، د عصري علومو ښوونځي جوړ کړل او په پوځي جوړښتونو کې یې په بدلونونو لاس پورې کړ؛ خو پوځیانو وواژه([5]).
دا هغه وخت و چې لویدیځ پرمختګ کاوه، ماشین او بخار او برېښنا او نوی وسلې جوړېدل او عثمانیانو ته د نورو ماتو زنګونه په کړنګېدو وو. ناویلې دې نه وي پاته چې په عثماني واکمنئ کې به تل ډېر واک او ځواک د پوځیانو سره و او ژر – ژر به واکمن لیری کول او حتی وژل.
ځینو عثماني خلفاوو د خپلې واکمنئ په لومړي ورځ یا د (خول) د ایښولو په ورځ، خپل وروڼه یا زامن داسې وژل لکه کوم پسه چې د خوشالۍ دپاره حلالوي. لومړی سلطان بایزید دا دود پیل کړ؛ خو سلطان محمد فاتح شرعاً بنسټیز کړ. دې قانون خلیفه ته واک ورکاوه چې خپل باالقوه سیالان په همغه لومړي ورځ ووژني. دا قانون له بده مرغه د دیني علماوو شوری هم منلی و، چې یوه پېړۍ وروسته لغو شو او ځای یې زندان ونیو.
لنډه دا چې لویه عثماني سترواکي، د قبایلو د انددود له مخې په زور اداره کېده او د تمدن او پرمختګ او ماشیني کېدو لیواله نه وه. د مثال په توګه په استانبول کې د مطبعې جوړېدل یا د نوي منظم وسله وال پوځ جوړېدل په داسې وخت کې (ناجایز) وبلل شول، چې په اروپا کې مطبعې او چاپ 200 کلن عمر درلود. همدې عثماني سترواکي سره له دې چې، د سلطان محمد فاتح (اووم عثماني خلیفه) په شان هوښیار، عالم او زړور مشران هم درلودل، چې اروپا یې ولړزوله او د بیزانس یوولس پیړۍ پخه او اوږده سترواکي یې پای ته ورسوله او ډېر علمي او هنري بنسټونه یې جوړ کړل؛ خو دا لړۍ په اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو، تخنیکي وړتیاوو او حکومتولي کې، د لویدیځي اروپا په وړاندې کمزوره شوه او مخ په ځوړ وخوځیده.
د عثماني خلافت په ټوله موده کې، د عربو قبیلوي نظام په ځای پاته شو او ځینو به د خلافت له مرکزه باجونه اخستل. د عثماني خلافت یوه کمزورتیا دا وه چې کله به یې د یوې عربي قبیلي پاڅون، د بلې قبیلې په هڅولو پای ته ورساوه، چې دې چلند به پخواني قبیلوي تعصبونه لا پیاوړي کول.
عثماني خلافت په کال 1924 کې پای ته ورسېد او استعمار په سیمه (عراق، یمن، اردن، الجزایر، موریتانیا، لیبیا، موراکو، جیبوتی، سودان، سومالیا او عربي خلیج) کې، نوي عربي قبایلي نظامونه جوړ کړل. سره له دې چې دا لویه سیمه ټوله په مسلمانانو ډکه وه؛ خو قبیلوي کرکه دومره زوروره وه، چې د هر چا لاره بیله پاته شوه. په سیمه کې برتانوي او فرانسوي استعمارچیانو لکه پخوا چې قبایلي مشران د خپلواکي په نامه، د عثماني خلافت په ضد یو ځای کول او جګړو ته هڅول، په دې نوي پړاو کې د مسلمانانو یووالي نه غوښت او د خلکو د اذهانو د تسخیر د پاره یې داسې شیطاني ځالې جوړولې چې د دوی د استعماري موخو او تګلارو پلي کولو سره یې مرسته کوله.
لنډه دا چې د استعمار تیوریسنانو، د ختیځو او اسلامي هېوادونو خلکو د قبیلوي هڅوب د جګړو، تورو، وژنو، لوټ، کسات او لوړتیا غوښتنې عناصر، د خپلو مبلغینو له لارې ډېر تبلیغ کړل او قبایلو ته یې وښوده چې ستا دښنه یاغي او باغي او د مرګ مستحق دی([6]).
د دې لویې سیمې په دولتي جوړښتونو کې قبیلوي هڅوب برلاسی و. که به پادشاه مړ شو، زوی به یې ځای ونیو. په سعودي کې د دولت ټولې مهمې څوکۍ په یوه یا څو غټو کورنیو په لاس کې وی.
په ګاونډي ایران کې هم حالت همداسې و او مرکزي واکمنیو د کېږدیو د قبایلو د لاسه ښه ورځ نه ده لیدلی . که د (سامانیانو)، (آل زیار) او (آل بویه) په وختونو کې لږ ثبات راغلی، سمدلاسه ښارونو، صنایعو، سوداګرئ، تاریخ، فلسفې، ادبیاتو او هنرونو وده کړې؛ خو دې وضعیت ډېر دوام نه دی کړی او ژر بیا د قبایلو د تورو په خرپ، هر څه وران شوي او بیا ټولنه په انارشیزم کې ډوب شوې ده. په اصفهان کې د صفویانو 240 کلنه واکمني د افغاني قبایلو په زور له منځه ولاړه؛ خو ایران له ټولو قبیلوي واکمنیو سره – سره ژوندي پاته شو او د (ژبې) او (تاریخ) په مرسته یې له ډېرو ستونزو سره ډغرې ووهلې.
د 19 پیړۍ په پیل کې په ایران کې، د نوي تمدن او بدلون جرړې پیاوړې شوې، قبیلوي واکمنئ پیکه شوه او مشروط غورځنګ خلک راتلونکو بدلونونو ته چتمو کړل.
دلته دا یادون اړین دی چې په یو هېواد باندې، د بهرني لاسوهني یا ښکاره یرغل په څنګ کې، د ستونزو د کورنیو عواملو سپړل، څېړل او روښانه کول هم خورا ارځښت لري؛ ځکه د ډېرو ټولنیزه ستونزو جرړې د همدې پرګنو په منځ کې وي.
[1] ذهنیت قبیلوی، ص ۲
[2] ذهنیت قبیلوی، ص۱۰-۱۳
[3] ذهنیت قبیلوی، ص ۱۲-۱۵
[4] ذهنیت قبیلوی، ص ۱۵-۱۸
[5] ذهنبت قبیلوی، ص۱۵-۱۸
[6] ذهنیت قبیلوی، ص ۱۷-۱۹
تیره برخه