جمعه, فبروري 6, 2026
Home+قبیله څه شی ده؟| احسان‌الله ارینزی

قبیله څه شی ده؟| احسان‌الله ارینزی

 پنځمه برخه
قبیلهواقعا څه شی ده؟

انسان پېژندونکي دې پایلې ته رسېدلي چې قبیله هغه ډلهخلکو ته ویل کېږي چې ګډه سیمه، ګډ تاریخي میراث، ګډه وینه، ګډ فرهنګ، ګډ نوم اوګډه ژبه ولري. داسې جوړښت په لومړي سر کې په هغو ټولنو کې لیدلای شو چې نوي به له اشتراکي یا ګډ ژوند څخه راوتلي وو او زمکېاو تولیدي وسایلبه خصوصي کېدل. ([1])

دټبر/ قبیله پړاو یوه لویه ځانګړتیا دا ده چې متشکله خېلونه د خپلو تولیداتو پهسیمو کې، له محدودیتونو سره مخامخ کېږي او د خپل اقتصادي فعالیت ساحه له یوې سیمېڅخه بلې سیمې ته پراخوي.[2]

قبیله/ټبر د خېلونو/ طوایفو مجموعه ده. په ټبر کې په نسب شریک خېلونه یو ځای کېږي. کلهچې دا پړاو یا ټولنیز جوړښت وړاندې وخوځي او د کام/ قوم یا کانفدریسي جوړښت(موسسه) په زېږېدو پیل وکړي، نور نو د ټبرونو/ قبیلو د خېلونو تر منځ یوازې نسبياړيکي کفایت نه کوي. په دې پراخه او خوځنده پړاو کې د نسب او پلرینه خپلوي، دقضایاوو د حل او لارښونې د پاره کمواکه کېږي او دې ته اړ کېږي چې لومړی یوه بلهموسسه جوړه کړي. دا نوی موسسه چې له پخوانیو چوکاټونو  څخه وځي او سیاسي ماهیت مومي، ګوند دی چې یوګام مخکې بلل کېږې او د دولتونو جوړولو ته لار پرانیزي. په یونان کې د داسې مثالپیکه نښه شته.[3]

قبیله په حقیقت کې د پخواني طبیعي ژوند یو ډول دی چېپولې یې په خپلو منځونو کې روښانه دي. په بله ژبه د څو یا ډېرو خېلونو تر منځ د اړیکو څرنګوالی، د قبیلویت په هغه کودونو کېږي چې همدا خلک یی خپلهجوړوی او د دې خېلونو د غړو او یو تر بله د اړیکو د پارهټولنیز اصول برابروي. 

قبیله مخکې له دې چې د انساني ژوندانه په بهیر کې، یوجلا پړاو وي، د طبیعي ژوند یو ډول دی چې پخوا ډېر عام  و؛ خو د ښاریتوبپراختیا، مدني خوځښتونو،د ښوونې او روزنې پرمختیا، د تولیداتو او خدماتو ډېروالی،د سوداګرئ عامېدو او نورو انساني راکړو ورکړو، ورو-ورو د قبیلوي ژوند/ ذهنیت لمنلږ او دېره ټوله کړې ده.

اوس هم په نړۍ کې ډېر خلک په آسیا، افریقا او حتی امریکااو استرالیا کې، قبایلي ټولنیز جوړښتونه لري. امریکایي هندیان American Indians اوسره پوستي قبایليژوند لري. په استرالیا او نوي زیلند کې قبیلوي ټولنو ته، چې د دې هېوادونو اصلي اوپخواني اوسېدونکي دي Aborigines وایي.

په ایران کې هغه ډلې (ایل) چې ګډ تاریخ، وینه (نژاد)،ژبه او سیمه لري قبیله بلل کېږي. لکه لر، کرد، عرب، ترک، بلوڅ او پارسي قبایل. دویهغه ډله خلک هم قبیله بولي چې په رښتیا ګډ پلرونه او نیکونه لري؛ خو داسې پلرونهاو نیکونه به هم یادېږي چې کېدای شي واقعي نه وي ([4]).

ارواښاد استاد عطایی لیکی: قبیله په بشریتولنیز تاریخ کی خورا لیری او په مورواکه نطام کی  زېږېدلی؛ خو وخت په وخت یې د مادي شرایطو د بدلون په غېږ کې بېلبېل پړاوونه وهلی دی.

قبیله د پخوانیو لومړنیو اړیکو پالونکې موسسه ده، چې  د بدویت د دورو میراث یېباید وبولو او په هره اندازه چې مدنیت څپه پر راوهي په هغه اندازه یې فرعي موسساتلومړی پیکه کیږي او بیا له مینځه ځي([5]).

اریانا دایره المعارف لیکي: په بشري ټولنو کې د مادي، معنوياو اقتصادي ودې او پراختیا تر څنګ، یو ډول ټولنیز پرمختګ او وده هم شته چې هغهقبیلوي وده ده. یعنې انساني ټولنې د طوایفو او قبایلو له بڼې څخه د قومونو په بڼه،او د قومونو له بڼې څخه د ملتونو بڼې ته وده کوي او په پای کې د یوې لویې ټولنېبڼه غوره کوي.

طایفه، قبیله، قوم او ملت اتنيکي ډلې دي. اتنیک د یونانيژبې له انتیکوس( قوم) څخه اخستل شوی. په اتنیکي ډلو کې ځينې ګډ ټکي شته. دا ګډون دهغه د ټولو غړو تر منځ د طبقاتو او وګړنیزو توپیرونو سره-سره یو ټاکلی یووالیرامنځ ته کوي. لکه د ژبې، ځمکې، هېواد، اقتصادي ژوند، روحياتو، دود، دستور، ادابواو هڅوب ګډون، چې د تاریخ په بهیر کې له ځان څخه ټینګار او پایښت څرګندوي؛ خو خپلهتاریخ ټاکونکي عوامل نه دي. د تولیدي ځواکونو وده او د توليدي مناسباتو بدلون اوتکامل یوه اتنيکي ډله په بله اړوي. په دې توګه وینو چې دا ټولنیز ګډون او یووالیپه ژبه، دود، دستور، روحیاتو او هڅوب کې بدلون راولي. په پایله کې ویلی شو چې دیوې ټولنې اتنيکي پرمختیا او وده، همدې ټولنې د اقتصادي او ټولنیزې ودې تابع ده.

کله چې اقتصادي راکړه ورکړه دود او خصوصي مالکیت پیدا شو،په ټولنو کې طبقات منځ ته راغلل، د وینې له مخې اړیکو او خپلویو خپل ارزښت د لاسهورکړ، له بیلابېلو نژدې ټبرونو څخه د اقتصادي اړتیاوو له مخې، کامونه/ قومونه جوړشول چې خپل-خپل هېوادونه يې درلودل. کله ناکله د نورو خلکو د زمکو نیول او فتوحاتهم، د ټبرونو/ قبیلو د نژدې کېدو او د اقوامو جوړولو ته لاره اوره کړی ده([6]).

ارواښادسلیمان لایق ټبر/قبیله د انساني یووالي یو ډول او له طبقاتي ټولنې څخه مخکي وخت،ټولنیز سازمان بولي. ښاغلي لایق بیا ټبر/ قبیله په نورو اجزاوو وېشي چې ډېرایدیالوژیک منابع لری او زموږ له نورو تعریفاتو سره توپیر کوی.

لایقصاحب د قبیلې د پاره دا ځانګړتیاوې په پام کې نیسي: د استوګنې ګډه سیمه، د افرادوټاکلې اقتصادي اړیکی یا اقتصادی یووالی، یوه ژبه یا ګړدود، قبیلوي شعور، ګډ نوم اوملکی او پوځي مشرتوب یا د سپین ږیرو شوراګانی چې جرګې بلل کېږي([7]).

اوسبېرته راګرځو د ټبر/ قبیلې بحث ته. د قبیلې غړي فکر کوي چې په اصل کې د یو پلار او یوې مورزامن او لورانې دي. نسب یېیو، وینه یې ګډه او سیمه/ وطن یې یو دی.

ماته د پښتنې قبیلې په اړه د مطالعې په وخت کې څرګنده شوه،  چې موږ د انسانېژوندانه د تاریخي پړاوونو او جوړښتونو د پېژندنې په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې لرو.په دې برخه کې ډېر لږ څېړنیز کار شوی، په اکاډیمیکو مراکزو او محقیقینو کې د نظریووالی نشته او هر څوک د ملت، قوم، قبیلې، طایفې او …. په هکله د خپلو معلوماتوپه حدودو کې خپل – خپل نظریات لری، چې تر اوسه توحید شوي نه دی او له درانه تشتتسره مخامخ یاستو.

اوسد دې د پاره چې یوې لومړنی طرحې ته ورسو او د پښتنو په تاریخ او ټولنیز جوړښت کېیو بحث پیل کړو، له فرد څخه د ملت تر پړاوه دا جوړښتونه په پام کې نیسو:

دلتهدا خبره د یادولو وړ ده چې دا بحث د استاد وزیري، له هغه مقالې څخه اخستل شوی چې څوکاله مخکې د سیمه ییزه مطالعاتو په درې میاشتنی مجله کې خپره شوې. د داکتر غفور لېوال کور ودان چې د دې مقالې پته یې راکړه او د داکتر ظاهر شکیبمننه کوم چې د مقالې عکسونه یې ما ته واستول.

1 – کورنۍ Family

2 – ستره کورنۍ Joint Family

3 – کهول Great Joint Family

4 – پلرینه Sub Clan

5 – پښه Small Clan

6 – تپه Great Clan

7 – خېل Sub Tribe

8 – ستر خېل (یا قبیله) Tribe

9 – د قبیلو اتحادیه Tribal Union

10 – د قبیلو وړوکی اتحاد Tribal Sub Federation

11 – د قبیلو ستر اتحاد Tribal Federation

12 – د قبیلو پراخ اتحاد Tribal Federal Union

13 – د قبیلو کنفدراسیون Tribal Confederation ([8])

لهدې وروسته قوم/ کام او بیا ملت راځي.

د پاسنیو جوړښتونو لږ پېژندګلوی داسې ده:

کورنی Family: یو نارینه او یوه یا څو مېرمنې یوه کورنئ جوړوي.

ستره کورنئ  Joint Family: څو په وینه او رګ تړلې کورنئ یوه سترهکورنئ جوړوي. لکه د یو پلار د څو زامنو د اولادونو ستره کورنئ.

کهول Great Joint Family: د استاد وزیري د هندسي اهرم له مخې، څوسترې کورنئ یو کهول جوړوي. لکه د وروڼو د زامنو د سترو کورنیو کهول.

پلرینه Sub Clan:د څو کهولونو له يو ځای کېدن څخه پلرینه جوړېږي.

پښه Clan Small: څو په وینه تړلې پلرینې یوه پښهجوړوي. 

تپه Great Clan:د استاد وزیري د اهرم له مخې، څو په وینه تړلې پښې یوه تپه منځ ته راولي.

خيل ( زی) Sub Tribe : د پاسني وېش له مخې څو په وینه تړلې تپې،یو خېل ( زی) یا عربي طایفه منځ ته راوړي. له دې وروسته ټبر/ ستر خېل/ قبیله او بیا د قبایلو اتحادیېراځي. له هغه ځایه چې خېل د ټبر/ قبیله په جوړښت کې، دېر ټاکونکی ځای او دریځ لري،په دی ټولنیز جوړښت به لږ ډېرې خبرې وکړو.

خېل یو نسبي سیستم دی، چې د قبیلويټولنې لومړی بنسټ بلل کېږي. هغه وخت چې انسانانو د Savagery پړاو پای تهورساوه او  Barbarism پړاو پیل شو، خېلیا Gensپه ابتدایي بڼه منځ ته راغی. څېړنې وایي چې د دې جوړښت پېل مورواکه ټولنې ته رسيچې میندې معلومې وې او ټول خېلونه دښځو په نامه وو.

د خېل په نسبي رابطه کې وینه سپېڅلېده او هغه کسان ریښتنی خپلوان ګڼل کېږي چې په وینه سره شریک وی.

Savagery لهتاریخ څخه په مخکنیو وختونو کې، هغه پړاو دی چې انسان دا وس( ځواک) وموند چې تیارطبیعی تولیدات د ځان کړي. دا پړاو په ښکته، منځوئ او پورته پوړیو وېشل شوی دی. پهښکته کې انسان لا د تودو ځنګلي سیمو استوګن دی. په منځوی پوړ کې اور پیژني او پهپورته کې غشی او لینده جوړوي. په دې پړاو کې انسانان ډله ییز یا ګله اي ژوند لری.

Barbarismهم له تاریخ څخه د مخکنیو وختونو خبره ده او دا هم دری پوړئ لری. په ښکته کېانسانان د خټو لوښي جوړوي، په منخوي پوړئ کې په ختیځ کې د څارویو روزنه پیل کېږياو په لویدیځ کې کرنه پراختیا مومې او په پورته کې د وسپنې ډبرې ویلي کوي او وسپنهلاس ته راوړي([9]).پهدې پړاو کې د انسانانو ډله ییز ژوند په لږ ټولنیز ژوند بدلېږي او نوره دا اړتیا نهوي چې په غټو انساني ډلو کې ژوند وکړي.

کله چې مورواکي کمزوری او پلارواکيجوړه شوه، د (خېل) او (زي) پړاو دوام وموند. استاد عطایي لیکی چې د پښتني ټبرونو/قبیلو په لست کې، داسې خېلونه شته چې د ښځو په نامه مسمی دي. لکه متوزي، زخه خېل،راڼي زي او داسې نور.

غلجي قبایل متوزي هم بلل کېږی. دا دبیټ نیکه لور بی بی متو ده چې د غورد پاچا په زوی واده وه او اولاده یې متوزي بللکېده.

زخه خېل په اپریدو کې د زخي انااولاده ده. زخي د اپریدي (عثمان) د لمسي (ماپي) د زوی (اولا) ماندینه وه.

همدارنګه د پېښور ککیاڼوخېل د خپلېانا بی بی ککئ په نامه یادېږي، چې د ( کند نيکه) د زوی ( ښیخي) لمسئ وه.

په یوسفزو کې راڼي زي او عایشه زي اوپه سهاک کې توتیاخېل هم هغه ټبرونه باله شي، چې ښځینه نومونه لری او په پښتنو کې دمورواکه ټولنی د وختونو ښه استاریتوب کوي. هغه مسله چې باید د اکادیمیکو مراکزو دپام وړ وګرځي او ژورې څېړنې پرې وشی.([10])

خېل، ټبر او کام دری هغه عمده ژونديواحدونه دي چې هره هغه قبیله یې لري چې منظمه وده یې کړي وي. ژوندي په دې معنی چېپه ټاکلي وخت کې زېږي، تر ټاکلي وخته وده مومي او بیا مري. پاس هر واحد په خپل منځکې نور کوچني واحدونه هم لري چې ډېر وخت یې حدود مغشوش دي ([11]).

په لرغوني یونان او پخواني روم کې، ددې دریو واحدونو نومونه شته. 

شمېر

پښتو

لرغونی یونان

پخوانی روم

عرب

1

خېل

جینیا Genea

جنیټز Gentes

طایفه

2

ټبر/ قبیله

فریټری Phratry

کیوریا Curio

قبیله

3

د ټبرونو/ قبیلو اتحادیه

کانفدریسی Confedracy

ناتیو/ نیشن Nation

قوم/ ملت

 

 پاس جدول وایي چې Genea د(خېل)، Phratry دوروڼو خېلونو د مجموعئ یا ټبر/ قبیله او کانفدریسی د ټبرونو/ قبیلو د اتحادییمعناوې لري ([12]).

د خېل په پړاو کې د ټولو خېلوالواقتصادي فعالیتونه سره مشابه وي، په دویم پړاو یا ټبر کې خېلونه د پخواني تولید پهسیمه کې له محدودیتونو سره مخامخ کېږي او په نویو هڅو پېل کوي، مهاجرتونه پېل کېږياو د اقتصادي فعالیت ساحه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته پراخېږي.

په درېیم پړاو یا کام/  قوم کې د اقتصادي فعالیت سیمه، د ټبر پړاو پهپرتله لوېیږي او په څرنګوالي کې یې هم بدلونونه لیدل کېږي. خصوصي مالکیت منځ تهراځي، اقتصادي مهارتونه ډېرېږي او د دولتي ډوله جوړښتونو تته څېره په ښکارېدو شي ([13]).

په لرغوني یونان کې اګورا Agora جرګې، چې پهکنفدریسي پړاو کې منځ ته راغلې وه، د ټبرونو استازي ټول او مشر Basileus وټاکه، چې پهیونان کې د دولت لومړنې بنسټ بلل کېږي. په افغانستان کې د میرویس خان هوتک اواحمدشاه بابای ابدالي لویې جرګې هم عیننا همداسې دریځ لري، چې د ټبرونو/ قبیلو داتحادیو د ودې په وخت کې جوړې شوې او د لومړنیو افغاني دولتي تشکلاتو پیلامې بللکېږي([14]).

په لرغونو آریايي ټولنو کې، شپږنومونه وو چې دوه-دوه یې له یو واحد (خېل، ټبر، کام) سره برابر دي: کهولا، ګوترا،ګوشتي، ګراما، ویسه او جانا.

کهولا – په نغري شریک،

ګوترا – په غوجل شریک،

ګوشتي – په څړځای شریک،

ګرما – په کلي شریک،

ویسه – د لوي کلي شریک (د کلیومجموعه)،

جانا – په یوه جنګي کلا شریک.

دا شپږ واحدونه په دې ډول په دریوبدلېدای شي: کهولا او ګوترا د (خېل) د پړاو واحدونه دی. په دې وخت کې تولیديفعالیت ډېر نه وي پراخه شوي او د خوړلو یا کار څاروي په یوه غوجل کې ساتل کېږي اود (خېل) محدود غړي په یو نغري ټولېږي او یو ځای اوسي.

په دویم پړاو (ګوشتي او ګراما) کېڅړځایونه ګډ وي. دا وخت کوچیاني او شپونتوب ژوند پېل شي، تګ راتګ ډېر شي اومهاجرتونه پیل شي چې دا د ټبریز/ قبیلوي ژوند له ځانګړتیاوو څخه شمېرل کېږي. داسېکوچیان او پوونده سیار کلي جوړوي او په هغه سیمو کې چې ځمکې وي.، ورو – ورو کرنهپېل کېږي او لومړنی ثابت کلي جوړېږي.

ویسه او جانا په آریایي ټولنه کې دکام/ قوم د پړاو استازیتوب کوي چې د کمکیو کلیو له مجموعو څخه لوي کلي جوړ شوي اوټولو به په ګډه یوه جنګي کلا درلوده ([15]).

دلتهدا خبره د یادولو وړ ده چې (خېل) او (زی) دواړه یو شان کارول کېږي. د افغانستان په جنوب لویدیځه سیمه کېچې ډېر (دراني) اوسي، معمولاً (زي) کارول کېږي. لکه بارکزي، پوپلزي، الکوزي،اڅکزي، نورزي، علیزي، اسحاقزي او داسې نور.

په غلجیو کې (خېل) عام دی. لکه سلیمان خېل، علی خېل،ملاخېل او داسې نور؛ خو (زي) هم لري لکه احمدزي.

په غلجیو کې داسې ډلې هم شته چې (خېل) او (زي) نه لري.لکه خروټي، تره کي، هوتک او نور.

په درېیمه پښه یا کرلاڼیو کې په پاسنیو پوړیو کې (خېل)او (زي) نشته؛ لکه: وزیر، مسید، داوړ، اپریدي، شینواري، خټک، ځدراڼ، منګل، ځاځي،وردک او نور.

د ښاغلي وزیري په وینا (زي) اصطلاح د وینې او رګ پیوستونڅرګندوي او (خېل) د ټولنې جوړښت یا ډلې په معنی راځي ([16]).

لکهڅڼګه چې مخکې هم وویل شول، له خېل څخه وروسته نور عناوین هم لرو:

 ستر خېل Tribe:سترخېل/ ټبر/ قبیله چې د خېلونو یا زیو مجموعې ته ویل کېږي او زموږ د بحث ا صلی منځپانګه جوړوي.

دقبیلو اتحادیه Tribal Union: د استاد وزیری په لیکنه کې، له ټبر/ قبیلهڅخه پورته د ټبرونو/ قبایلو اتحاديي دی:  د قبیلو اتحادیه Tribal Union، د قبیلو وړوکی اتحاد Tribal SubUnion، د قبیلو ستر اتحاد  Tribal Federation، د قبیلوپراخ اتحاد Tribal Federal Union  او دقبایلو کنفدراسیون Tribal Confederation او وایې چېدا له کورنئ څخه تر کنفدراسیون پورې، د قبیلې د جوړېدو، ټولېدو او پایښت ارګانیکتاریخي بهیر دی. په دې حساب د پښتنو دراني( ابدالي)، غلجي او کرلاڼی د قبیلو یاټبرونو اتحاديې دی چې په لسکونو قبیلو یی په لمن کې ځای شوی دي.

دافغانستان برخليک او ختیځ پښتانه (۱۸۸۰-۱۹۸۰م) کتاب هم، له ټبر/ سترخېل/ قبیله څخهپورته جوړښتونه مني او یو ځای لیکي: وردګ د توکمي رابطې او قومي خټې له پلوه دپښتنو د کرلاڼي قبایلي فدراسیونیوه څانګه ده([17]).

استاد عطایی هم په اتلسمه پېړئ کې د ټبرونو اتحادیه یادوي. چې د میرویس خان هوتک او احمدشاه بابای ابدالیدولتونو ته یې د جوړېدو لارې پرانیستې. داستاد په کتاب کې دداسې اتحادیو د ځانګړتیاوو په هکله شرح نشته.

دسرڅېړونکی مرستیال حسن ګل بانډه وال، د پښتنو د ټولنیزو جوړښتونو پړاوونه داسېلیکي چې له استادانو وزیري او عطایی سره توپیر لری:کورنې، کهول، خېل، پښه، تپه اوکام/ قوم([18]).

کندي: د استاد عطایي په وینا کندي په قبیلوي جوړښت کې،یو محلي ناحیوي واحد دی چې تر کلي محدود دی او په ځینو ځایونو کې. د لوی کهولاستوګنځای بلل کېږي. د شیخ ملي په دفتر کې د زمکو وېش د کندي په حساب کېده.

د استاد عطایي په وینا د پښتني انسابو په لوړو کړیو کې،( کند) له ( ځمند یا زمند) سره یادېږي چې یو قبیلوي واحد دی. لویدیځ قبایل دا کند(ګنډه) بولي چې نارینه پرتوږ ته اشاره ده او مثلا پوښتنه کوي: د چا له ګنډې یې؟یوسفزي د قبیلې د لاندینیو برخو یو واحد ته ( کندي) وایي، مستشرق الفونستن د کليهغه برخه کندي بولي چې جلا (خېل) پکې اوسي([19]). په نورو اخځونو کې د کندي ذکر نشته.

لکه چې وینو دلته (خېل) ډېر وړوکی شوی دی. لکه یوازې څو کورنئ. په داسې حال کې چې استاد عطایی خپله د کتاب په ۲۰۲ مخ کې وایي چې کام/ قوم له پښې څخه نیولې تر (خېل) پورې ټول واحدونه په غېږ کې نیسي.ښکاره خبره ده چې په دې منځ کې به ډیر واټنونه او ډېر واحدونه حضور ولری([20]). بله موضوع دلته دا ده چې دلته قوم دکرشوی، په داسې حال کې چې قوم د قبیلو د اتحادیو او نورو پاسنیو کړیو مجموعې ته ویلکېږي 



[1] خېل او وېش، ص ۲۲

[2] خېل او ویښ، ص۹

[3] خېل او وېش، ص ۲۱-۲۲

[5] دپښتني قبیلو اصطلاحي قاموس، ص – ز

[6] اریانا دایره المعارف، ۵ ټوک، کابل، ۱۳۹۲ هه ش، ص ۵۶۰

[7]اکادمی علوم، ۱۳۶۵ هه ش، ص ۱-۳ مختصری در مورد قبایل پشتون، سلیمان لایق، مرکز علوم اجتماعی

[8] سیمه ییز مطالعات، ص ۶۲

[9] خيل او ویش، ص ۵۳

[10] خېل او ویش، ص ۲۲-۲۴

[11] خيل او وېش، ص ۸

[12] خېل او وېش، ص ۹

[13] خېل او ویش، ص ۹

[14] خېل او ویش، ص ۵۵

[15] خېل او ویش، ص ۱۰

[16]سیمهییز مطالعات، لومړی ګڼه 1385 هـ ش، 65 مخ.

 

[17]برخلیک او ختیځ پښتانه، داکتر وارث محمد وزیر، ۱۳۷۷ هه ش، پېښور، ص۳۱۳ د افغانستان

[18] پښتني قبیلې او خېلونه، د علومو اکادمئ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز،۲۰۰۱، کابل، ص ۸

[19] دپښتنی قبیلو،ص ۲۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...