جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونسکو د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت نن غونډه جوړوي

یونسکو د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت نن غونډه جوړوي

تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوالو د پام راګرځولو په موخه نن (جمعه، د کب ۱۷مه) پاریس کې غونډه جوړوي.

یونسکو ویلي، د دې غونډې موخه د نړیوال پوهاوي زیاتوالی او د افغان ښځو د حقونو دفاع ده.

سرچینه وایي دا غونډه داسې مهال جوړوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ازادۍ او د زده‌کړو لاسرسی ډېر محدود شوی دی.

بل لورته ملګرو ملتونو د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو پرون (پنجشنبه) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو حقونه په نړیواله کچه له بې‌سارو ګواښونو سره مخ دي.

دغه ګواښونه د تبعیض زیاتوالي او قانوني ملاتړ له کمېدو نیولې تر هغو بودیجوي محدودیتونو چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره ځانګړې شوې وې، په ګوته شوې دي.

“له بیجینګ ۳۰ کاله وروسته، د ښځو پر حقونو بیاکتنې” په نوم دغه راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې یوه‌ پر څلورمه برخه حکومتونه د ښځو د حقونو په برخه کې کم راغلي دي.

د راپور له مخې د ځینو پرمختګونو سربېره، لا هم له ۹۰ کمو هېوادونو د یوې ښځې رهبري تجربه کړې ده. دغه راز شمېرې ښیي چې هرو ۱۰ دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ د خپل ژوند د شریک یا د کورنۍ د کوم غړي له لوري وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش ویلي، د ټولنې پرمختګ د ښځو او نجونو د پرمختګ پورې اړه لري.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې نړۍ لا هم د ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې په تېرو لسو کلونو کې په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو شمېر د اندېښنې وړ کچې ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو فعالان هره ورځ د ځورونې، شخصي بریدونو، او ان د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...