جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې...

پاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې رد کړې

تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې پاکستان کې پر کابل هوایي ډګر د برید د طرحه کوونکي د نیولو په غبرګون کې ویلي و چې دغه چاره پاکستان کې د داعش د پټنځایونو شتون ښيي.

په داسې حال کې چې پرون (سې‌شنبه د کب ۱۴مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې، امریکا د پاکستان په همکارۍ یو ترهګر نیولی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل هوايي ډګر مخې ته مرګوني برید رهبري کړې ده.

د طالبانو ویاند مجاهد وروسته له یوې رسنۍ سره په ځانګړو خبرو کې وویلي، چې داعش ډله د پاکستان د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د تربیې یو مرکز هم خلاص کړی، چې له دې مرکز څخه تمویل کوي او د پاکستان نظامیانو تر حمایې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې؛ داسې معلومیږي، چې دوی د داعش پدیده د خپلې وسیلي په ډول استفاده کوی.

تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په ځلونو پاکستان د داعش پر ملاتړ تورن کړی خو پاکستان بیا رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. دې ته وایي کول او پاکول. کله چې داسې یو ازاد افغان دولت جوړ شي چې غلام او منافق نوي باید د پاکستان سره ټولې پولي وتړي او هر راز اړیکي او تجارت ورسره بند کړي. اوسنی دولت د اعتبار وړ ندی ځکه ددوی په هره کړنه د پاکستان سره شکونه دي او ددوی هر کردار او رفتار د سوال لاندې دی. ځکه ددوی شروع او اختتام د ای اس ای د اکوړه مدرسې سره تړلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...