جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ روسو فوبیا Rosso Phobia / عبدالباري جهاني

 روسو فوبیا Rosso Phobia / عبدالباري جهاني

 په دې وختونو کي ځیني افغان لیکوالان او محققین د یوکراین د بحران او د هغه د ایجاد او دوام علت یوازي روسو فوبیا یا له روسیې څخه وېره بولي او ګواکي د یوکراین په جنګ کي روسیه پر حق او یوکراین او د هغه ملاتړ کوونکي ځکه پر ناحقه دي چي روسیه یې پر یوکراین باندي حملې او د هغه هیواد تباه کولو ته مجبوره کړې ده!

فوبیا داسی روحی حالت دی چي یو سړی یا یوه ټولنه له یوه داسي شي څخه وېره لري چي هغه واقعیت نه لري او یا اصلاً موجود نه وي. مثلاً اسلامو فوبیا Islamo Phobia یوه داسي طرح یا موضوع ده چي غربي حکومتونو، د خپلو خاصو سیاسي اغراضو لپاره، په ډېر ظالمانه شکل ایجاد کړې او عمومیت یې ورکړی دی. په دې کي شک نسته چي مسلمانان به پر فلسيطینیانو باندي د اسراییلو د ظلمونو او تېریو له امله غرب ته په غوسه وي او ځینو افرادو یا ډلو به د غربیانو پر ضد ټروریسټي اعمالو ته لاس اچولی وي. مګر د دې معنا دا نه ده چي یا اسلام د غربیانو دښمن او یا ټول مسلمانان ټروریسټان دي. که داسي وي نو له هغو عربي هیوادونو سره، چي د امریکا دوستان دي، څرنګه هرکال د سل ګونو بیلونونو یا څو ټریلیونو معاملې څزنګه کیږي او متحده ایالات څرنګه پر خپلو دښمنانو باندي د بیلونونو ډالرو عصري وسلې پلوري.

مګر روسو فوبیا یا د روسیې د پراختیا غوښتني له پالیسی Expansionist Policy وېره، له څه باندي ۲۰۰ کلونو راهیسي، یو واقعیت دی. پر دې واقعیت باندي که څوک سترګي پټوي نو هسي به ځان او نور غولوي. روسیې د اته لسمي پېړۍ له پای څخه د شلمي پېړۍ تر پایه پوري د مرکزي اسیا د مستقلو اسلامي ملکونو خاوري پرله پسې لاندي کړي او پر دې برسېره یې داسي غیر انساني سلوک ورسره کړی دی چي نه یوازي یې د هغوی خاوره لاندي کړې او دوه قرنه یې ساتلې ده بلکه د هغوی د ملکونو د اشغال په دوران کي یې په سل هاوو زره بېګناه انسانان ورقتل عام کړي دي. اوس که چیري د منځنۍ اسیا مسلمانان له روسیې څخه وېره ولري دا به موږ روسو فوبیا بولو؟؟

دا مو باید يه یاد وي چي يه منځنۍ اسیا کي تر اوسه پوري دیکتاتوري رژیمونه واک لري او هیڅ جمهورریس یې تر پیوټین په کمه دیکتاتور نه دی. دا ځکه چي قدرت ته رسېدلي کسان ټول د شوروي اتحاد د کمونیسټ رژیم بقایا دي.

زه افسوس کوم چي ځیني افغان منورین او حتی مورخین د روسیې په مقابل کي د غربي نړۍ او نورو هیوادونو اقدامات د روسو فوبیا محصول بولي. ګواکي د روسیې د پراختیا غوښتني له سیاست څخه وېره اساس نه لري.

د روسیې د حکومت د پراختیاغوښتني پالیسی له تزاري روسیې څخه بیا تر کمونیسټی روسیې او په ۱۹۹۲ کال کي د کمونیزم له اضمحلال څخه تر اوسه پوري هیڅ ډول تغییر نه دی کړی. همدغه پیوټین د چیچنیا په سل هاوو زره انسانان د خپلواکۍ غوښتلو او د خپلواکۍ غوښتونکو څخه د ملاتړ په ګناه قصابي او خاموش نه کړل؟

له اوسنۍ روسیې څخه مخکي، د شوروي اتحاد حکومت، په ۱۹۵۶ کال کي، د ټولي نړۍ په مخ کي پر هنګري باندي حمله وکړه او د هغه هیواد صدراعظم اِمراناج یې د پایتخت بوډاپست په منځ کي په دار کړ. د شوروي اتحاد حکومت په ۱۹۶۷ کال کي د پراګ د پسرلي د ځپلو لپاره ټانکونه واستول. د هغه هیواد قانوني حکومت یې نسکور کړ او خپل لاس پوڅی حکومت یې کښېناوه.

د شوروي اتحاد حکومت د ۱۹۷۹ کال د ډسامبر پر څلېرویشتمه پر مستقل افغانستان باندي حمله وکړه. کمونیسټ حفیظ الله امین یې وواژه او د ببرک کارمل په نوم یو بل کمونیسټ یې، چي له کې جي بي سره یې د مزدوری سابقه درلوده، قدرت ته ورساوه. د دافغانستان په اته کلن اشغال کي یې په سل هاو زره انسانان قتل کړل او په میلیونو یې مهاجرت ته مجبور کړل. تر څو چي د افغانانو د مقاومت په نتیجه کي تر لس هاووزره پوځي تلفاتو وروسته، په ټیټ سر ووتل. دوی په خپله خوښه نه دي وتلي او که په افغانستان کي دوامداره او سرښندونکی مقاومت او د غربي او اسلامي نړۍ ملاتړ نه وای تر اوسه پوري به هم نه وای وتلي.

د ختیخي اروپا او بالټیک هیوادونو په ۱۹۹۲ کال کي، د شوروي سسټم له اضمحلال سره سم، یو په بل پسې خپلواکۍ اعلان کړې. کریمیا د یوکراین د یوې برخي په حیث وپېژندل سوه. د روسیې جمهورریس پیوټین په ۲۰۱۴ کال کي پر کریمیا باندي حمله وکړه او هغه ټاپووزمه یا جزیره نما یې رسماً خپله خاوره اعلان کړه، که څه هم چي تر اوسه پوري هیڅ هیواد د روسیې دا دعوه په رسمیت نه ده پېژندلې. روسیې د ۲۰۲۱ کال په ژمي کي د یوکراین په لوېدیځ او شمال کي ۱۵۰ زره قوه ځای پرځای کړه او هر ورځ یې د یوکراین پر لور پرمختګ کاوه. بالآخره یې پر یوکراین باندي حمله وکړه. د هغه هیواد په لوېدیځ کي یې، د روسانو په خوښه خپلواک جمهورریسان کښېنول او د ټول یوکراین نیولو ته یې ملا وتړله. پایتخت کیف او نور ښارونه یې ، د روسي استعمار د کلتور سره سم، بمباري کړه. ښوونځي، روغتونونه او هر ځای یې جلا جلا وویشت. ټوله نړۍ یې د تباه کوونکو او غیرانساني اعمالو شاهدان دي.

د روسیې پلمه دا ده چي یوکراین غوښتل د ناټو غړی سي او دوی خپلي خاوري ته دا مستقیم تهدید نه سوای منلای. د دې تهدید سزا باید د یوکراین ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو لیدلې وای!!!

د ټرمپ حکومت، په خپله ټوله بې شرمي، د یوکراین مظلوم هیواد یرغلګر او له روسیې سره د جنګ د پیل کولو مسوول وباله. د همدغي سپین سترګی په ادامه یې، په سعودي عربستان کي د روسیې له عالي رتبه هیات سره، د یوکراین په باره کي، په داسي حال کي، خبري وکړې چي د یوکراین په استازیتوب هیڅوک حاضر نه وو.

څو ورځي وروسته یې د یوکراین جمهورریس ولادیمیر زیلینسکی سپیني ماڼۍ ته راوغوښت او قصداً یې د خبریالانو او ټولي نړۍ په مخ کي داسي سپک کړ چي د ډیپلوماسی په تاریخ کي یې چا مثال نه دی لیدلی. حتی د ټرمپ او د هغه د مرستیال له سپک وضعیت څخه مخکي، د ژورنالیسټانو له قطار څخه یوه تن په لوړ آواز له زیلینسکی څخه پوښتنه وکړه چي دا څرنګه لباس دي اغوستی دی؟ او له دې څخه وروسته سپکاوی پیل سو. زیلینسکی یې له سپیني ماڼۍ څخه وایست او د هغه سره راغلی هیات یې هم پسي واخیست.

له دې پیښي څخه یوازي یوه هفته مخکي، په سپینه ماڼۍ کي، د ګڼ شمېر خبریالانو په حضور کي، الن مسک، چي جمهورریس ټرمپ د حکومت د تصفیه کولو او پر لار کولو وظیفه ور سپارلې ده، په منتهی بې پروايی، خپل ماشوم زوی د جمهورریس ډېر مهم مجلس ته ورسره راوستی او په میدان کي خوشي کړی وو. ماشوم څو دقیقې خپله ګوته په پزه منډله، وروسته به د جمهورریس د کار مېز ته ورنیژدې سو، د خپل پلار په اوږو کي سپور سو، د پلار له سره یې خولۍ لیري کړه او د هغه د سر په وېښتو کي یې لوبي کولې. هیڅ یوه خبریال یا کوم مامور دا زړه ونه کړ چي د نړۍ تر ټولو شته من سړي الن مسک ته ووايي چي او بې نزاکته! دا څه کوې؟ زه هیڅ باور نه کوم چي چا به د نړۍ په بل ځای کي هم دغه ډول صحنه لیدلې وي. مګر کله چي  ښاغلي ټرمپ د یوکراین د جمهورریس سپکاوي او د روسیې د جمهورریس پوټین د خوشالولو فیصله  کړې وه نو حتی د هغه په جامو پوري  ټوکي وسوې او توهین  سو.

په زړه پوري خبره دا ده چي امریکا په راتلونکې هفته کي  یوکراین ته بلنه ورکړې ده  چي په سعودي عربستان کي، له امریکایی هیات سره خبرو ته کښیني. دا ځل روسیه تشریف نه لري. د دې معنا څه ده؟ که په سعودي عربستان کي په مخکنۍ غونډه کي د یوکراین د برخی اخیستلو ضرورت نه لیده کېدی اوس څرنګه دا ضرورت احساس سو؟ په هر صورت. د زورور یاري د خره سپارلي ده. او زموږ د محققینو په نظر، غربي جهان اوس هم د روسو فوبیا په ناروغي اخته دی.

2 COMMENTS

  1. اوکراینیان او روسان دواړه له همدې ځایه پیدا شویدي ، د یو سلاو اولاده ده ، ژبه یې تقریبا یوه ده . دواړه ګډ تاریخ ، کلتور او ارتودوکس مذهب لري .
    د اوکرایین د نفوس نژدې 50 سلنه خلک په روسي ژبه خبرې کوي . که 300 کاله پخوا روسانو د اوکرایین خاوره له پولندیانو نه وای آزاده کړې ، نو نن به اوکرایین نه و او د پولند برخه به وه .
    که فرانسه په آیرلند کې نظامي هډه جوړه کړي ، د بریتانیا دولت او خلک به یې ومني ؟
    که چین د امریکا په لویه وچه کې نظامي هډه جوړه کړي ، آیا د امریکا متحده ایالات به یې ومني؟
    کمونست لاتین کلمه ده او هلته ټ نشته او پوتین روسي نوم دی د پیوټین نوم باید پوتین ته اصلاح شي .

  2. یقیناُ چی ښاغلی جهانی صیب به پورته لیکنه په سپیڅلی او غیر مغرضانه انګیزه لیکلی وی خو خبره دا ده چی:
    د نن ورځی د نړیوال سیاسی – اجتماعی – اقتصادی – فرهنګی او حتی مذهبی مارکیټ د نرخونو ماهیت ته په کتو سره، هره پیښه څو مخونه لری.
    بله خبره دا ده چی هغه هیوادونه کوم چی د روس فوبیا سناریو ئی ابداع کړې او ژوندی ساتلی ده خپله ئی هم د تاریخ په اوږدو کی زموږ او نورو کمزورو ټولنو سره سخت او نه بخښونکی ظلمونه تر سره کړی دی.
    د روس فوبیا د پروژې لوی معمار همدا د شیطان زوی ( انګلستان) دی.
    آیا زموږ سره د انګریزانو د ظلمونو ګراف د روس تر ظلمونو کښته او کمزوری دی؟
    همدا نن ورځ هم انګریز د پاکستان او طالب جان شا ته ولاړ او خپل شیطانی پلانونه آزمائی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...