پنجشنبه, جنوري 1, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان او پاکستاني سوداګرو د تورخم دروازې د خلاصون په اړه خبرې...

افغان او پاکستاني سوداګرو د تورخم دروازې د خلاصون په اړه خبرې کړي

تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】‏د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، مخلص احمد ویلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له پاکستاني لورو سره د تورخم دروازې د بندېدو او سوداګرو ته د اوښتونکو زیانونونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې په دغه غونډه کې د دواړو لورو سوداګرو هم حضور درلود.

که څه هم دواړه لورو ته د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نشته خو تر دې وړاندې افغان سوداګرو ویلي وو چې، د دروازې د هرې ورځې په تړل کېدو افغان لوری ۵۰۰زره ډالره زیان ویني.

د دغې انلاین غونډې ګډونوالو له دواړو حکومتونو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د تورخم بندر د تړل پاتې کېدو ستونزه حل کړي او سوداګرو ته دې دغه لار بېرته فعاله کړي.

شاوخوا ۱۴ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ تدلې ده.

د دروازې د خلاصون په موخه څوځلې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ ناستې وشوې خو بې پایلې شوه.

د یادې دروازې له تړل کېدو وروسته څو څو ځلې دواړه لورو ترمنځ وسله والې نښتې وشوې، او دواړه لورو مرګ ژوبله ولیده.

تر اوسه هم معلومه نه ده چې دا دروازه به کله پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په تېر “۲۰۲۵” کال کي”۲۵” عنوانه کتابونه چاپ سوي دي

(د صداقت خپرندويي ټولني د خپاره سوو کتابونو لنډ راپور –کندهار) غني حسن ۱ـ کلیله او دمنه پنچه‌تانتره یا پخوانۍ اریايي فولکلور کیسه، چي ژباړه ئې صالح...