جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد خواف ـ هرات د ۴مې قطعې کارونه به په ۶ میاشتو...

د خواف ـ هرات د ۴مې قطعې کارونه به په ۶ میاشتو کې بشپړ شي

تاند【جمعه د کب ـ حوت ۱۷مه】د هرات مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو قرارداد د لاسلیک خبر ورکړی دی.

د یادې لار قرارداد د روان لمریزکال په پیل کې د ۵۳ ملیونه ډالرو په ارزښت د ګاما ګروپ له شرکت سره لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې قراردادي شرکت ویلي چې، د خواف ـ هرات د څلورمې قطعې کارونه به په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې د خواف ـ هرات رېل پټلۍ چې افغانستان او ايران سره نښلوي،د جوړېدو چارې يې په څلورو برخو وېشل شوې دي.

درې برخې کار يې بشپړ او د يوې برخې د جوړېدو چارې يې تر کار لاندې دي.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ یوه مهمه اقتصادي پروژه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د پام وړ اهمیت لري.

اقتصادپوهان وایي، د دې پټلۍ له لارې، توکي په اسانۍ سره لیږدول کېږي، چې دا د سوداګرۍ په زیاتوالي او د ترانسپورټ په لګښتونو کې په کموالي کې مرسته کوي.

دوی زیاتوي، چې په ټوله کې، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې به لا زیات اغېز ولري.

1 COMMENT

  1. یو وخت تاند د اورګاډي د لارې لپاره د «رېللار» اصطلاح کاروله، هغه هم اسانه ده او هم لنډه. د اوسپنې پټلۍ اصطلاح په غوږونو بده لګیږي. دغه راز، تاند د اېکسپاڼه اصطلاح را واېستله خو اوس یې نه کاروي. دا یې دویم عیب. درېیم عیب چې تاند یې ښيي هغه د S. Sapai انګریزي نوم دی. لطفا دا په پښتو واړوئ ځکه دا د پښتو سایټ دی او انګریزي په کې ښه نه لګیږي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...