د ټولنپېژندونکو په اند، قبیله ډېر پخوانی ټولنیز جوړښت دی او هغه پرګنو ته ویل کېږي، چې په سختو شرایطو کې د ژواندانه د نسبي خوندیتوب او د معیشت برابرولو د پاره، یو ځای او ګډ اوسي. ښاغلی استاد وزیری پښتو ( ټبر) یا ( ستر خېل) د قبیلی معادل بولي([1]).
آبادیس دکشنري (آل، اعقاب، ایل، تبار، تیره، جماعت، دودمان، شعب، طایفه او عشیره) د قبیلې مترادفې کلمې او (دسته، تیره، تبار، دودمان او کاروان) فارسي معناوې بولي ([2]). دلته ځینې تیروتنې تر سترگو کېږي. لومړی دا چې د (تبار) او (تیره) فارسي کلمات یې په عربي مترادفاتو کې راوړي او دویم دا چې د (عشیره) او (طایفه) عربي کلمې یې، د قبیلې مترادفې بللي، په داسې حال کې چې هغه خپلې معناوې لري.
Fastclick.com قبیله په Clan،
Englishvocabulary.ir په پاسنیو دریو کلمو سربېره Casts، Gens، Phylum او Generation هم د قبیلی معناوې بولي چې په دیکشنریو کې، هر یو خپلې نورې معناوې هم لري.
همدا اخځ (خیل)، (تبار)، (قبایل)، (ایل) او (طایفه) ته هم Tribe لیکي چې مبتدی لوستونکی لارورکی کوي. ([3])
ایل په ایران کې د هغه عشایري طوایفو او څو کورنیو (تیره ) سیاسي ټولنه ده، چې د خپلوئ له مخې په ځانګړو وختونو کې، د سیاسي او ټولنیزو اړتیاوو له پاره، سره یو ځای کېږي، خپله سیمه او مشر (ایل بیګ) یا (ایل خان) لري ([4]).
د ایران د عشایرو په ټولنیز جوړښت کې، (تیره) د څو کورنیو ټولنې ته وایي چې له طایفې څخه وروسته راځي؛ خو د طایفې او ایل د جوړښت اصلي څانګې بلل کېږي. په تیره کې هغه خپلوان په حساب کې راځي چې په رښتیا د یو پلار اولاد وي او دنده لري چې د غړو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او دفاعي ګټې وساتي ([5]).
د قبیلو د جوړښت شالید:
انسان پېژوندونکي په دې اند دي چې د انسان زیږون له پیله تر ټولنیز کېدو پورې، کابو څلور ملیون کاله وخت نیولی. دا ډله وایي چې د (لرغون کاڼي) په وخت کې هغه انسانان چې لوڅ او په وژغونو (پشم) پوښلي وو او ګله یی ژوند یې درلود، له ډبرینو ابزارو سره آشنا شول، د (منځني کاڼي) په پېر کې نیاندرتال Neanderthal او هوموساپین Homosapins ډوله انسانان منځ ته راغلل او د (نوي کاڼي) په پېړیو کې چې ټولنه لږ په مخ وخوځېده، په نتني ډوله انسانانو باندې خبرې کېږي.
له هغه ځایه چې د کار ابزار له ډبرینو څخه نیولی، تر خټینو، لرګینو او بیا تر وسپنیزو پورې د معیار او څرنګوالي (کیفیت) په حساب په مخ تلل، ښه کېدل او بشپړیدل او د ژوند اړتیاوې یې پوره کولې، په همدې اندازه انساني شعور وده کوله؛ ژبه پراخېده او بډایه کېده، ژوند ټولنیز کېده او د پرمختګ لوړو پوړیو ته د ختو امکانات ډېرېدل ([6]). د دې په څنګ کې د ټولنیزو جوړښتونو اړتیا ډېرېده او د وړو پرګنو ډلې، په یو ډول اړیکو کې سره نژدې کېدې.
په دې څو ملیونه کاله کې، انسان لومړی فردي ژوند کړی چې هیڅ ډول شخصي ملکیت نه و. دا د ژوندانه اوسني یا پخواني اسانتیاوی هم باید یوه-یوه له لسته وباسو. په حقیقت کې موږ له اوسه د ډېر پخوا په هکله فکر کوو. د هغه (پخوا) په هکله چې هېڅ ډول لیکلي اسناد نه شته؛ خو یوه نیمه تاریخي نښه یې دلته یا هلته موندل کېږې او موږ یوازې د فکر او تاریخي نښو په مرسته کولای شو، چې د لومړنیو انسانانو او لومړنیو انساني ټولنو د اړیکو، ژوند او کار په هکله اټکلونه وکړو!
که په هغه سیمو کې چې لا قبیلویت شته، په ژوره توګه مطالعه وشي، د نورې نړۍ د پخوانیو قبیلوي پرګنو او د دوی د ټولنیزو – اقتصادي اړیکو په هکله ښه مواد ترلاسه کېدای شي.
ډېر پخوا انسان و او طبیعت او ده باید د خپل وړوکي فکر په مرسته ځان ساتلی او ژوند کړی وای. وروسته – وروسته کورنئ جوړې شوې او د انسانی ژوندانه د طبیعی ودې د تاریخ نور هغه جوړښتونه رامنځ ته شول، چې مخکې یاد شوي او هر یو په سلګونو یا زرګونو کاله وخت نیولی چې وده وکړي او ځای بل پړاو ته پرېږدي. البته د دې کورنیو بدلونونو او پرمختګونو د عواملو او محرکه قواوو علمی څېړنه ډېره په زړه پورې ده.
له هغه ځایه چې په افغانستان او په تېره بیا پښتنو کې، د ټولتپوهنې، ټولنپېژندنې، انسان پېژندنې او د ټولنیزو جوړښتونو د سپړنې بحثونه لا ډېر نوي دي او په علمي مجامعو او اکاډیمیکو مراکزو کې ډېرې څېړنې نه دي شوی او د ملت، قوم، قبيلې، طایفې، عشیرې یا پښتو ملت، کام، ټبر( قبیله / ستر خېل)، خېل، تيه، پښه او …. د بشپړو تعریفونو او بیا د هر واحد د نننیو جوړښتونو او عناصرو د نومونو او تشریح په برخه کې، توافق نشته او د دې څانګو د اصطلاحاتو قاموسونه نه دي جوړ شوي، ډېر کار ته اړتیا ده چې دا تیارې لږ روښانه شي او زموږ ځوان نوی نسل، د خپلو پلار نیکونو د وخت له شرایطو، څرنګوالی او ټولنیزو جوړښتونو سره لږ او ډېر اشنا شي او بیا خپله مټې بډ وهي او په دې برخه کې ډېر نور علمی- مسلکي کارونه وکړي.
[1] سیمه ییز مطالعات، لومړی ګڼه، ۱۳۸۵ هه ش، کابل، ص ۶۲
[2] Abadis.ir
[3] Englishvocabulary.ir
[4] fa.wikipedia.org
[5] fa.wikipedia.org
[6] سیمه ییز مطالعات، لومړی ګڼه، 1385 هـ ش، 59 مخ.