ابادیس دیکشنري د (آل)، (ایل)، (طیره چې اصلاً تیره ده)، (خاندان)، (خانواده)، (طایفه) او (قبیله) کلمات د (عشیره) مترادفات او (تیره)، (تبار)، (خانوار) او (دودمان) یې فارسي معادل کلمات بولي ([1]).
د معین نامتو فرهنګ عشیره (قبیله) او (خویشان و نزدیکان) معنی کوي ([2]) او د هخدا لغات ښود یې (برادران)، (قبیله)، (تبار) او (نزدیکان از جانب آبا) بولي ([3]).
ویکیپدیا عشایر (د عشیره جمع) هغه کوچیانو ته وایي چې د خپل معیشت او د خپلو څارویو د پاره، په کال کې ځای یا سیمه بدلوي. دا اخځ عشیره او قبیله یو شی ګڼي او بیا وایي چې دا په ځان نسبتاً بسیا خلک، قبیلوي ټولنیز جوړښت لري، د څارویو په ساتنه بوخت وي او د څړځایونو او اوبو د پاره د خپل ژوند سیمه بدلوي ([4]).
له دې ښکاري چې عشیره له قبیلې او طایفې وروسته دريیم ځای نیسی چې د نارینه د پلارګنی خپلوانو ته وایه شي او شمېر یې لږ وي
زموږ په دې څېړنه کې عربي عشیره له انګلیسی Great Clan او پښتو (تپه) سره یوه معنی لری او یو شی دی
عشایر په څلورو ډلو وېشل کېږي:
الف – استوګن عشایر: هغه عشایري کورنئ چې استوګنې شوې دي؛ خو ځانونه د اقتصادي اړتیاوو (د څړځایونو مالکیت او حقوق او د سیمې د سرچینو یا ټولنیزو – فرهنګي اړیکو – له ایل او عشیرې سره د تړلتوب احساس– په توسن د عشیری/طایفې یا ایل غړي ګڼي.
ب – کوچیان عشایر: هغه عشایر چې دا درې ځانګړتیاوې ولري. قبیلوي ټولنیز جوړښټ، د څارویو په عوایدو ژوند او فصلي بیځایه کېدل.
ج – نیمه کوچي عشایر: هغه عشایرې کورنئ چې په یو کلي یا غره کې استوګنځي ولري او ځینې همدلته واوسي.
د – شپانه عشایر: هغه عشایري کورنئ چې استوګنځی لري او کډه نه کوي؛ خو د دې کورنیو نارینه شپانه د رمو په پېولو بوخت دي ([5]).
نوټ: قوم، طایفه او عشیره په ډېرو اخځونو او قوامیسو کې مترادف هم راغلی؛ خو واقعیت دا دی چې دا دری واړه د معنی او د استعمال د ځای په توسن توپیر لري.
داکتر سید علی میرلوحی په قران عظیم الشان کې (ترادف) نه مني او د فصاحت خلاف یې بولي او دا د قران یو بیاني او بلاغي اعجاز بولي او وایي چې داسې کلمه نشته چې په قران کې د راغلې بلې کلمې ځای ونیسی؛ قوم، طایفه او عشیره دری واړه په قران کې شته.
په دې حساب (قوم)، (طایفه) او (عشیره) لکه څنګه چې په ځینو قوامیسو کې وینو، مترادفې کلمې نه دي او هره یوه خپله معنی لري. د (قوم) لغوي معنی د نارینه وو ډله ده، مفرد نه لري، د جمع نوم (اسم) دی. په قران عظیم الشان کې 383 ځلې راغلی. لکه د نوح قوم، د فرعون قوم او داسې نور چې په ډېرو آیاتو کې د نارینه وو او ښځو د ټولګي معنی ورکوي.
س — ذهنیت Mentality : له ذهن څخه جوړ شوی دی. ذهن د انسان یوه نفسي قوه/ ځواک ده چې د انسان په د ننه او باطن کې، د یو ډول باور او قناعت د شتوالي ډاډ ورکوي. ذهنیت د ذهن هغه هڅه ده چې د ځانګړو عادتونو، معیارونو، ارزښتونو، احساس او باور له مخې، د بېلابېلو حالاتو په وړاندې، د انسان د غبرګون ډول ټاکي([6]).
ش — تمدن Civilization: د تمدن ولې (ریښه) مدینه (ښار) ته رسي. په عربي کې تمدن ته حضاره هم وایي چې هغه هم د ښار په معنی دی. په لاتیني، انګلیسي او فرانسوي ژبو کې هم د تمدن معنی همدا ده: ښار او ښاریتوب. په دې توګه وینو چې تمدن او ښاري ژوند یو له بل سره تړلي دي.
د انساني ټولنې مادي او معنوي پانګو، شتمنیو او جوړونو ته تمدن وایي. د اسلام د رسول حضرت محمد(ص) په وخت کې، مدینه د مسلمانانو د ټولنې، تمدن او حکومت (اداره) مرکز ته ویل کېده چې د بدویت ضد و. تمدن هعه وخت مینځ ته راځی حي انسان استوګن شی، ځمکې وکري، مالکیت وپېژندل شي، قوانین جوړ شي، انساني ټولنې جوړې او ښاري ژوند پیل شي.
ځینې کتابونه (فرهنګ)، (ثقافت) او (Culture) کلمې له تمدن سره مترادفې کاروي. په داسې حال کې حي فرهنګ Culture او تمدن خپلې خپلې معناوې لري. تمدن څو اړخیزه نوم دی. لرغوني او هنري آثار، د ټولنو د کورنیو او بهرنیو اړیکو ښه تنظیم. د قوانینو او مقرراتو پالنه، د امنیت او عمومي آزادي ګانو پراختیا؛ د مادي علومو، صنایعو او تکنالوژي پرمختګ او د انسانانو مادي او معنوي هوساینه او نیکمرغي په دې اړخونو کې وتلي ځایونه لري.
تمدن له دې عناصرو څخه جوړېږي: کار (کرنه، صنعت، ترانسپورت، سوداګري، انجنیري او نور)، دولت، اخلاق، دین، علم، فلسفه، ادبیات او هنر([7]).
ص — تدین: تدین د هغه الهی احکامو منل او عملي کول دي چې له خدای(ج)، طبیعت، نورو انسانانو او ځان سره د اړیکو د جوړولو د پاره راغلي او انسان دنیایي او اخروي نیکمرغیو ته رسوي ([8]).
ض — بدویت Barbarism/Rudeness: د معین فرهنګ د بدویت د پاره (وروسته پاته والی)، (کلیواله استوګنه) او (پوونده توب) معناوې ليکي. ابادیس حتی (جاهلیت) او (توحش) هم په دې معناوو کې شماری. اعراب (بدو)/(البدو) هغه نیم کوچیانو ته وایی چې د سعودي، سوریې او عراق په ډاګونو کې، له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدېدي/ لیږدېدل .([9])
بدویت د ژوندانه هغه ځانګړی ډول، بڼې او لارې چارې ته ویل کېږي، چې په یو انسان/ فرد کې داسې اخلاقي ځانګړتیاوې او ذهني حالت جوړوي چې له تمدن او تدین دواړه سره په ټکر کې دي.
په اسلام کې بدوي چاپیریال د عقایدو او احکامو او ارزښتونو د تطبیق له پاره، مناسب ځای نه دی او بدویت د بشري ټولنې داسې یوه ناروغي ګڼي، چې د اسلامي تعالیمو د سم تطبیق مخه نیسي([10]).
له دې تعریفاتو وروسته راځو خپل اصلي بحث ته چې د قبيلې پیژندګلوی ده.
[1] abadis.ir
[2] واژه یاب/انترنت
[3] fa.wikipedia.org
[4] fa.wikipedia.org
[5] Fa.wikipedia.org
[6] ذهنیت قبیلوی، ص ز
[7] ذهنیت قبیلوی، ص ز- س
[8] ذهنیت قبیلوی، ص س
[9] fa.wikipedia.org
[10] ذهنیت قبیلوی، ص ش