قوم یو ټولنیز جوړښت دی او هغه خلکو ته ویل کېږي چې په یوه سېمه یا نژدې سیمو کې اوسي او د تاریخ په اوږدو کې، اقتصادي او فرهنګي اړیکې، خپلوي، ګډ ټولنیز او میراثي ارځښتونه، ګډې فرهنګي ځانګړتیاوې (د دین په ګډون) او ګډه ژبه ولري. پخوا نژاد او وینه هم د قومي جوړښت له جوړونکو عناصرو څخه شمېرل کېدل؛ خو په دې وروستیو کلونو کې، دا ځانګړتیاوې د خلکو د ډېر ګډون او پیوستون په توسن په حساب کې نه راځي.
براون، قوم هغه خلکو ته وایي چې ګډې ګټې، ګډه تاریخي تجربه، ګډ ارځښتونه، ګډې فرهنګي ځانګړتیاوې، یو دین او ګډه عقیده، ګډه ژبه، یو ډول ژوند او ګډه سیمه ولري.
کوزلوف لیکي چې قوم هغه ټولنیز جوړښت دی چې خلک یې په یوه سیمه کې اوسي. هغه خلک چې په تاریخ کې یو له بل سره اقتصادي او فرهنګي اړیکې لري، یو د بل خپلوان دي، ګډ میراث، ګډ ټولنیز او فرهنګي ارځښتونه او ګډه ژبه ولري.
که داسې مثالونه راوړو، له لسګونو هم اوړي؛ خو ټول په یوه خوله دي چې قوم د خلکو هغه ډلې ته ویل کېږي چې ګډ ریښتني یا اسطوره یي نیکه ګان او باباګان لري، نوم یې یو دی، سیمه لري، په یوه ژبه خبرې کوي، ژوند بڼه یې یوه ده، ګډ ارځښتونه پالي او تر ټولو مهمه دا چې له خپلې ډلې سره د تعلق پیاوړی احساس ولري ([1]).
لنډه دا چې قوم د نارینه وو او ښځو ډله ده. د یو چا د وینې شریکان او یا هغه کسان چې له ده سره وطني او ټولنیزې اړیکې لري، د هغه قومیان بلل کېږي، لکه د نوح قوم، تاجیک قوم، ازبیک قوم، پښتون قوم چې شمېر یې له زر پورته تر ملیونونو پورې رسېږي.
د افغانستان په اساسي قانون کې د څوارلسو قومونو ذکر شوی؛ خو د برېښنايي پېژندپاڼو اداره دا شمیره لوړه بولي:
۱- پښتون ۲- تاجیک ۳- ازبک ۴-هزاره ۵- ترکمن ۶- بلوڅ ۷-ایماق ۸- نورستاني ۹- پشه یي ۱۰- ترک ۱۱ – عرب ۱۲- سادات ۱۳- پامیریان( واخانی، منجانی، شغنی، اشکاشمی، زیباکی او سنګلیچی ) ۱۴- ګجر ۱۵- مجددی ۱۶- قرغیز ۱۷- کرد ۱۸- قرلق ۱۹- خواجه ګان ۲۰- قزلباش ۲۱- قزاق ۲۲- یفتلي ۲۳- تاتار ۲۴- براهوي ۲۵- بیات ۲۶-جمشیدي ۲۷- شیخ محمدی ۲۸- پراچي ۲۹-اورمړ ۳۰-فیروز کوهي ۳۱-مغل ۳۲-شاخیلی ۳۳- لقی ۳۴- لرخابي ۳۵-تیموري ۳۶-ګوَر ۳۷-خلیلي ۳۸- سوری ۳۹-سجاني ۴۰- فرمولی ۴۱- سمیني تیمني ۴۲- جټ ۴۳- چنګړي( مسلی) ۴۴-جوګی ۴۵-سیک ۴۶- هنود ۴۷- یهود ([2])
د همدې درنو اقوامو په خپله خوښه ګډون او وطني مینه افغان ملت جوړوی.
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې نژاد/ وینه د یو انسان بیولوژيکي ځانګړتیا ده، لکه د پوست رنګ، د وېښتانو ډول، د سترګو جوړښت او ان ځانګړې ناروغتیاوې چې ټول له هڅوب/فرهنګ سره کار نه لری او د ویني/ نژاد خبره تری جوړېږي؛ خو قومیت ډېر په دودونو او هڅوب تکیه لری او له هغه چاپېریال څخه سرچينه اخلی چې دا انسان ورپورې اړه لری. په نژاد او قومیت دواړو کې بدلون راتلای شی. که په زرګونه چینایی ښځې له عرب نارینه وو سره ودونه وکړی، ورو-ورو به یو نوی نژاد پیل شی او که څوک کوم نوی هڅوب غوره کړی، ورو – ورو د قومیت له کړئ څخه وځي.
ذ — قبیله Tribe: د ټولنپېژندونکو په اند، قبیله ډېر پخوانی ټولنیز جوړښت دی او هغه پرګنو ته ویل کېږي، چې په سختو شرایطو کې د ژوندانه د نسبي خوندیتوب او د معیشت برابرولو د پاره یو ځای او ګډ اوسي.
قبیله د هغو خلکو ډله ده چې ګډه سیمه، ګډ تاریخي میراث، ګډه وینه، ګډ فرهنګ، ګډ نوم او ګډه ژبه ولري. داسې جوړښت په لومړي سر کې، د قبیلوی ټولنو د (خېل) او حتی مخکنیو پړاوونو کې لیدلای شو، چې اشتراکي یا ګډ ژوند یې درلود، تولیدي وسایل د ټولو وو او په ګډه به یې کار ځینې اخست.
د لومړنیو انساني ټولنو په هکله اوسنئ علمي څېړنې وایي چې د خپلو – خپلو وختونو د طبیعی چاپېریال ستونزو او کړاوونو، دوی دې ته اړ کړی وو چې ګد کار وکړي او حاصل هم په ګډه وخوري([3]).
قبیله په حقیقت کې د پخواني طبیعي ژوند یو ډول دی چې پولې یې په خپلو منځونو کې روښانه دي. په بله ژبه د څو یا ډېرو خېلونو تر منځ د اړیکو څرنګوالی، د قبیلویت په هغه کودونو کېږي چې همدا خلک یی خپله جوړوی او د دې قبیلې د غړو او یو تر بله د اړیکو د پاره ټولنیز اصول برابروي. د قبیلې په هکله ډېرې خبري شته چې وروسته په همدې متن کې په تفصیل راځي.
ارواښاد استاد عطایی د خېلونو ( زی) مجموعه قبیله یا ټبر بولي او دا یو ټاکلی واحد ګڼي چې د انساني ټولنې په انکشاف کې منځ ته راغلی دی([4]). استاد وزیري( ستر خېل) هم له ټبر سره معادل راوړی دی.
یو بل اخځ قبیله/ ټبر د څو خېلونو/ طوایفو یو ځایتوب ته وايي. په قبیله کې د وينې اړیکې لږ کمزوری او اقتصادي دا پیاوړې کېږی، په داسې حال کې چې په خېل/ طایفه کې د وينې شراکت لومړی خبره کوي([5]).
ر – طایفه Clan: چې له طواف او طایف څخه جوړه کلمه ده، هغه ډلې خلکو ته ویل کېږي چې په یو هدف پسې ګرځي، لکه د خدای(ج) د کور طواف او پخوا هغه خلکو ته ویل شوی چې د امنیت او معیشت له پاره به یې یوځایي سفر کاوه. اعراب طایفه له قبیلې څخه کمکی انساني ټولنه ګڼي چې شمېر یې اوس له لږو څخه تر زرو پورې په پآم کې نیول کېږي.
طایفه د انسانانو هغه ډلې ته ویل کېږي چې یا یې وینه یوه وي او یا داسې خپلوان وي چې د یو پلار اولاد وګڼل شي. د طایفې غړي معمولا په خپل نژاد او ګډ نسب ویاړي او د خپل یووالي د پاره زیار باسي . په طایفه کې خلک په خپلو کې ودونه کوي او د خپلې جلا پېژندنې له پاره یو سمبول ټاکي.
په دې حساب طایفه له قبیلې څخه وروسته دویم ځای لري او هغه ډله خلکو ته ویل کېږي چې یو ځانګړی هدف یا موخه لري یا کوچیاني ژوند لري او شمېر یې تر زر پورې رسي ([6]).
اباديس دکشنری (ال)، (اعقاب)، (امت)،(ایل)،(تيره)، ( جماعت)، ( جنس)، ( خاندان)، ( خانواده)، ( دسته)، (دودمان)، ( سلسله)، ( عشیره)، (قبیله)، ( قوم)، ( ګروه) او ( ملت) د طایفه مترادفات او (تبار)، (تیره) او (خاندان) يې معادلې فارسي کلمات بولي(۱[7]). ښکاره خبره ده چې داسې معناوې مبتدي لوستونکي لارورکي کوي؛ ځکه دلته (ملت)، (قوم)، (قبیله)،( طایفه)، ( عشیره) او حتی( خاندان) ټول یو ډول راغلي، په داسې حال کې چې دا هر یو بیله معنی او بیل مفهوم لري، چې باید واضح شي، او که نه اوسني ګډوډي به لا ډېره شي.
زموږ په دې اوسنئ څېړنه کې، عربي طایفه،یوناني Genea، رومي Gentes او پښتو ( خېل) کټ مټ یوه معنی لری او یو شان استعمالیږي.
[1] Farhangsadid.com
[2] mobta.gov.af
[3] خېل او ویش، محمد ابراهیم عطایی، د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ هه ش، کابل، ص۲
[4] د پښتنی قبیلو اصطلاحي قاموس، ص ۶۶
[5] جبهه ملی اونيزه، ۶۰ ګڼه، کابل، ۱۳۵۱ هه ش
[6] Wikipedia.org
[7] Abadis.ir
آرینزی صاحب د تر ډېرو ژوندی وي . معلومات یې هراړخیز ، مستند او علمي میتودونو باندې ولاړ وي . له لوستلو یې خوند اخلو.