یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد امریکا د مرستو د درېدو له کبله په غزني کې ۳۹...

د امریکا د مرستو د درېدو له کبله په غزني کې ۳۹ کلینکونه بند شوي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) شینهوا خبري اژانس نن (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د امریکا د مرستو د بندیدو له امله د افغانستان یوازې په دوو ولایتونو کې ۴۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د ځایي رسنیو د راپور له مخې، دا مرکزونه په غزني او بامیان ولایتونو کې بند شوي دي.

د راپور له مخې، غزني په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو د بندېدو له کبله اغېزمن شوی دی. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نصیر ویلي: «په مجموعي ډول ۳۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې پکې ۱۵ کوچني کلینیکونه، درې فرعي مرکزونه، ۱۷ ګرځنده ټیمونه، یو د خوندیتوب مرکز، او دوه طبي کلینیکونه شامل دي.»

په ورته وخت کې، د امریکا د مرستو د بندیدو له امله د بامیان اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د بامیان د ولایتي ادارې ویاند صبور سیغاني ویلي چې “د دې مرستو له بندیدو سره، په بامیان کې دوه روغتیايي دفترونه تړل شوي دي.”

له هغه وروسته چې امریکا بشري مرستې وځنډولې، ۵۰ مرستندویو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...