یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد ټرمپ ادارې د هغه دفتر د بندولو امر کړی چې افغانان...

د ټرمپ ادارې د هغه دفتر د بندولو امر کړی چې افغانان په امریکا کې بیامېشتوي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت لومړۍ) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم له پنځو اوونیو راهیسې له هیواده وتلی او بېرته نه دی راغلی.

سرچینې وویل اوس مهال ډیری وزیران او مهم مسولان په دې فکر کې دي چې په نژدې ورځو کې استعفاوې ورکړي.

دوی په دې باور دي چې مشر یې له خپلو پرېکړو لاس نه اخلي او ولس او د امارت په لیکو کې دننه خلک د مایوسۍ اخري حد ته رسیدلي دي.

په کابل کې یوې سرچینې وویل حتی رئیس الوزرا تر اوسه دوه ځله استعفا ورکړې چې نه ده منل شوې.

په کندهار کې یوې سرچینې دا هم وویل چې دفاع  وزیر ملا یعقوب هم استعفا ورکړي وه خو ونه منل شوه.

خو دا لړۍ زیاتیدونکي ده او سرچینې وایي چې د طالبانو مشر چې تل د خپل منځي وحدت خبره کوي شاید د خپل نه بدلېدونکي دریځ له امله تر بل هر چا ډېر دغه وحدت خرابوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه دفتر ته، چې افغانان په امریکا کې ځای پر ځای کوي، امر کړی چې تر اپرېل پورې د تړلو پلان جوړ کړي.

سترایټس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د حکومت یو چارواکي، یو مخکښ فعال، او له دې پرېکړې خبرې دوې سرچینې وايي، دا ګام ښايي نژدې ۲۰۰ زره افغانان د نوي ژوند له فرصت څخه بې‌برخې کړي.

دوی وویل، د افغان-امریکايي پوځیانو کورنۍ غړي، هغه ماشومان چې د خپلو والدینو سره د یوځای کېدو اجازه یې ترلاسه کړې، د هغو افغانانو خپلوان چې دمخه امریکا ته داخل شوي، او لسګونه زره افغانان چې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی، له هغو کسانو څخه دي چې د دې دفتر له تړل کېدو سره به رد شي.

د #AfghanEvac بنسټ ایښودونکي شان وینډایور، چې د پخوانیو پوځي سرتېرو، د حقوقي مدافعانو ډلو، او د امریکا د حکومت ترمنځ د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو اساسي ائتلاف رهبري کوي، وویل:

«د دې دفتر تړل به یو ملي شرم وي، زموږ د افغان متحدانو، د هغو پوځیانو چې د هغوی لپاره یې جګړه وکړه، او د امریکا له ژمنې سره خیانت دی.»

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د ټرمپ ادارې له خپلو سفارتونو غوښتي چې د کارکوونکو د کمښت لپاره چمتو شي.

همداراز، د میلیاردر ایلن اسک DOGE دفتر د حکومت په کچه د ۲ تریلیون ډالرو لګښت کمولو هڅه پر مخ وړي.

د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو د همغږۍ دفتر (CARE) د امریکا له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د یوه موقتي اقدام په توګه جوړ شو، څو هغه افغانان امریکا ته ولېږدوي چې د جګړې پر مهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی و او د طالبانو له احتمالي انتقام سره مخامخ وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....