تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت لومړۍ】د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، تېر ۲۰۲۴ کال یې په ټول افغانستان کې ۳.۵ ملیون ماشومانو ته ښوونیز توکي رسولي دي.
یونیېسف پر خپله اېکس پانه لیکلي چې، په دغو توکو کې قلمونه، کتابچې، درسي کتابونه، بکسې او نور توکي شامل دي.
یونیسف داسې مهال دا راپور خپروي چې په زیات شمېر افغان ماشومان او د هغوی کورنۍ خوراکي توکو ته اندېښمن دي او له همدې امله ډېری ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
افغان پوهان وایي تمه ده چې نړیوال به د ښوونیزو توکو ترڅنګ د هغو افغان ماشومانو د کورنیو لاسنیوی کوي چې اوسمهال یې ښوونیز بهیر د بېوزلۍ له امله ګواښ سره مخ دي.
ډېری افغان ماشومان اوس هم د بېوزلۍ له امله په درنو کورونو بوخت او زده کړې ترې پاتې دي.
بل لورته افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۹ ماشومان یې د درملنې په موخه کابل کې درېیو کورنیو روغتونونو ته ور پېژندلي.
د یادې ټولنې په وینا؛ د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کیږي.