جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۲۰ دقیقو کې د وینې د فشار د درملنې نوې طریقه...

په ۲۰ دقیقو کې د وینې د فشار د درملنې نوې طریقه معرفي شوه

تاند (چهاذشنبه، د کب/ حوت لومړي) بریتانیايي ساینسپوهانو د وینې د یو ډول لوړ فشار د درملنې لپاره یو نوی غیرتهاجمي میتود معرفي کړی چې د عامو یا دود درملو پر وړاندې مقاومت لري.

د لوړ فشار ناروغي په نړۍ کې یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې له هرو درېو لویانو، یو یې متأثر کوي.

په ډېرو مواردو کې، لوړ فشار د عامو درملو په وسیله کنټرولېږي، خو ځینې ناروغان دې درملو ته مثبت غبرګون نه ښيي.

څېړنې ښيي چې د ځینو ناروغانو د لوړ فشار اصلي لامل په ادرنال غدې کې یو کوچنی تومور دی، چې د «آلډوسترون» هورمون تر اندازې زیات تولیدوي، او دا د فشار د لوړوالي سبب ګرځي.

دا حالت، چې «لومړنی آلډوسترونیزم» نومېږي، شاوخوا ۱۳ سلنه د لوړ فشار ناروغان اغېزمن کوي. سره له دې، یوازې د ناروغانو د یو فیصد تشخیص او درملنه کېږي. دلیل دا دی چې دودیزه درملنه پراخې جراحۍ ته اړتیا لري، چې پکې ټوله ادرنال غده لرې کېږي، او ډېر ناروغان له دې عملیاتو ډډه کوي.

اوس، بریتانیايي څېړونکو یو نوی میتود موندلی چې دا ستونزه په لنډ وخت کې، او پرته له پراخې جراحۍ، حل کولی شي.

دا میتود، چې یوازې ۲۰ دقیقې وخت نیسي، پرته له پرانیستې جراحۍ، د معدې له دیوال څخه د کوچنیو تومورونو له منځه وړلو ته زمینه برابروي، او د ناروغانو لپاره یو نوښتګر حل وړاندې کوي.

دا طریقه، چې «هدفمنه حرارتي درملنه» (Triple T) نومېږي، د رادیوفرېکوینسي څپو یو ډول درملنه ده، چې د آندوسکوپي په وسله ترسره کېږي.

په دې تخنیک کې، ډاکټران د آندوسکوپ په مرسته – چې د خولې له لارې معدې ته داخلیږي – د ادرنال غدې تومورونو ته لاسرسی پیدا کوي. بیا، د رادیوفرېکوینسي څپو په وسیله، د تومور نسج تخریبېږي، او د ادرنال غده خپل طبیعي فعالیت ته بېرته راګرځي.

د کمبریج پوهنتون پروفیسر مارک ګورنل وايي: «دا پرمختګ د هغو مالیکولونو د پرمختګ له برکته شوی چې موږ ته د ادرنال تومورونو د دقیق موندلو او درملنې اجازه راکوي.»

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ، څېړونکو دا میتود د بریتانیا په درې روغتونونو کې پر ۲۸ ناروغانو ازمویلی. د دغو ناروغانو منځنی عمر ۵۷ کاله و، او د مختلفو قومونو ۲۱ نارینه او ۷ ښځې پکې شامل وو.

د څېړونکو په وینا، د دغو مطالعاتو پایلې ډېرې هیله‌بښونکې وې: ۷۵ سلنه ناروغانو د خپلو هورمونونو په اندازه کچو د پام وړ ښه‌والی راغی، او ۴۳ سلنه ناروغانو د فشار د کچې د ښکته کېدو احساس وکړ.

د دې میتود له امله، ناروغانو وکولی شول چې د فشار درملو ورځنی مقدار په اوسط ډول ۱.۴ ډوزه کم کړي.

د دې هیله‌بښونکو پایلو پر بنسټ، څېړونکي باور لري چې دا میتود کولی شي د خطرناکو جراحیو بدیل شي، او د نړۍ میلیونونو ناروغانو ته ګټه ورسوي.

د دې تازه څېړنې پایلې په «لنست» ساینسي مجله کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...