جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد زیلینسکي او ټرمپ جنجالي کتنه

د زیلینسکي او ټرمپ جنجالي کتنه

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او د هغه مرستیال جي ډي ونس د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د روسیې د جګړې پر سر شخړه وکړه.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي ونس د جمعې په ورځ د یوه ترینګلي بحث پر مهال د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د روسیې پر جګړه سختې خبرې تبادله کړې.

جي ډي ونس، چې په واشنګټن کې یې له زیلینسکي سره، د امریکا د ولسمشر په بې احترامی تورن کړ. زیلینسکي واشنګټن ته د سفر موخه د نادره معدني موادو د موافقې لاسلیک ښودلی و.

ټرمپ زیلینسکي ته وویل: «تاسو له درېیمې نړیوالې جګړې سره لوبې کوئ.»
د خبرو په یوه برخه کې، ټرمپ زیلینسکي ته وویل:
«ته د درېیمې نړیوالې جګړې قمار وهې.»

دواړو ولسمشرانو له جنجالي خبرو وروسته ګډ خبري کنفرانس ورنه کړ.

د امریکا ولسمشر زیلینسکي ته وویل، هغه مهال بېرته امریکا ته راتلی شي چې له روسیې سره سولې ته چمتو وي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ یې په واشنګټن کې د امریکا د سناجرګې له یدوه‌ګوندي پلاوي سره ولیدل. هغه خپل سفر د متحد ایالتونو مهمه کتنه ویلله.

زیلینسکي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي:
«زموږ خبرې د اوکراین لپاره د پوځي مرستو پر دوام، اړوندو قانوني نوښتونو، له ولسمشر ټرمپ سره پر لیدنه، د عادلانه او دوامدارې سولې د هڅو، د جګړې د ختمولو پر ستراتیژۍ او د قوي امنیتي تضمینونو پر اهمیت متمرکزې وې.»

هغه زیاته کړه:
«موږ ویاړو چې د امریکا په څېر ستراتیژیک ملګري او دوستان لرو. موږ په تېرو دریو کلونو کې د روسیې د پراخ یرغل پر مهال د امریکا د دواړو ګوندونو د ملاتړ منندوی یو.»

زیلینسکي دا مهال له ټرمپ سره ملاقات لري. دواړه مشران به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر هڅو خبرې وکړې. همداراز، د نادره معدني موادو د تړون د لاسلیک امکان هم شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...