جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+غمجن سړی | محمدالله شېرزی 

غمجن سړی | محمدالله شېرزی 

مروان د پلار نازولی زوی و، چې له وړوکوالي يې د ناز پر مټو الوت کاوه او د ياغي مرغه په څېر به هسکه غاړه ګرځېده.
کورنۍ يې غريبه وه، خو زده کړې يې د دغې غريبۍ ښکار نه شوې او په زاړه بايسکل يې دوولس کلن ښوونځی سرته ورساوه او هم يې د ټېټ اقتصاد په شتون کې د خپلو مټو په خواريو لوړې زده کړې وکړې او خپلې هيلې يې مړاوېتوب ته پرېنښودې.
د کار دپاره زده کړې معيار دی، خو چې بې واسطې وې، نو دغه معيار دې بيا کار نه ورکوي. هغه په ډېر ستړي زړه او خوار وجود نيمه ورځ دنده کوله او نيمه ورځ زده کړې، چې فراغت سره يې سترګې خلاصې شوې، خو دا چې زر او زور يې نه وو، له څو ادارو ناهيلی راستون شو او پرځای به يې بل څوک مقرر شو.
مروان اوس يو نازولی نه، بلکې د ازمايښت په ډګر کې ولاړ ځوان و، چې د ښه راتلونکي دپاره يې مبارزه کوله.
هغه د چا په اصطلاح چې د مينې خوندور کار ته نه و وزګار، چې چاته ګوتمۍ یا غاړکۍ واخلي.
له مودو وروسته يې د بخت بيړۍ حرکت وکړ او دنده يې واخېسته، خو دنده يې دومره لوړه نه وه، چې د کورنۍ ژوند يې هوسا کړي، هغه د پوهانو خبره، چې دنده کول د ځان ساتل او تجارت کول د نسلونو ساتل دي، خو دندې ته ډېر وفادار و او د وس څخه وتلی کار يې کاوه.
مروان څه وخت وروسته له خپل کلي څخه د زور زياتيو په وجه کډوال شو او کرايي ژوند يې، پېټی نور هم دروند کړ، خو يقين يې پدې وو، چې رزق ورکوونکی الله دی او ووړ نسل بايد په پوهه سمبال لوی شي او جاهل نه وي.
په تقدير کې يې د بدو ورځې پيل شوې، پلار يې له لاسه ورکړ، غريبي او بې وسي پرې غالبه شوه، په يوه توطيه کې د تياره کوټو اوسېدونکی شو او لنډ وخت کې يې داسې څه وليدل، چې ښايي فکر يې هم نه وي کړی.
مشران وايي، چې بده ورځ يار نه لري، خو دا هم د هېرېدو نه ده، چې له بدو ورځو دې ياران باسي، خو چې رښتيني ياران وي.
هغه پښتو لنډۍ هم ده، چې وايي:
زما د ښې ورځې لالیه!
چې بده ورځ شوه و مې نه ليدې مئینه
مروان به چې کله يواځې شو، نو اندېښنو به په سر واخېست او د زړه بړاس به يې د سترګو له چينو په نريو بريتونو مړاوې مړاوې اوښکې ميلمنې شوې، خو ځان به يې مات نه ګاڼه او ځانته به يې ډاډ ورکاوه.
د ډېرو ځوانانو يار و او د هېواد نږدې او لرې ټولې سيمې به يې په موقع کې په چکرو او تفريح مزينې کولې او دېته ډېر وفادار و، چې ملګري او تفريح د ژوند بدلون کې پوره رول لري.
مروان په ونه دنګ او کم وزن لرونکی ځوان و، چې ډېر مجلسونه به په ده ښايسته وو، ځکه غلی شوخ و او هم يې د بنډار او ناستو جوړولو مهارت درلود.
د بخت ستوری يې هغه وخت ولويد، چې خپل پلار يې له لاسه ورکړ او هره بدبختي يې تر مخې شوه، په ډېر سخت او تنګ حالت کې يې هم د نوي نسل زده کړې و نه درولې او امکانات به يې ورته برابرول.
د چا خبره، چې ژوند کې تل پسرلي نه وي، ګډاوې په وير بدلې شي، شور په غوغا بدل شي او مینه په نفرت.
روغ صورت يې د رنځ ملګرتيا ونیوه او داسې رنځ چې په کافر يې هم نه لوريده، دغه ملګرتيا اوږده شوه او د ژوند ټول خواږه يې داسې وځبيښل، چې تصور کې هم نه راتلل.
هغه لنډۍ کې څه ښه وايي:
کميس مې پړي باندې زوړ شو
د بیمارۍ علاج مې نشي مړه به شمه
د مروان مستانه څېره په مړاوې کيدو شوه او د سترو هيلو کاروان يې په نيمه لاره کې پرېوت، نه يې هغه ارمان پوره شو، چې کورنۍ يې د خپل استوګنځي څښتنه شي او نه يې د خپلو وړو په ګوتو شمار ماشومانو هغه نازولي قدمونه وليدل، چې د مکتب په طرف يې واخلي او په ناز ناز د مچکو اخېستو او لاس ورکولو سره ورته د ورځې خرچه ورکړي.
مروان د یوه غمجن سړي په څېر، دغه په رنګونو لړلي دنيا پرېښوده، د تل دپاره يې ورسره مخه ښه وکړه او اواز يې خپ شو، چې د ډېرو پېژندل شویو ملګرو د والونو تصوير وګرځېد، خو وړه کورنۍ او تر لسو پورې ليکلي آثار يې د دنیا ملګرو ته په میراث پرېښودل.
څه ښه وايي:
نه مې څوک وو نه مې په کار شول
د ونې پاڼه وم، کړنګ ته ولويدمه
پای
د کب ۱ – ۱۴۰۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...