Homeخبرونهپه سعودي او افغانستان کې دروژه اعلان شوه

په سعودي او افغانستان کې دروژه اعلان شوه

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سترې محکمې نن (جمعه) اعلان وکړ چې سبا (شنبه) د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو حکومت د افغانستان د پخوانیو حکومتونو خلاف، چې له شاوخوا سلو کلونو راهیسي یې له سعودي عربستان سره په یو وخت روژه او اختر کاوه، له سعودي په خپلواک ډول روژه او اختر اعلانوي.

د پاکستان او ایران په شمول یو شمېر نور هیوادونه هم په روژه او اختر کې د سعودي عربستان تقلید نه کوي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کندهار، کابل، فاریاب، پکتیا، او زابل ولایتونو کې څو تنو میاشت لیدلې او محکمو د هغوی شاهدي تایید کړې ده.

تر دې وړاندې سعودي عربستان هم اعلان کړی چې سبا (شنبه) د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...