پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه حقانیه کې چاودنې د حمیدالحق حقاني په ګډون ۵ تنه وژلي،...

په حقانیه کې چاودنې د حمیدالحق حقاني په ګډون ۵ تنه وژلي، حمیدالحق څوک و؟

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه خټک کې په حقانیه دارالعلوم کې د جمعې په ماسپښین ځانمرګي برید لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د وژل شویو کسانو په منځ کې مولانا حمیدالحق حقاني، چې یو سیاسي مشر او دیني عالم و، هم شامل دی.

مولانا حمیدالحق حقاني د نامتو پاکستانی دیني عالم مولانا سمیع الحق حقاني زوی و، چې ځینو د “طالبانو پلار” هم باله. د خپل پلار تر ترور وروسته، چې په ۲۰۱۸ کال کې ووژل شو، حمیدالحق د مدرسې د نایب رئیس په توګه دنده پیل کړه. دا مدرسه چې له پېښور څخه ۶۰ کیلومتره لیرې ده، د پاکستان له لویو او پخوانیو دیني مدرسو څخه شمېرل کېږي، چې نژدې ۴,۰۰۰ طالبان پکې زده کړې کوي.

د مدرسې تاریخ

د حقانیه دارالعلوم د ویبپاڼې له مخې، د طالبانو ګڼ مشران له دې ځایه فارغ شوي، چې پکې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم شامل دی.

حقانیه مدرسه

حمیدالحق، چې د مولانا سمیع الحق د لومړۍ مېرمنې دویم زوی و، خپلې دیني زده کړې له خپل نیکه مولانا عبدالحق څخه ترلاسه کړې.

زده کړې:

  • لیسانس یې له نوښار ډیګري کالج څخه اخیستی.
  • له پنجاب پوهنتون څخه یې د اسلامي علومو ماسټري د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې ترلاسه کړه.

سیاسي ژوند

حمیدالحق په ۱۹۸۵ کې د جمعیت علمای اسلام (س) د اسلامي جمعیت طلبه د عمومي منشي په توګه خپل سیاسي سفر پیل کړ.

  • د ۲۰۰۲ – ۲۰۰۷ د ملي اسمبلۍ غړی و.
  • د خپل پلار تر ترور وروسته، د جمعیت علمای اسلامي (سمیع الحق ډلې) مشر وټاکل شو.
  • د دفاع پاکستان شورا (DPC) مشر هم پاتې شوی و، چې یوه ائتلافي ډله وه او په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د پاکستاني سرتېرو د وژنې په غبرګون کې جوړه شوې وه.

له ۲۰۱۸ کال وروسته، د دفاع پاکستان شورا غیرفعاله شوه، خو په ۲۰۲۳ کې بېرته راژونده شوه، چې د سیاستوالو له خوا د “ملي ګټو پر ضد د سازشونو” خبرداری ورکړي.

له افغانستان سره اړیکې

په ۲۰۲۳ کې، مولانا حمید د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته بوت، چې د “مذهبي ډیپلوماسۍ” برخه وه، هلته یې د طالبانو له مشرانو سره لیدنې وکړې.

په ۲۰۲۱ کې، له “Independent” ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې، حمیدالحق وویل چې جامعه دارالعلوم حقانیه د امریکا او افغانستان د سفیرانو ته کوربه‌توب کړی او د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې راوستو لپاره یې منځګړیتوب کړی.

انتقاد ته ځواب:
هغه وویل:«غواړي موږ ته د ‘ترهګر تنظیم’ نوم راکړي چې خلک زموږ څخه وډار شي او له اسلامه لرې شي.»

ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته یې هم په ۲۰۲۱ کې ویلي وو:
«پاکستان باید لا ډېر کار وکړي، چې وضعیت ثبات ومومي. که څه هم ډېر څه شوي، خو لا هم اوږدمهالې ستراتیژۍ ته اړتیا ده، چې ترهګریزې ډلې بیا راپورته نه شي.»

د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندو غوښتنه

حمید الحق د هغو کسانو له ډلې و، چې په ۲۰۲۱ کې یې له نړۍ او پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د طالبانو حکومت ژر تر ژره په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

2 COMMENTS

  1. د شر، بربریت او ځان وژونکو مخترع د کورنۍ دوهم منافق او خبیث خپله د ځانوژونکي ښکار شو الحمدالله. مه کوه په چا وبه شي په تا، اوس زه ګورم چې دده ډله د ځان وژونکو ددوی په اند استشهادیانو په اړه څه وایي. اوس هم دا حرام او نامشروع عمل ته د جنت لار وایي کنه دده په مردارولو اوس د دوزخ لار شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...