تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې اسلام اباد د هغو وسلو په اړه اندېښنه لري چې له افغانستانه د متحدو ایالتونو له بېړه ناک وتلو وروسته پاتې شوې دي.
د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ راپور له مخې، متحدو ایالتونو د ۷ میلیارد ډالره پوځي تجهیزات افغانستان ته پرېښي وو، چې د طالبانو جنګیالیو ته په لاس ورغلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اسلاماباد په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې دا “پرمختللې وسلې” د ترهګرو له خوا په پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کېږي.
«موږ نړیوالې ټولنې او د افغانستان چارواکو ته دا موضوع جدي یاده کړې ده.»
شفقت علي خان زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ پر بنسټ اړیکې غواړي، خو د پرمختګ په لاره کې لوی خنډ په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي.
«پاکستان به له افغان چارواکو سره د دې مسلې د حل لپاره د اړیکو بېلابېل چاینلونه تعقیبوي.»
پاکستان د افغانستان تېر جمهوري حکومت ته هم د امریکايي وسلو په ورکولو نارضایتي څرګندوله او له امرکیا او ناټو یې په ځلونو غوښتي وو چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته یوازې هغسي وسلې ورکړي چې په چریکي جګړو کې پکاریږي.
د جنورۍ په میاشت کې هم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پرمختللې وسلې د پاکستان او د هغه د وګړو د امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
«دا وسلې، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پاتې شوي دي، د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه ټي ټي پي له خوا د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول شوې دي.»
ویاند وویل چې پاکستان «په ځلونو د کابل له موقتي ادارې غوښتي چې ټول ضروري اقدامات وکړي، څو دا وسلې د نامناسبو خلکو لاس ته ور نه شي.»
د تورخم بندر تړل
د تورخم بندر د بندیدو په اړه، ویاند وویل چې عملیاتي محدودیتونو پاکستان اړ کړ چې دا ګام واخلي.
«افغان لوری هڅه کوي چې زموږ په خاوره کې په یو اړخیز ډول سرحدي پوسته جوړه کړي.»
هغه زیاته کړه چې اسلاماباد د کابل چارواکو ته وړاندیز کړی چې دا ډول مسلې د ګډې همغږۍ کمېټې له لارې حل کړي، نه د یو اړخیزو اقداماتو له لارې.
هغه هیله وښوده چې دا مسله به د خبرو له لارې حل شي.