پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهبریتانیا د ۲ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

بریتانیا د ۲ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې په بریتانیا کې تر۲ زره د ډېرو افغانانو د پناه غوښتنې ردېدو د کډوالو لپاره د دښمنۍ فضا پراخه کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال په وروستي رُبع کې، په بریتانیا کې تر ۲،۰۰۰ د ډېرو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي. د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره «دښمنانه چاپېریال» رامنځته شوی. خو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي: «هیڅوک بېرته افغانستان ته نه لېږل کېږي.»

د پنجشنبې په ورځ د کډوالو په اړه خپرو شویو شمېرو وښوده چې د افغان پناه غوښتونکو د منل کېدو کچه په تېزۍ سره راټیټه شوې ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یو سند، چې ګارډین ورځپاڼې ترلاسه کړی، تاییدوي چې «اوس مهال د افغان پناه غوښتونکو جبري یا رضاکارانه ستنول درول شوي، او د دې پالیسۍ په بدلون کې کوم پرمختګ نشته.»

د ګارډین د راپور له مخې، بریتانیا د افغان سفارت له خوا صادر شوي سفري اسناد نور نه مني، ځکه چې د طالبانو دریځ د بریتانیا لپاره د منلو نه دی. د بریتانیا حکومت هم طالبان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني.

که څه هم فعالانو په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتنې د دوسیو د کمښت هرکلی کړی، خو هغوی د هغو کسانو د غوښتنلیکونو د ردېدو پر پرېکړه انتقاد کړی چې بېرته خپل هېواد ته نه‌شي تلای.

لوئیس کالوي، چې په بریتانیا کې د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې اجرايي رئیسه ده، ګارډین ته ویلي:
«د هغو کسانو د غوښتنلیکونو په ردېدا کې زیاتوالی، چې د پناه اړتیا یې روښانه ده، د اندېښنې وړ دی. هېڅوک نه شي ویلی چې د افغانستان حالت ته په کتو، بېرته د خلکو استول خوندي پرېکړه ده.»

هغې زیاته کړه:
«د دوی ردول سبب کېږي چې هغوی د کلونو لپاره په بې برخلیکۍ او بېوزلۍ کې وساتل شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...