یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د روژې روغتیايي ګټې او غذایي رژیم | محمدابراهیم شینواری

د روژې روغتیايي ګټې او غذایي رژیم | محمدابراهیم شینواری

روژه یو مهم دیني عبادت دی؛ چې د انسان شخصیتي سمون، تقوا، شکرګذارۍ، تعاون او رشد ته زمینه جوړوي. په عین وخت کې روژه د بدن روغتیا ته هم ګټوره او مهمه ده. خو، که د روژې په جریان کې مناسب غذایي رژیم مراعات نشي، د هغې روغتیايي ګټې کمېدلی شي. لاندې لیکنه په دوه برخو کې دا موضوع تشریح کوي: (۱) د روژې روغتیايي ګټې او (۲) وړاندیز شوی غذایي رژیم.

الف. د روژې روغتیايي ګټې

روژه نه یوازې روحاني بلکه فزیکي، رواني او ټولنیزې ګټې هم لري. د روغتیا له پلوه یې مهمې ګټې په لاندې ډول دي:

  • د وزن کموالی او میتابولیزم: روژه د کالورۍ د مصرف د محدودیت له امله د بدن د اضافي غوړو په سوځولو کې مرسته کوي، او د وزن د کمښت سبب کېږي.
  • د شکرې ناروغۍ کنټرول: روژه د وینې د شکرې سطحه منظموي او د انسولین موثریت زیاتوي، چې د شکرې ناروغۍ په مخنیوي او کنټرول کې ګټور دی.
  • د زړه روغتیا: روژه د خراب کولیسټرول (LDL) سطحه کموي او د ښه کولیسټرول (HDL) سطحه لوړوي، چې له امله یې د زړه ناروغیو خطر راکمېږي.
  • د معدې او هضمي سیستم پاکوالی: روژه معده او کولمې له زهرجنو موادو پاکوي او د هضم بهیر منطموي.
  • دماغي روغتیا، د حافظې ښه والی او تمرکز: روژه د داسې پروټیني موادو تولید زیاتوي چې د دماغ د فعالیت، یادښت (حافظې) او تمرکز په ښه کولو کې مرسته کوي.
  • د التهاب کمښت: روژه د بدن دننه التهابونه کموي، چې د مزمنو ناروغیو لکه سرطان او د زړه ناروغیو په مخنیوي کې مهم دي.
  • د عمر اوږدوالی او اتوفاجي (ځان خوړنه): روژه د زړو او خرابو حجرو د پاکولو او د نوو حجرو د جوړولو پروسه فعالوي، او پدې توګه د عمر په زیاتوالي کې برخه اخلي.
  • د زهرجنو موادو خارجول: روژه بدن ته فرصت ورکوي چې مضر او زهرجن مواد دفع کړي او په نتیجه کې د بدن حجرات ترمیم شي.
  • د معافیتي سیستم پیاوړتیا: روژه  د بدن دفاعي سیسټم قوي کوي او د التهابي ناروغیو خطر کموي.
  • د ودې چټکتیا: روژه د ودې د چټکوالي سبب کیږي، ځکه د روژې له امله په بدن کې د انسولین د کمېدو په مقابل کې د ودې هورمون تولید تحریکېږي، چې د لوییدو سبب کېږي. هغه نوي بالغ شوي ځوانان او پیغلې باید له روژې ونه ویرېږي؛ ځکه روژه د دوی روغتیا او ودې ته ګټوره ده.

ب. وړاندیز شوی غذایي رژیم

په روژه کې د متمرکز او خالص عبادت سره سره، د بدن د روغتیا ساتنې لپاره، یو متوازن غذایي رژیم ډېر مهم دی. لاندې سپارښتنې د روژې د دوه مهمو وختونو – روژه ماتې (افطار) او چرګ بانګ  لپاره وړاندې کېږي:

۱. د روژه ماتې (افطار) پر مهال

  • په اوبو او خرماوو روژه ماتول: تر اذان اورېدو وروسته، په لومړي سر کې یوه یا دوه خرماوې وخورئ او یو ګیلاس اوبه وڅښئ.
  • د بدن د مایعاتو بیا پوره کول: د روژه ماتې په جریان کې یو څو ګیلاسه اوبه وڅښئ ترڅو بدن خپلې اوبه په ښه ډول پوره کړي.
  • سپک خواړه: له سپکو او ژر هضمیدونکو غذایي موادو لکه د سبزیجاتو سوپ، تازه سلاد او نورو نرمو خوړو استفاده وکړئ.
  • متوازن غذایي مواد: د پروټین (لکه چرګ، کب، یا لوبیا ګانو)، صحي غوړو (لکه د زیتون تېلو) او اصلي کاربوهایدرېټونو (لکه د غنمو ډوډس یا جواري) ترکیب په پام کې ونیسئ او په کمه اندازه یې وخورئ.

احتیاطي سپارښتنې:

په روژه ماتې کې باید احتیاط وشي او په خوراک کې له افراط څخه ډډه وشي. له همدې امله، د خوړو تنوع او توازن ته پام وکړئ، ځکه معده محدود ظرفیت لري. له بلې خوا هر ډول خواړه په ټاکلي وخت کې ګټور دي. د روژه ماتې پر مهال د لاندې سپارښتنو مراعاتول ګتورې دي:

د خوړو اندازه او ډول

  • اعتدال، تنوع او توازن: د خوړو تنوع (رنګارنګۍ) او توازن ته ځانګړې پاملرنه وکړئ. د معدې محدود ظرفیت له امله په یوه وخت کې ډیر خواړه مه خورئ.
  • ساده کاربوهایدرېټونه: د ساده کاربوهایدرېټونو لکه ساده ډوډۍ ګټور دی؛ په مقابل کې له مغلقو کاربوهایدرېټونو له زیات خوراک ډډه وکړئ. په روژه ماتي کې د دې لپاره چې بدن مو ژر انرژي واخلي، ځینې هغه مواد وخورئ چې ژر انرژي درکړي لکه مڼه، شهد (عسل)، او شیدې.

د معدې ظرفیت او د خوړو حجم

  • د معدې ظرفیت: پر یوه وخت په معده کې تر یو لیتر غذایي مواد او اوبه مه زیاتوئ. سره له دې چې معده د کش کېدو په صورت کې زیات خواړه ځایولی شي، خو پر معده دغه ډول فشار د ګاسترین هورمون د تولید سبب کیږي چې هغه د معدې تیزابو زیات افراز ته زمینه جوړوي او په نتیجه کې، د معدې د سوزش، تخریش او حتی زخم سبب کیدای شي.

د روژه ماتي او چرګ بانګ ترمنځ موده کې

  • د روژه ماتې وروسته مایعات: که تر روژه ماتې وروسته په څو وقفو کې مایعات (اوبه) څښئ، ګټور دي؛ خو هڅه وکړئ چې د خوب کیفیت مو اغېزمن نه کړي.
  • د چرګ بانک تنظیم: د چرګ بانګ خوړو څخه نیم ساعت مخکې راپاڅېږئ، یو دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ. بیا د څو رکعته لمونځ ادا کړئ او تر هغه یو څه وخت وروسته خپله د چرګ بانګ غذا وخورئ. پدې توګه، په معده زیات بار نه راځي او هضم به په آرامۍ ترسره شي.

۲. د چرګ بانګ پر مهال:

  • د اوږدمهاله انرژۍ ساتلو لپاره کاربوهایدرېټونه: هغه خواړه استعمال کړئ چې انرژي ورو ورو تولیدوي، لکه د خالصو غنمو ډوډۍ، جوار یا وریجې.
  • پروټین لرونکي مواد: هګۍ، لبنیات (مستې، پنیر) او نور پروټین لرونکي خواړه وخورئ.
  • د میوو او سبزیجاتو شاملول: میوې او سبزیجات لکه هندواڼه، بادرنګ او پالک د اضافي اوبو او غذایي موادو لپاره وخورئ.
  • د مالګې او قهوې محدود استعمال. له زیاتې مالګې او قهوې ډډه وکړئ چې د بدن اوبه مو کمې نه شي. دهغو پر ځای د سهار تر پیل لږ مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ، چې حلق مو لوند وي.

عمومي سپارښتنې:

  • د اوبو پوره کول: د روژه ماتي او چرګ بانګ په دواړو وختونو کې د اوبو سطحه لوړه وساتئ.
  • متوازن خواړه: هڅه وکړئ خواړه متوازن او متعادل وي چې پر معده ډیر بار نه شي.
  • منظم مهال ویش: د روژه ماتې او چرګ بانګ ترمنځ یو منظم مهال ویش غوره کړئ ترڅو د هضم بهیر ته کافي وخت ورکړل شي.

له دې معلوماته څرګنده شوه چې روژه نه یوازې یو روحاني عبادت دی، بلکې د بدن روغتیا او هضمي سیستم ته هم ډېره ګټه رسوي. یو متوازن غذایي رژیم چې په افطار او چرګ بانګ کې متناسب خواړه، کافي اوبه او د معدې مناسب حجم مراعات کړي، کولی شي د روژې روغتیايي ګټې تضمین کړي او د بدن انرژي او روغتیا وساتي. په دې توګه، که د روژې په جریان کې سم غذایي رژیم رعایت شي، نو روژه به هم د روحاني او هم د فزیکي روغتیا لپاره یوه اغېزناکه وسیله شي. روژې او عبادتونه مو قبول شه!

وروستی احتیاطي پیغام

که څوک ځانګړې روغتیايي ستونزې لکه د پښتورګو یا معدې ناروغي لري، له ډاکټر سره دې مشوره وکړي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلي شینواري ته سلام، خېټورو وګړو تر چاغښت روژه بهتره، اما ناروغان باید له بو ډاکتر سره مشوره وکړي.
    د لیکنې د خوراک برخه بده نه ده، مګر مړو او په خيته سوربو خلکو ته معلومات لري، ځکه هم قدرت لري او هم پیسې، چې لګښتونه یې پوره کړي. د افغانستان ۷۰ سلنه خلک فقیران او غریبان دي، چې لیه وچه ډوډۍ هم نه لري او که د آیې شکنه هم په اونۍ کې یو ځل ورورسي په خدای دې شکر وکړي!
    په علمي یا معلوماتي لیکنو کې باید حقیقت د علمي څېړونو پر بنسټ وړاندې شي، نه د ما ویل تا ویل له دريځ سره. وسلام

  2. ښکلی لیکنه ده، کور ودان البته که د « فزیکی » کلمی پر ځای « جسمانی » کلمه وکارول شی نو مناسبه به وی.
    امّا د روژی په باره کی یو څو ټکی:
    ۱ – که څه په ابراهیمی ادیانو او ملیتونو کی هم روژه رواج لری خو د مسلمانانو روژه نیول نورو ټولو غیر مسلمانانو ته د حیرانتیا وړ خبره ده.
    ۲ – د اسلام د دینی مناسکو او مراسمو اجراآت د قمری کال پر بنسټ تنظیم شوی دی چی پدی کار کی هم لوی حکمت پروت دی.
    ۳ – افغانان خصوصاً پښتون په روژه نیولو کی ډیر کلک وی البته د روژی په نیولو کی ئې د
    ” غیرت او ټینګوالی ” د عنصر رول ډیر قوی دی تر ایمانی احساس ( د روژی نه نیول یو ډول بی غیرتی ګڼی ځکه نو په عام محضر کی هیڅوک د روژی د خوړلو جرئت نلری ) جالبه دا ده چی د روژی او لمونځ او زکات اهمیت مساوی دی خو پښتون ساب روژی ته ډیر اهمیت ورکوی او هغی ته د غیرت او ناموس او نامی توب په سترګه ګوری.
    ۳ – په ډیرو اسلامی هیوادونو کی مسلمانان د روژی میاشت ته د زړه له کومی ښه راغلی وائی خو پښتون جان که د روژی د میاشت سره یو ساده د خولی روغبړ وکی هم لویه خبره ده ( د نورو هیوادونو مسلمانان د « روژې » میلمه پالنه په شاندارو مراسمو تر سره کوی خو پښتون عجله لری چی د « روژی » میلمه هم عجله ولری چی ژر نغَری پریږدی.
    ۴ – روژه نیول ډیر نیک او ګټور کار دی.
    ۵ – کوم ګدا کس په یو ګوښه کی پټ ناست او ګوړه ئی خوړله کوم روژتی کس ولیدی، ور ته ئی وویل د ګُره زو موږ روژه نیسو چی تا غوندی مسکینو او وږو کسانو له حالته ځان خبر کړو خو ته لګیا ئی ګوړه خوری.
    ۶ – د کندهار په میرویس لیسه کی زموږ د انګلبسی ژبی یو معلم ۇ،. موږ ور ته اغا ساب وایه البته بوډا هم ۇ او ناروغ هم ؤ، د روژی په غرمه به تږی سو،. د اوبو تر چیښلو وروسته به ئی ویل چی عجبه ښه روژه ده او عجبه ښه تیریږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....