هاشم مهمند
په داسي حال کې چه افغان ولس د پنځوس کلنو جګړو د عواقبو او ورانیو سره لاس او ګریوان دی، له یوې مودې راهیسې، ځینو ناپوه او د ضعیف شعور خاوندان د افغانستان د دښمنانو په لمسون د هیواد دننه او دباندې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون قوم، پښتو ژبې، د افغانستان د نوم اوهویت، تاریخ او تاریخی ویاړونو پر ضد سخت ناوړه تبلیغات پیل کړي دي.
د دغه نادانه او بې شعوره وطنوالو یو شمیر ځانونه خراساني بولي او ځینی یې ځانونه تاجیک او افغانستاني معرفي کوي او ادعا کوي چه د ایراني یرغلګر پاچا یزدګرد د پاته شونو او بقایاوو څخه دی. دوی په ډاګه پښتانه د خپلو حقوقو غاصبین او دښمنان ګڼي او غواړي چه د افغانستان نوم په خراسان بدل شي او د پښتنو د هستوګنې سیمې د هیواد له هغو سیمو څخه چه دوی په کي ژوند کوي د تل د پاره جلا شی. دوی په فرهنګي لحاظ ځانونه په ایران پوري تړي او ادعا کوي چه د دوی تاریخ د لویو لاس ته راوړنو او ویاړونو څخه ډک دی او د دوی ژبه او فرهنګ په سیمه کې بې ساری دی. خلاصه دوی په ډاګه د افغانستان د ورانولو او تجزیه کیدو خوبونه ویني.
خو د دوی اکثریت نه پوهیږي چه پښتون او تاجیک له نژادي پلوه آریایی ریښې لري او سره یو دی. وروستیو ژینیتیکي تحقیقاتو ښودلي چه د دې دواړو قومونو DNA ډیر سره ورته او د ایرانیانو، هزاره ګانو، او اوزبیکانو د DNA سره ډیر توپیر لري. پښتانه او تاجیک دواړه سني مسلمانان او د حنفی مذهب لارویان دي. د دې دوو قومونو په خوراک، لباس، عنعناتو، رواجونو او نورو کلتوري برخو کې هیڅ ډول توپیر نه تر سترګو کیږي.
پښتو او دري
د پښتنو او تاجیکو تر منځ یواځنۍ فرق د دوی په ژبه کې دی. تاجیکان په دري ژبې خبرې کوي چه په تاجکستان کې یې تاجیکي بولي. پښتو او دری دواړه د هند و اروپایی Indu European یا هندو آریایی ژبو په ډله پوری اړه لری. دا دواړه ژبی ډیر سره نژدې او په دواړو کې د عربي ژبي مشترکات او تاثیرات د پام وړدی. همدا علت دی چه دری او پښتو ته چه د افغانستان رسمی ژبې دي د خویندو ژبو اصطلاح استعمالیږی. نو پښتنو تل دری ته د یوې افغانی ژبې په سترګه کتلی او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هغه په خپرولو کې د پام وړ رول لوبولی دی. همدا شان د پښتو ژبې لوی شمیر شاعران او واکمانانو لکه خوشحال خټګ، احمدشاه بابا، تیمورشاه او په لسهاو نور د دري ژبې د شعر دیوانونه لری. مرحوم پوهاند رشاد صاحب په خپل یوه تحقیقی اثر کې چه له بده مرغه لا چاپ شوی نه دی، تر دوه سوه زیاتو پښتنو شاعرانو ذکرکړی دی چه په دری ژبې یې اشعار وییلې دی.
په افغانستان کې د تاجیکو تر څنګ میشت اوزبیک، ترګمن، هزاره او ایماق قومونه، چه ترک نژاده قومونه دي او خپلي ژبی او لهجې لري، هم په خپل ورځني تعامل کې د تفاهم د وسیلې په توګه په دری ژبه خبری کوی. علاوه پردې د افغانستان په ډیرو ښارونو کې زیات شمیر پښتانه هم په دری ژبه خبری کوی.
په نړۍ کي د آیسلینډ په شان هیوادونه چه اوګړي یې یوازې په یوه ژبه خبرې کوی ډیر لږ دي. خو هلته هم خلګ د نړیوالو سره د اړیکو او تعامل د پاره انګریزي او ډنمارکي ژبې زده کوی. په هندوستان کې چه د اوګړو شمیر یې څه کم یو نیم میلیارډ ته رسیږي، خلک په ۴۵۶ ژبو او لهجو خبرې کوی. همدا وجه ده چه د اولس د خلکو ترمنځ او د نړیوالو سره د اړیکو او تعامل دپاره د یوې خاصې ژبې څخه کار اخیستل کیږي چه لاتینی نوم یې Lingua franca دی. په پځلسمه میلادی پیړۍ کې افغان سوری او وروسته لودی واکمانانو دری ژبه په هندوستان کې د رسمیاتو او تفاهم او تعامل د ژبې په توګه رواج کړه. وروسته د مغول پاچا اکبر د واکمنۍ په دوره کې هندی ژبې د دري ژبې ځای ونیو. وروسته د انګریزانو د واکمنۍ په دوره کې هندی او انګریزي دواړه د هندوستان رسمی ژبې شوې چه تر اوسه هم په ټولو رسمي ارتباطاتو او مکاتباتو کې د همدې دوو ژبو څخه کار اخیستل کیږي.
په افغانستان کې تر دیرش ډیر زیات لوی او کوچنی قومونه او قبیلې ژوند کوی او هر قوم یې خپله ژبه او لهجه لری. همدا وجه ده چه د رسمیاتو او د خلکو تر منځ د تفاهم د پاره تل د یوې ګډې یا مشترکې ژبې یا lingua franca څخه استفاده شوې ده او هغه دري ژبه ده.
دری یوه نرمه ژبه ده چه زده کول او پر هغه تفاهم کول د ټولو نورو قامونو د پاره آسانه ده. نو د پیړیو په اوږدو کې د افغانستان په دولتی او رسمی مکاتباتو او د معارف او تعلیم په برخه کې تر ډیره د دری ژبې څخه د یوې ګډې ژبی په توګه استفاده شوې او استفاده کیږی.
په امریکا، کاناډا، ایران، پاکستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د یوې یا دوو ژبو څخه د رسمیاتو او د خلکو تر منځ د تفاهم د ژبو په توګه استفاده کیږي، خو دا پر نورو ملی ژبو د اولویت درلودلو او تقدم په معنی نه ده.
اولسونه تل خپلې ژبې د خپل ملی هویت یوه برخه بولی، خو پر یوې ژبی هیڅکله هم د ملکیت دعوی نشي کیدلای. د مثال په توګه انګلستان نشی کولای هندوستان دې ته مجبوره کړي چه په رسمی چارو کې د انګریزي ژبی څخه استفاده ونه کړې او ادعا و کړی چه ګواکی انګریزی د انګلستان ملکیت دی، او نه هم دا حق لری چه د انګریزي ژبی پر حتمي استفادې ټینګار وکړي. دا د اولسونو حق او انتخاب دی چه په کومه ژبه خبرې وکړي او کومه ژبه د نورو سره د تفاهم د پاره د ګډې یا مشترکې ژبې په ټوګه وټاکي.
افغان او پښتون
په وروستیو کلونو کې زیات شمیر افغان ژبپوهانو او د تاریخ استادانو د معتبرو تاریخی اسنادو پر بنا د افغان پر کلمه د ژبپوهنی له نظره هر اړخیز تحقیقات تر سره کړي او ټول دې نتیجې ته رسیدلی دي چه افغان یواځې پښتنو ته نه بلکه د دې جغرافیې ټولو هوسیدونکو ته ویل کیږي. افغان محقق او تاریخپوه استاد حامد نوید په تاریخی اسنادو کې د افغان او پښتون د نوم په باره کې لیکی :
«د ایتومالوژي علم له نظره د پښتون او افغان نومونه یوله بله اشتراک او شباهت نه لری. تر اسلام دمخه په معتبرو تاریخی منابعو کې لکه ریګویدا او مهابهاراته کې چه د پخوانی هند حماسی داستان دی او په سانسکرت ژبه لیکلی شوی دی، همدا شان د پراکریت ژبې په متنونو کې پښتانه د پکتاس Pakhtas په نامه یاد شوي دي چه په څرګنده توګه هدف هغه پکتها یا پختها دی چه مشهور یونانی مورخ هرودوت پکتیانیس Pactyans بللی دی.»
د پښتنو قومونه ټول د استثنا پرته ځانونه پښتانه بولی او افغان یو عام نوم دی چه په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو ملی هویت څرګندوي. د افغان د نوم په هکله استاد حامد نوید لیکی:
«یوزر او اته سوه کاله مخکې تر میلاد د افغانستان د شمال په شنو او سرسبزه درو کې د جګړو د پاره آسان روزل کیدل. په ریګویدا کې راغلی چه د کوبها یعنی کابل له لاری به جنګیالی د دغو آسانو په سورلی د سند حوزې، کشمیر او د هند شمال ته تلل. دغه جنګیالی اسوه ګان Asvakan او د پرکریت په متنونو کې د اوه ګانا Avagana يا سوارکارانو په نامه یادیدل . همدا وجه ده چه ژبپوهان د ایتمولوژی علم له مخې په دې باور دي چه د افغان نوم یا کلمه له همدی څخه اخیستل شوی دی.»
تر اسلام دمخه منابعو کې د افغان کلمه د اواګانه یا آپاګانه په نامه یاد شوی دی . پوهاند عبدالحی حبیبي لیکلی دی چه د افغان د کلمی تاریخی قدامت ۱۷۰۰ کاله دی خو داچه ددې کلمې اصل او ریښه د پښتو ژبی یا دری ژبی څخه اخیستل شوی ده روښانه نده .
د افغان او افغانستان د نوم ذکر د سیفی هروی په تاریح هرات کتاب کې هم شویدی چه په ۷۲۰ هجری کال کې لیکل شوی دی . او مراکشی سیاح او محقق ابن بطوطه په خپل سفرنامه کتاب کې چه د څورلسمی میلادی پیړی په څلورمې لسیزې کې لیکل شوی دی لیکې :
«کله چه کابل ته ولاړم ومی لیده چه هلته د عجمو یوه طایفه ژوند کوی چه افغانان نومیږی او کابل له ډیر پخوا څخه د دوی پایتخت دی.»
پر دې مسلې په لسهاو پیژندل شوو افغان او بهرنی تاریخ پوهانو او ژب پوهانو معتبر آثار لیکلی دی چه د نومونو ذکر یې د دې لیکنې تر حوصلې اوچت دی.
نن په نړۍ کې په لسهاو هیوادونه شته چه نومونه یې د یو قوم یا قبیلې د نوم څخه اخیستل شوی دي خو په هغو کې بیلا بیلو نژادونو ته منسوب کسان یو د بل تر څنګ د وروری په فضا کې ژوند کوی. د مثال په توګه په ترکیه کې ټول هستوګن بیلا بیل قومونه او نژادونه د ترکي اتباعو په نامه یادیږی. همدا شان په جرمنی کې د ټول اتباع د جرمن او په امریکا کې د امریکایي او زموږ په ګاونډ کې د تاجیک، ترکمن، اوزبک په نامه مسمی او پیژندل کیږی او هیڅوک هم اعتراض نه کوی. ترټولو ښه مثال یې زموږ ګاوندی هیواد ایران دی. د ایران نفوس د ترکانو، بلوڅانو، کردانو، عربانو، آذریانو،قزاقانو، ترکمانو، ارمنیانو، یهودانو او ډیرو نورو کوچنی او لویو قومونو او نژادونو څخه جوړ دی او دوی ټول په ډیر ویاړ سره ځانونه ایرانی بولي او هیڅ یو قوم یې د اعتراض ږغ نه دی اوچت کړی.
د افغان یا افغانستان نوم چه یو تاریخی نوم دی په ۱۷۴۷ میلادی کال کې لوی احمدشاه بابا د خپل نوی تاسیس شوی هیواد د پاره غوره کړ او د لویې جرګی لخوا تصویب شو چه نن سبا د هیواد د ټولو قومونو ګډ میراث او تاریخی هویت ګڼل کیږي. دمخه تر دې د افغانستان جغرافیه د آریانا ، باختر او خراسان په نامه یادېده.
آریانا او خراسان
هغسې چه یادونه وشوه افغان د کوم قوم یا قبیلی نوم ندی بلکه یو عام نوم دی چه د ټول افغان ملت ملی هویت څرګندوی. د تیرې میلادی پیړی په دریمه لسیزه کي د فارس د هغه وخت باچا رضا شاه پهلوی په یوه لیک کي د ملګرو ملتونو څخه و غوښتل دده هیواد نور د فارس پر ځای د ایران په نامه و پیژنی.
افغان لیکوال داکټر نجیب الله بارکزی په یوه مقاله کی لیکي: « ددې اقدام څخه هدف دا وو چه د لرغونی آریانا بډای تاریخ، چه د ټولې سیمې د اوسیدونکو ګډ میراث بلل کیږي او د فارس یوه څنډه یې هم یوه برخه وه ، په خپل نامه کړي. »
تاریخپوه میر غلام محمد غبار په خپل کتاب افغانستان درمسیر تاریخ کې لیکي : » آریانا د اوسنی افغانستان لرغونې نوم دی چه د ۱۶ ولایتونو له جملې څخه يې ۱۲ ولایته په اوسنی افغانستان کې دي «
د افغانستان بل نامتو مورخ احمد علی کهزاد هم پدې باور دی چه آریانا چه په تاریخ کې ایریانا هم بلل شویدی د افغانستان تاریخی نوم دی چه وروسته د فارس پر ځای د ایران هیواد رسمی نوم شو. لیکوال ډاکتر نجیب الله بارکزی لیکی:
» په پیل کې ایرانیانو په رسمی او شخصی مکاتباتو کې د فارس او ایران د دواړو نومونو څخه استفاده کوله او لس کاله یې دوام وموند تر څو ایرانیان د خپل هیواد د نوی نوم سره عادت شول«
ښاغلی بارکزی زیاتوی چه د تاریخ او فرهنګی غلاوو سلسله چه اساس یې رضا شاه کښیښودله تراوسه د ایرانیانو لخوا دوام لری. ایرانیانو ددې د پاره چه ایران او ایرانی نژاد آریایې وښیي په ډیرو وحشتناکو جعلیاتو لاس پوری کړ. په دې سلسله کې دوی په ۱۳۰۴ هجری لمریز کال کې د فردوسی شاهنامه چه د خلکو تر منځ یې زیات شهرت نه درلود ، وروسته لدی چه زیاتې لاس وهنی په کې وشوی او ډیرې افسانې په کې جعل شوی، خلکو ته د یو معتبر تاریخی سند په توګه معرفی شو. مشهور ایرانی لیکوال او شاعر احمد شاملو په دې هلکه لیکلې دي:
«د وجدان خاوند محققین خبر دي هغه شاهنامه چه نن سبا د فردوسی د شاهنامې په نامه یادیږي، د هغه د محتوا او افسانو اتیا په سلو کې یې جعل شوی دی. د شاهنامې اصلی نسخه په ټوله نړۍ کې موجوده نده.»
په هر حال فارس هیڅکله هم د لرغونی آریانا د تمدن مرکز نه وو بلکه ددغه تمدن اصلی مرکز د اوسنی افغانستان جغرافیه او وارثان یې د افغانستان خلک دي. افغانانو په تیرو کلنو کې تل د ایران لخوا د څرګنډو تاریخي حقایقو د تحریف او پټولو او په افغانستان کې ددې هیواد د فرهنګی یرغلونو څخه شکایت کړی دی، خو له نیکمرغه په تیرو کلنو کې یو زیات شمیر افغان مورخینو او لیکوالانو د ایران د دغو ناروا جعلیاتو د افشاکولو په کار کې ډیر کار کړی دی او افغانانو ته یې د دقیقو تاریخی معلوماتو په ورکولو سره د دوی د شعور په لوړو کې ډیر مثبت رول لوبولۍ دی .
خراسان ته چه د لمرختو وطن ویل کیږي یوه پراخه سیمه ده چه د نن ورځې افغانستان ډیرې سیمی همدا شان د ازبکستان ، تاجکستان، قیرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران ځینې برخې په هغه کې شاملې وې او نن هریو د دغو هیوادونو څخه کولای شی ځان خراسان و بولي. ولی پوښتنه په دې کې ده چه ولی اوس چه زمونږ هیواد د لویو ستونزو سره مخامخ دی، دې موضوع ته لمن وهل کیږي .
هغسې چه ددې لیکنې په پیل کې وویل شول یوه نادانه ستمی او شوونیستی ډله او لنډه غر، چه اکثره یې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته له هیواد څخه بهر ته تښتیدلې دي، د مجازی رسنیوله لاری د افغانستان، پښتنو او پښتو ژبي، همدا شان د افغان د تاریخی هویت او تاریخی ویاړونو پر ضد بیشرماانه تبلیغات کوی.له بلې خوا نن سبا ټول په دې پوهیږي چه د افغانستان بهرنی دښمنان هم بیکاره ندی ناست او ددوی دغه ګد ناروا تبلیغات کولای شی زموږ د زیات شمیر هیوادوالو ذهنونه چه د مسایلو په هکله معلومات نلری مغشوش کړی او د اوسنی ستونزمن حالت څخه په خپله ګټه استفاده وکړی.
خو د ستمی شوویستانو یوه ادعا چه ګواکې د تاریخ په اوږدو کې دري ژبه تل د رسمی مکاتباتو، لیکنو، شعر او ادبیاتو ژبه وه او ده، رشتیا ده. موږ باید د خپل بام واوره د بل چا بام ته و نه غورځوو. پښتانه د افغانستان د اکثریت قوم په توګه باید ومنی چه د خپلی پښتو ژبې د پیاوړي کیدو او غنی کولو په برخه کې پاته راغلی دی .
که څه هم په وروستیو کلنو کې یو زیات شمیر کتابونه په پښتو لیکل شوی یا ترجمه شوی او په عمومی توګه په رسنیو کې د پښتو ژبی رول ډیر شوی دی، خو بیا هم پښتو ژبه ډیر کار ته اړتیا لری . د پښتنو تعلیم یافته قشر باید خپل دغه رسالت درک کړی او په پښتو ژبې د علمی آثارو لیکلو او ترجموته پاملرنه وکړی. نور باید هغه پښتانه استادان او لیکوالان چه په پښتو ژبه تسلط لری د دري پر ځای خپلې لیکنې په پښتو وکړي. همدا شان باید په پښتو کې د علمی اصطلاحاتو او مفاهیمو د جوړولو یا ژباړلو د پاره باید د هیواد په پوهنتونو او علمی مرکزونو کې د هغو استادانو، عالمانو او لیکوالانو کمیټې جوړې شی چه د دې کار د پاره واک او صلاحیت لري او بیا خپلې لاس ته راوړنې د علمی مجلو او خپرونو له لارې نشر کړي. نور باید اجازه ور نه کړل شي چه هر څوک په خپل سر بیله کوم علمی یا ادبی صلاحیت څخه نوی کلمات او اصلاحات جوړ کړي
په دې برخه کي ډیرې نورې توصیې او وړادیزونه هم شته چه هیوادوال او په خاصه توګه د نظر خاوندان باید خپل نظر ور باندې څرګند کړي. خو یوه وروستني توصیه می پښتنو ته دا ده چه که مو ماشومان دری ژبي ښوونځیو ته ځي، هڅه وګړئ چه پښتو هیره نه کړي. پای