دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته مو شفا ورکړئ/ جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ/ جنرال دولت وزیري

اتم لوست

که غواړئ چې ځان بدل او نوې جوړونه وکړئ، نو دا کار د خپل پوهاوي په مرسته کولای شئ.

که هر څه ته ډير پام وکړئ او په تيرو شویو پيښو افسوس وکړئ، دا له تاسو سره مرسته نه شي کولای. تېر په هېر.

که رښتيا هم غواړئ چې نوې جوړونه وکړئ، د منفي شيانو په وړاندې مبارزه ستاسو وخت ضایع کوي.

له منفي شيانو فاصله واخلئ، په دې سوچ وکړئ چې واقعا څه کوئ او یا څه غواړئ.

پر مثبتو جملو سوچ کول زده کړئ.

موږ او تاسي ټول وخت په دې بوخت یو او وايو

«خپله دنده می بده ایسي.»

دا ډول منفي سوچ تاسو کوم ځای ته نه شي رسولای. که چیرې مثبت سوچ وکړي او ووايئ چې

«زه اوس یوه نوې عالي دنده لرم.»

دا مثبته جمله ستاسو په وجود کې ټول مثبت چينلونه پرانیزي.

ټولې جملې په حال زمانه کې جوړې کړئ لکه «زه یم ، زه لرم.»

که تل خپلې جملی په راتلونکې زمانه کې جوړې کړئ لکه «زه غواړم، یا زه به ولرم.» داسې جملې به تل په نظر کې پاتې شي او حقیقي بڼه به خپله نه کړي.

تر څو مو چې خپل ځان تائید کړی نه وي لهځان سره مينه ناممکنه ده.

پر ځان بېځايه انتقادونه مه کوئ.

پر ځان انتقاد د هغه ذهن استازیتوب کوي چې په پخوانیو سوچونو کې راګير پاتې وي.

آیا پوهیږئ چې هره ښېګڼه د ځان په منلو سره پیلېږي.

دا هغه څه دي چې د هر چا په فطرت کې پټ دي. په ځان کې د هغه پټ شوي څه سره مینه وکړې، چې په حقیقت کې تاسو خپله ياست.

که په منفي سوچونو باور ونه کړې، دوی پر تاسو نه حاکم کیږي او که خپله ور ته ځان تسليم نه کړو دوی پر موږ واک نه شي چلولای.

موږ په خپله دوی ته واک ورکوو، که نه منفي سوچونه یو بې مفهومه شی دی.

هېڅ وخت خپل ځان له بل چا سره مه مقایسه کوئ، که چیرې کوښښ وکړئ چی د بل چا په شکل اوسئ، دا په حقیقت کې د خپل روح کمزوري کول دي.

پوهاوي دی ته وايي چې په ذهن کې هغه سوچونو ته ځای ورکړئ چې خوښي در بخښي او هغه کارونه وکړئ چې د ښه والي احساس در کوي. هغه خواړه وخورئ چې بدن مو ورسره ښه احساس خپلوي.

د ذهن روزل او منفي سوچونو ایسته غورځول د رومي بانجان د تخم په څیر وي.

د رومي تخم لومړی بوټی نه وي له کرلو وروسته مواظبت او پاللو ته اړتیا لري او له پاللو وروسته حاصل ورکوي.

د ذهن روزل، د نوې تجربې غني کول او د منفي سوچونو ایسته غورځول هم د تخم په څير وي. پاللو او روزلو ته اړتيا لري.

منفي سوچونه په مثبتو سوچونو بدل کړئ.

منفي سوچونه

زما ژوند ناوړه دی.

پر چا ګران نه یم.

غواړم مخکې لاړ شم.

بايد منظم شم.

مثبت سوچونه

زه د بدلون په حال کې یم.

زه چې هر ځای ځم مینه تجربه کوم.

زه د ژوند په مناسب ځای کې قرار لرم.

زه اوس ښه منظم یم.

په معنوي لحاظ هم ځینې لارې چارې شته لکه دعا او یا له خپل خالق سره په ارتباط کې کيدل.

پر دې اساس به د یوه انسان لپاره بې له قيد او شرط بخښل مينه وي او دا يو ښه اصل دی ځکه په دې اصل کې انتقام نه شته یوازې مينه وي.

پايله

د بدلون او جوړونې له پاره تل ووايئ چې:

هر څه غوره او بشپړ دي.

ژوند مې ډیر نوی دی.

زما د ژوند هره شېبه ښکلې ده.

غواړم هغه څه وکړم چې غواړم يې.

زما په نړۍ کې هر څه غوره دي.

ژوند ته دې شفا ورکړه د کتاب لنډیز

ژباړه د صالح محمد صالح

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب