چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد خوشې شویو طالب بندیانو له ډلې ډیرو هغو ته یې مهم...

د خوشې شویو طالب بندیانو له ډلې ډیرو هغو ته یې مهم نظامي مسؤلیتونه سپارل شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: تازه څېړنې ښيي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون تر بشپړېدو ورسته ددغې ډلې ډېرو غړیو خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د فارین پالیسۍ ویبپاڼې د راپور له مخې، هغه خوشې شوي طالب بندیان چې د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه برخه وه بیا د جګړې لیکو ته ورغلي دي.

فارین ویبپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې په شمالي ایرلنډ کې یې د کووین پوهنتون یوه راپور ته چې تر اوسه نه دی نشر شوی لاسرسی پیداکړی او پکې ویل شوي چې ۶۰ سلنه هغه طالب زندانیان چې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، بېرته د جکړې لیکو ته ستانه شوي دي او د طالبانو د مهمو نظامي قومندانانو او ولسوالانو په حیث مقرر شوي دي.

په دې راپور کې راغلي هغه ۱۰۸ خوشې شوي طالب بندیان چې د څېړنې لپاره غوره شوي له نیمایي زیات یې بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلي چې ډېرو هغو ته یې مهم مسؤلیتونه سپارل شوي دي.

ددغې څېړنې پر اساس، یواځې ۸ سلنه خوشې شوي بندیان چې غوښتل یې بېرته د جګړې میدان ته لاړ شي، د خپلو کورنیو په خاص ډول د خپلو مېرمنو له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

دغه راز له خوشې شویو زندانیانو څخه ۲۴ تر ۲۷ سلنه نور هغه یې د مختلفو دلایلو له مخې نه غواړي د جګوې لیکو ته لاړ شي.

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې ویلي وو خوشې شویو طالب بندیانو ورسره ژمنه کړې چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

6 COMMENTS

  1. ښاغلی ځلاند صاحب د فارین پالیسۍ ویبپاڼه د امریکا څخه نشریږی، ددغی ویبپاڼی دافغانستان لپاره زیاتره راپور ورکوونکی پنجابیان او ځموږ د وطن ځینی متعصبه کړی دی.
    په دغه څوورځو کی دغه ویبپاڼه څرنګه وتوانیده چه ۶۰ فیصده طالیبان جنګ ته ستانه شویدی؟ د دوی داخبره چه شمالي ایرلنډ کې یې د کووین پوهنتون څخه بی نشره معلومات تر لاسه کړی، هم یی ثبوت خیالی دی.
    لنډه دا چه په دغه مجازی نړی کی داسی راپورونه نشریږی چه د خپلو شخصی ګټو په خاطر ځمونږ سوله او امن نه غواړی.

  2. کوم بندیان بیرته جګړی ته ستانه شوی دی؟ د یوه نوم شهرت جګړه ځای خو د وښایی،
    فارین پالیسی او ورسره د غرب اکثر رسانی درواغ شیطانی لیکی،
    حتی په الله ج هم درواغ تړی،وایی چه عیسی د الله ج زوی دی،نو د داسی خلکو خبره منل څه ګټه؟
    د کوین پوهنتون سره زه همدا یو ساعت مخکی په ارتباط کی شوم،د مسله څخه یی بی خبری وښوده،
    افغانانو ورڼو.چه په ستر ګو یی ونه وینی باور مه په کوی،

  3. کوین یونیورستی بلفاست،تیلفون.۰۰۴۴۲۸۹۰۲۴۵۱۳۳—– دایی د کووین یونیورستی تیلفون نمره،هر څوک کولای شی .د دا سروی راپور په باره کی ورڅخه وپوښتی،
    کووین یونیورستی وایی چه موږ په څه نه یو خبر،

  4. ښاغلی ورورغمی،پښتین ډیره مننه الله ج دي تاسو ته ډیر اجرونه درکړی.
    ټول افغانان که ستا په شان بیداره او زیرک بچیان ولری، انشأالله دسولی بهانه کوونکی کی به نوری هاغه دغه پردي لیکنی ونکړی. اوهم به مو وطن ته ژر سوله راشی.
    والسلام

  5. که د غمی جان خبره سمه وی ( چی هیله ده سمه وی ) نو تشویش نسته
    او
    که د کووین د پوهنتون د څیړنی خبره رشتیا وی
    نو
    دا به ددی معنی ولری چی د کووین د پوهنتون د لندنی مدیرانو نفوذ دومره پراخ او ژور دی چی د خوشی سوو طالبانو ټول هویت او ماهیت او د اوسیدو ځایونه ور ته معلوم وه او معلوم دی بناً دا به ددی ادعا ثبوت وی چی د طالب په کمپنۍ کی د انګریز د سهم برخه ډیره جګه ده. که څنګه؟

  6. مخکې له دې چې په پرون ،نن اوسبا خبرې وکړو. پوښتنه داده چې دا سلنه په احصایوی توګه کوم کالکیوتر کې دپوهنتون له خوا محاسبه شوې ده.داسلنه په علمی لحاظ څومره واقعیت لری او د احصاېې له کوم تجربوی سمپل څخه نمایندګی کوی.نن سبا سوشال میدیا ته دافغانستا ن کړکیچ له بده مرغه سور تنور جوړ شوی.هرڅوک زغاله ور ولی او دګرمې دوډدۍ لافې وهی !ښکاری چې یوې علمی موسسې هم دسیاست شوق کړی.دا یوه څېړنه نه ده خکه ثبوت نه لری. ۸سلنه ،۲۴ سلنه او ۲۷ سلنه د یوه ګراف په کومه شمیره کې؟کېدای شی دانګرېزا نو د پوهنتون دغه راپور خپور شوی ولی داچې د دورانی خبره ځلاند نقل قول او ثبوت بیا څه ډول ګړیږی داهم مهم فاکتور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب