چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد ملابرادر د پاکستان سفر لانجمن شو

د ملابرادر د پاکستان سفر لانجمن شو

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۴) راپورونه وايي، د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان د سفر پر مهال د هلمند د نظامي شورا او یوشمیر طالب مشرانو له جدی پوښتنو سره مخامخ شوی او وضاحتونه ورڅخه غوښتل شوي دي.

په کوټه کې د طالبانو سرچینو تاند ته وویل چې د هلمند شورا غړیو له ملا برادر څخه د ملا یعقوب او خلیفه حقاني په وړاندی په تونده لهجه وپوښتل چې د کوم ضرورت پر اساس پاکستان ته راغلی؟ د پاکستان د اته کلن زندان په موده کې یې دوه ماشومان څرنګه دنیا ته راوړل؟ او تر ټولو مهم د پاکستان د آی ایس آی پخواني مشر جنرال اسد دراني ادعا کړې چی امریکا طالبانو ته د تړون پر مهال پنځه ملیون ډالر ورکړي دي.

سرچینه وايي، دغه ډول پوښتنو او تندو څرګندونو ملابرادر مجبور کړ چې پاکستان ته خپل ۵ ورځنی سفر ۱۳ ورځو ته وغځوي.

دوې ورځې وړاندې یو وخت داسې هم په کويته کې پیښ شول چې ملابرادر وویل «زه نور د قطر دفتر له مشرۍ تیر یم او په کور کښېنم.»

د سرچینو په وینا، کله چې د افغانستان ملي امنیت (استخبارات)، د برادر او طالب مشرانو له ناندریو خبر شو، د جمعې په ورځ یې قطر ته د افغانستان د مرکچي پلاوي سفر وځنډاوه.

همداراز مولوي کبیر او نورمحمد ثاقب له ملا برادر سره له کار کولو معذرت غوښتی خو ملا یعقوب او خلیفه سراج الدین حقانی یې د رضا کولو هڅې کوي.

د ناندریو په اوج کې د طالبانو مشر شیخ هبت الله امر وکړ چی دا حساس وخت د دې ډول شکایتونو نه دی، ملا برادر دې قطر ته ستون شي خو په مرکچي پلاوي کې به مداخله نه کوي او د برادر په اړه د هلمند د شورا شکایتونه به په لوړه کچه څیړل کیږي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a2%db%8c-%d8%a7%db%8c%d8%b3-%d8%a2%db%8c-%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%86%db%8c-%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/?fbclid=IwAR1_HZLzjlbGDEV7H9wiMD-VpL4xn7tEYGM0nFl5daXQX8Sp_dT1Ellm7AY

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم د ملا برادر په مشرۍ له پاکستان قطر ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې ځينې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له منځه یوسي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل د طالبانو د مرکچي پلاوي نه چمتووالی ښودلی و.

3 COMMENTS

  1. بې هیبته، بې غیرته او بې شهرته ملا هبیت الله به هم له کومې ۱۷ کلنې سره واده کړی وي لکه دا بل. دا ټول حرموني په چړچو کې دي او يوازې بې خبره تيټ پوړي طالبان دهمدې مکارو او دلالو مشرانو په امر ځانونه وژني. له بلې خوا طالب مشران چېرې صلاحیت لري چې د برادر موضوع وڅېړي. دوی به همغه کوي چې تور او شرمېدلی ای اس ای يې ورته وایي. لعنت دې په داسې افغانانو وي.
    دوی هیڅ ستونزه نه لري، یوازنی موضوع دا وه چې په همدې موده کې ای اس ای دوی ته زده کړه ورکوله چې په مذاکراتو کې څه ووايي او څنګه له پاکستانی منافعو دفاع وکړي او څرنکه مذاکرات وځڼدوي او یا هم یوه بله ستونزه جوړه کړي.
    خو اوس هغه پخوا وختونه تېر دي. نريوالو او عادي افغانانو ته هم اوس د پاکستان چمونه او مکرونه معلوم شوي او دا د پاکستان د مرګ او نابودۍ نښې نښانې دي. انشاالله

  2. د امريکا او پاکستان له خوا د افغانستان په اړه خپله طرحه او پلان په کار اچول شوی دی خو افغان حکومت د دوی په دغه پلان او طرحه کې خنډ دی نو دوی دغسې نوېن وې ستونزي جوړي تر څو خر و بار ته برابر کړي او تر منزله يې ورسوي طالب خوارکی خو هسې د بزکشي سېرلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب