چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته ورسېد

د طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته ورسېد

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۵) له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي لپاره ټاکل شوي کسان قطر ته ورسېدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم د ملا برادر په مشرۍ له پاکستان قطر ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې ځينې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له منځه یوسي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل د طالبانو د مرکچي پلاوي نه چمتووالی ښودلی وو.

1 COMMENT

  1. جنګونه او وحشتونه دلته کوئ، سولې په پردیو قصرونو کې او هغه هم خدای خبر چې خپلې مور پرسر څه معاملې کوئ، تولانت پرتاسو او پر ذلیل زبون ملت چې ستاسې پلوي کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب