چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهایران وايي، افغانان د افغانستان د اساسي قانون درناوي ته هڅوي

ایران وايي، افغانان د افغانستان د اساسي قانون درناوي ته هڅوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۴) په کابل کې د ایران سفارت وايي، د دغه هیواد یو پلاوی کابل ته تللی چې بېلابېل افغان خواوې او ګوندونه د افغانستان د اوسني اساسي قانون درناوي ته وهڅوي.

ایرنا خبري اژانس د ایران د سفارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان فرد په مشرۍ ایراني پلاوي له افغان چارواکو سره په کتنو کې د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.

دا پلاوی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو په درشل کې کابل ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چې په بین الافغاني خبرو کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان پر اساسي قانون هم خبرې وشي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د افغان شیعه ګانو لپاره جعفري مذهب په رسمیت پېژندل شوی خو ویل کېږي طالبان، چې په مذهبي چارو کې تنګ نظره دي، ښايي له حنفي مذهبه پرته نورو مذهبونو ته په اساسي قانون کې ځای ورکولو ته په اسانه راضي نه شي.

ایران که څه هم په تېرو کلونو کې، امریکا ته د ګوزار ورکولو لپاره د طالبانو ملاتړ کړی، خو اوس چې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي او د سولې احتمال غښتلی شوی، اندېښنه لري چې د افغان شیعه ګانو مذهبي ازادۍ به محدودې شي.

د ایران د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په اړه د ایران اساسي پالیسي په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د بریاوو د خوندیتوب او ساتنې ملاتړ دی.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د همدې پالیسۍ پر اساس، ایران په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کلک ملاتړ کوي او له انتخاباتو وروسته یې د سیالو خواوو ترمنځ د ناوړه تفاهم د پای ته رسولو لپاره هڅې کړي دي.

1 COMMENT

  1. صفوي شیاطین مونږ ته نصیحت کوي، که اساسي قانون ته درناوۍ کیدلی اول باید ددوی جاسوسان په دار شوي وی. نشته دلته څوک کنه، چې ورته ووایي دا د افغانانو کورنۍ مسله ده که داسې نه ده نو تاسې هم ایران کې سونیانو ته حداقل د عبادت حق ورکئ چی ټول ایران کې یو مسجد نلري او کلیساوې پریمانه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب