یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد زوی روزونکي ته د آبراهام لینکن لیک

د زوی روزونکي ته د آبراهام لینکن لیک

((هغه ته نرمي وښیه، خو ناز مه ورکوه!))

 ژباړن: حزب الله اتل

زما زوی ته زده کړه ورکړه!

هغه باید وپوهېږي، چې ټول خلک عادل او صادق ندي؛ اما زما زوی ته زده کړه، چې له حیله ګرو او مکارو سره په مخامخېدو صادق خلک هم شته.

هغه ته ووایه؛ له هر خودخواه سیاستمدار سره مخامخېدل ددې دلیل دی، چې ځوانمرده رهبران هم پیدا کېږي.

پوهېږم دا به ډېر وخت ونیسي؛ اما هغه ته زده کړه چې که په کار او زیار یو ډالر هم پیدا کړي دا به له هغو پنځو ډالرو ورته ډېر غوره وي، چې په یو ځای ناسته یې پیدا کوي او یا ورته رسېږي.

هغه ته زده کړه، چې له بایللو پند واخلي او له بریالیتوب خوند او لذت، هغه له هیلو او امیدونو را وګرځوه. هغه ته د خندا د اغېز په اړه معلومات ورکړه!

که چېرې کولای شې، هغه ته په ژوند کې د کتاب په ارزښت هم ووایه. هغه ته ووایه، چې د اسمان په کنارو کې الوتونکو مرغانو ته، د باغچې په منځ کې ګلونو ته او په هوا کې الوتونکو مچیو ته ځیر شي.

زما زوی ته زده کړه؛ دا به ورته له هرڅه غوره وي، چې په ښوونځي کې رد شي، مګر نه په تقلب او درغلۍ پرمختګ وکړي.

زوی ته مې یاد کړه، چې له نرمو خلکو سره نرم او له سرغړونکو سره سرغړونکی واؤسي. هغه ته ووایه، په خپله عقیده ایمان ولري، ان که ټول خلک له هغه سره مخالف هم وي او د هغه خلاف څرګندونې وکړي.

زوی ته مې یاد کړه، چې ټولې خبرې واوري او هغه کومه یوه یې چې خوښه شوه انتخاب یې کړي.

زوی ته مې د ژوند د ارزښت په اړه پوهه ورکړه! که توانېدلی شې زوی ته مې یاد کړه، چې د فکر او خیال په اوج کې وموسېږي. هغه ته یاد کړه چې د اوښکو له تویولو شرم او خجالت ونه کړي.

هغه ته زده کړه، چې د خپل فکر او شعور لپاره قیمت وټاکي؛ اما د زړه لپاره قیمت ټاکل بې معنی دي.

هغه ته ووایه؛ چې کله هم اوازو ته تسلیم نشي او کله چې په حقه وو باید پخپل دریځ ټینګ واؤسي او له ټولو مخالفو جهتونو سره مبارزه وکړي.

په تدریس کې مې زوی ته نرمي وښیه، خو کله هم هغه ته ناز مه ورکوه! پرېږده چې هغه زړور واؤسي، هغه ته زده کړه چې په خلکو باوري واؤسي.

توقعات ډېر زیات دي، خو وګوره چې څه کولای شې، زوی مې کوچنی او کم عمره، خو ښه هلک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب