شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره پوځي عملیات په...

دفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره پوځي عملیات په احتیاط خو په شدت روان دي

تاند (شنبه د جوزا ۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ټولو هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي ځمکني او هوايي عملیات پيل شوي، چې طالبانو په دې ورستیو کې نیولې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبه/ د جوزا ۱/ وویل، طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې مورچلې نیولې او ولسوالیو او سیمو ته غځېدلو لارو باندې ماینونه خښ کړي، نو ځکه د بېرته نیولو لپاره عملیات په احتیاط او دقت، خو په شدت سره روان دي.

خو طالبانو بیا تل دا خبره رد کړې چې له ملکیانو او د دوی له کورنو د سپر په توګه کار اخلي.

د ښاغلي امان په خبره چې د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ او د لغمان د دولت شاه  ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هم منظم عملیات روان دي او هغه سیمې او ولسوالۍ به بېرته نیول کېږي، کوم چې په ورستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

نوموړي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو، ۴۸ ټپي کېدو او ۲ نورو د نیول کېدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، دغه شمېر وسله وال په لغمان، مېدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو بیا د دې ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالي، شاه خوا لس ورځې مخکې د دغه ولایت نرخ ولسوالي، وړمه ورځ د لغمان دولت شاه ولسوالي او څه موده وړاندې هم د بغلان بورکه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

څه موده وړاندې بیا د لوګر چارواکو ویلي و، چې د څرخ ولسوالۍ کارکوونکي یې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب لپاره بل ځای ته انتقال کړي، خو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې لاس په لاس کېږي، چې ځینې سرتېري په خپله خوښه پوستې پرېږدي او دغه راز د طالبانو په لاس اسیر شوي افغان سرتېري په ویډیو ګانو کې وايي، دوی ته اکمالات نه کېدل، نو ځکه طالبانو ته تسلیم شول.

د دفاع وزارت د دغو وېډیوګانو په هکله څه نه وايي، خو د وسلو او مهماتو د کموالی له امله د ولسوالیو د سقوط ادعاوې ردوي او وايي چې د هوا د خرابوالي له امله ځینې وخت ولسوالیو ته په خپل وخت اکمالات نه کېږي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون بیا وايي، که افغان ځواکونو ته په خپل وخت تجهزات ورسېږي، هیڅکله به هم ولسوالۍ سقوط ونه کړي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکایانو او طالبانو په تړون کې د تاوتریخوالی د کموالي خبره هم شوې وه.

د افغانستان حکومت وايي د دوی د غوښتنې او د سیمه ییز او نړیوال فشار سره-سره د دې پر ځای چې په  تاوتریخوالی کم شوی وی، لا پسې زیات شوی.

1 COMMENT

  1. هغه ولسوالۍ چې له لاسه وتلي ، هغه د اوس لپاره پرېږئ.
    خپله انرژي سره منسجم کړئ او نورو ځایونه په کلکه دفاع وکړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب