جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجمعه ګل همت: مرکزي ادارې راسره د اصلاحاتو په راوستو کې همکاري...

جمعه ګل همت: مرکزي ادارې راسره د اصلاحاتو په راوستو کې همکاري نه ده کړې

تاند (شنبه د جوزا ۱) د ننګرهار پخواني امنیه قومندان جمعه ګل همت د خپل کار په وروستۍ ورځ پر کورنیو چارو وزارت توندې نیوکې وکړې.

نوموړي نن شنبه/ د جوزا ۱/ د خپل کار په وروستۍ ورځ خبریالانو ته وویل چې په خپله درې میاشتنۍ کاري دوره کې یې په امنيتي ليکو کې اصلاحات راوستي خو د کورنيو چارو وزارت او ټولې مرکزي ادارې ورسره د اصلاحاتو په راوستو کې هیڅ راز همکاري نه ده کړې.

د هغه په خبره چې دی د حکومت له لوري له دندې نه دی لرې شوی بلکې ټینګار کوي چې وظیفه یې خپله پرېښې ده ځکه چې په وینا یې که داسې یې نه وای کړي عزت ته یې زیان رسېده.

جمعه ګل همت تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال سطان داوود د ننګرهار ولايت د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.

جنرال سلطان داوود د خپل کار په اوله ورځ امنیتي ارګانونو ته په خطاب کې وویل چې وسله وال دې ژوندي نه نیسي بلکې وار دې پرې ړومبی کړي.

هغه وویل، «پوليسو ته مې امر دی، هغه ترهګر چې بې ګناه وګړي په شهادت رسوي، د نيولو پر ځای يې ووژنئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب