جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: بایډن د افغانستان مسئله کې په حقه دی

نیویارک ټایمز: بایډن د افغانستان مسئله کې په حقه دی

تاند(شنبه، د جوزا ۱) نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ولسمشر جو بایډن اقداماتو ته په اشارې ویلي چې نوموړی له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو برخه کې په حقه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم بایډن د ټرمپ له لوري د جوړو شویو ټولو پالیسیو د مخنیوي هڅه وکړه خو پر هغو چارو یې کار ونه لرل چې په اړه یې په لوړه کچه اجماع موجوده وه او له هغې ډلې یوه یې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو موضوع وه.

د ورځپاڼې په خبره، د کانګرس یو شمېر ډیموکراټو او جمهوري غوښتونکو غړو له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په برخه کې د احتیاط غوښتنه کوله خو بایډن یې له خپلې پرېکړې په شا نه کړ.

د ورځپاڼې په باور په همدې اړه د لوړې کچې اجماع موجودیت ته په پام نوموړی په دې مسئله کې په حقه دی او دا باور شته دی چې نوموړی به په ټاکلې موده کې دغه بهیر په بشپړه او بریالۍ توګه پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې امریکايي سناتوران او سیاسي ډلې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ددغه هېواد د نظامي بودیجې کمول غواړي.

یو شمېر امریکایي سناتورانو او ځینو سیاسي ډلو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اغېز باید په ټولو برخو کې محسوس وي.

ددوی به وینا پر افغان جګړه هر کال میلیاردونه ډالر لګېدل نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د راتلونکي کال په بودیجه کې د پنټاګونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه د پام وړ راکمه کړل شي.

دوی ټينګار کوي چې د امریکا یوه بې پایه جګړه پر خلاصېدو ده نو ځکه امریکا ته په کار ده چې سپما ته مخه کړي.

په افغانستان کې د امریکا جګړې هر کال میلیاردونه ډالر لګښت درلود له همدې امله امریکایي وګړو ددغه جګړې د ژر ختمېدو غوښتنه هم کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب