Homeخبرونهد بدخشان د ولایتي شورا د پخوانۍ غړې په موټر چاودنه شوې

د بدخشان د ولایتي شورا د پخوانۍ غړې په موټر چاودنه شوې

تاند (شنبه د جوزا ۱) راپورونه وايي، نن له غرمې وروسته د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د ولایتي شورا د یوې پخوانۍ غړې په موټر چاودنه چاودنه شوې.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني د دې پېښې پخلی کړی خو په دې هکله یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

هغه ویلي چې د څېړنې ټيم د پېښې ځای ته رسېدلی او په دې هکله به نور جزیات وروسته شریک کړي.

خو د پېښې عیني شاهدان بیا وايي چې دغه چاودنه د بدخشان د ولایتي شورا د پخوانۍ غړې منیره عالمیار په موټر شوې ده چې خپله عالمیار او څو تنه نور په کې ژوبل شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...