پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو په لومړي ځل په کابل کې د ظواهري وژل کېدا تایید...

طالبانو په لومړي ځل په کابل کې د ظواهري وژل کېدا تایید کړه

تاند(جمعه، د اسد ۲۱ مه) طالبانو په لومړي ځل رسماً په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په وسیله د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدا تایید کړه.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی د حکومت هیڅ چارواکی د استخباراتي معلوماتو د نشتوالي له کبله له دې خبر نه و چې ظواهري په کابل کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو لوېدیځو رسنیو تور لګولی چې ظواهري د سراج الدین حقاني په مېلمستون کې اوسېده او نوموړي دغه مېلمستون ته تګ راتګ کاوه.

ذبیح الله مجاهد وویل:«استخباراتي نیمګړتیاوې شته، زموږ استخبارات باید له دې مسلې خبر وای او د هغوی بې خبري د استخباراتي تشې له کبله ده.»

مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ظواهري په شان کس په اړه بې خبري د طالبانو د حکومت وړتیا له شک سره نه مخامخوي، وویل:«دا ډول کسان (ظواهري) د خپل ژوند د خوندیتوب په برخه کې ډېر احتیاط کوي او نه غواړي چې څوک د دوی د هستوګنې له ځایه خبر شي.»

مجاهد زیاته کړه:«زموږ استخبارات دومره فعال نه دي چې له ټولو لازمو وسایلو کار واخلي. ځینې نیمګړتیاوې لا هم شته.»

د طالبانو د حکومت ویندوی همداراز وویل:«د ظواهري وژل کېدا باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پروسه چټکه کړي چې موږ نړۍ ته د یوه مسوول حکومت په توګه ځواب ویونکي واوسو.»

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو مهم چارواکی په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل کېدا تاییدوي.

که څه هم مجاهد تمه لري چې د ظواهري وژل کېدا به د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو د پروسې له چټکېدو سره مرسته وکړي خو د چارو ځینې کتونکي وايي، د ظواهري د اوسېدو ځای د دې لپاره افشا شو چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مخه ونیول شي.

ظواهري وروسته له دې ووژل شو چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دوحه او بیا ازبکستان کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او د امریکا او افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې وکړې.

په نړۍ کې د افغانستان انزوا د دې سبب کېږي چې دا هیواد ګاونډیو په تېره بیا پاکستان ته لا ډېر محتاج شي او اسلام اباد د افغانستان د رام کولو په نوم له نړیوالو په تېره بیا امریکا پیسې او امتیازونه واخلي.

د دوی په وینا، د اسلام اباد اوږدمهاله ستراتیژي دا ده چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ونه لري، نیستي او بیوزلي پکې لا زیاته شي او بیا په تدریج د ډیورند کرښې په اوږدو کې د خپلو شناختي کارتونو د وېشلو، د برېښنا، اوبو او سړک د جوړولو له لارې د افغانستان لور ته پرمختګ وکړي.

پاکستان له وړاندې څخه د طالبانو له ساده توبه په استفادې د افغانستان د ملي هویت د کمزوره کولو هڅې پیل کړي دي.

2 COMMENTS

  1. طالبان او تیر غله د خدای پاک ورک کړي چې دواړه رزالت او جهالت کوي ! یو غریب او مسکین نا ارامه او په طالبي مفکوره غرق افغانستان هیڅ د پاکستان په ګټه ندی دا خوشې احمقې خبرې دي ! انسانان په کار او زحمت ډوډۍ پيدا کوي خو افغانان په ګدائ او مخبري !!

  2. نگه سپين دروغ
    دوه پنحوس ملکونه مو حملول، خو بيرته له خپلی لمن خبر نه ياست چی ملاتري هيواد مو وختي درته لكه پر سر درارولی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب