پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا فدرالي پولیسو د ټرمپ کور د اتومي اسنادو لپاره تلاشي...

د امریکا فدرالي پولیسو د ټرمپ کور د اتومي اسنادو لپاره تلاشي کړ

تاند(جمعه، د اسد ۲۱ مه) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن (جمعه) راپور ورکړ چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آی پولیسو د امریکا د پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ د فلوریدا کور د پټو اتومي اسنادو د موندلو لپاره تلاشي کړ.

مخکې د ټرمپ د فلوریدا د کور د تلاشۍ خبر خپور شوی و خو په دې اړه څه نه و ویل شوي چې د تلاشۍ هدف څه و.

واشنګټن پوست په دې اړه تحقیقاتو ته د نژدې کسانو په قول ویلي چې هدف د اتومي وسلو په اړه پټ سندونه و. دغو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا پټ سندونه د امریکا د اتومي وسلو دي او که د کوم بل هیواد.

دغو سرچینو، چې واسنګټن پوست یې نوم نه دی یاد کړی، نه دي ویلي چې د ترمپ د هستوګنځي د تلاشۍ په مهال نوموړی په خپل کور کې و او ایا هغه اسناد چې د ایف بي آی پولیس پسې ګرځېدل، وموندل شول او که نه.

د ایف بي آی پولیس د دې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په فلوریډا کې د ترمپ هستوګنځي ته ننوتل. ټرمپ او ماندینه یې ملانیا ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته

عموماً د فلوریدا په کور کې اوسي.

د دې سترې ودانۍ، چې د سمندر په غاړه ده، تلاشۍ ساعتونه دوام وکړ. د امریکا ځینو رسنیو ادعا کړې چې ټرمپ د سږ کال په جنورۍ کې ۱۵ صندوقه اسناد د امریکا ملي ارشیف ته وسپارل خو ویل کېږي چې لا هم ځینې اسناد ورسره پاتط شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب