پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپه ۷ ولایتونو کې سیلونو لږترلږه ۷ تنه مړه کړي

په ۷ ولایتونو کې سیلونو لږترلږه ۷ تنه مړه کړي

تاند (جمعه، د اسد ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې تېره شپه په ۷ ولایتونو کې سیلونه راغلي او لږترلږه ۷ تنه یې مړه کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم نن (جمعه) وویل، په پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې سیلونه جاري شوي او له کبله یې په دغو ولایتونو کې د نورو مالي تاوانونو ترڅنګ د تګ راتګ لارې بندې شوي دي.
د ښاغلي مسلم په وینا، یوازې د غزني او کابل لاره پرانیستل شوې او د نورو لارو لپاره هم هڅې روانې دي.

په میدان وردک کې طالب چارواکي وايي، د دغه ولایت په جلریز او چک ولسوالیو کې د سیلونو د جاري کېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ تنه مړه شوي دي.

د میدان وردک د اطلاعاتو او کلتور ريیس صفي الله راید نن وویل چې تېره شپه د جلریز په بوغه دره سیمه کې د سیل د راوتو له کبله دوه ماشومان او یو بوډا مړه شوي او همداراز یې ګڼ کورونه ویجاړ کړي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې په سیداباد او چک ولسوالیو کې هم سیلابونه راوتلي چې له کبله یې لسګونه کورنه او زرګونه جریبه مځکه ویجاړه شوې ده.

راید زیاتوي، د مرکز میدانښار او بامیان ترمنځ لویه لاره سیلابونو تخریب کړې او د ترافیکو پرمخ تړل شوي ده.

د راید په وینا د بامیان – میدانښار د لویې لارې د خلاصون هڅه پیل شوې ده.

 په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سیلونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشیر، پروان، کابل، وردک، لوګر، پکتیکا، خوست، پکتیا، بامیان، دایکنډي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کېږي.

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم، د ورښت اندازه به د ۱۰ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب